معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / یمن کې د ملګرو ملتونو ۱۱ کارکوونکي نیول شوي

یمن کې د ملګرو ملتونو ۱۱ کارکوونکي نیول شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۰سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د یمن حوثي ځواکونو دې هېواد کې د ملګرو ملتونو ۱۱ کارکوونکي نیولي دي.

د العربیه شبکې د خبر پر اساس د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د خپلو کارکوونکو نیونه تایید کړې او ویلي، چې هڅه کوي ټول یرغمل شوي کسان له کوم شرط پرته بېرته راخوشې کړي.

په ورته مهال راپورونه زیاتوي، چې د یمن حوثي ځواکونو له تېرو دوه ورځو راهېسې په دې هېواد کې په لسګونو د ملګرو ملتونو په ګډون سیمه ییز او نړیوال کارکوونکي له کوم دلیل پرته نیولي دي.

د یمن حوثي ځواکونه وروسته له هغه په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو کارکوونکي نیسي، چې تېره پنجشنبه امریکا او بریټانیایي ځواکونو په ګډو هوایي بریدونو کې په صنعا، حدیده او تعزرا ښارونو کې د دې ډلې ۱۳ پوستې په نښه کړلې.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس