معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / یعقوب مجاهد ټام وېسټ ته له افغان خاورې بهرنیو هېوادونو ته د ګواښ نه پېښېدو ډاډ ورکړی:

یعقوب مجاهد ټام وېسټ ته له افغان خاورې بهرنیو هېوادونو ته د ګواښ نه پېښېدو ډاډ ورکړی:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۱۶):
د اسلامي امارت دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ ته ډاډ ورکړی چې افغان خاوره به د هېڅ کوم بهرني هېواد پر ضد نه کارول کیږي.
مجاهد او وېسټ د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې سره کتلي او د افغانستان په اړه یې پر یو شمېر مسایلو بحث او خبرې شوي.
طالبان دغه ډاډ په داسې مهال ورکوي چې د سیمې یو شمېر هېوادونه افغانستان کې د القاعده، داعش، تحریک طالبان پاکستان او ورته نور وسله‌وال ګروپونو له فعال کېدو څخه وېره لري، خو د اسلامي امارت مسوولین بیا دغه وېرې بې ځایه ګڼي او یادونه کوي چې افغان خاوره به د دوی تر مالکیت لاندې د هېڅ کوم بهرني هېواد پر ضد ونه کارول شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس