معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / یوناما له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته دوام ورکوي

یوناما له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته دوام ورکوي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت اقتصادي مرستیال د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) له مرستیال ایندریکا راتوات سره کتلي.

په دغه کتنه کې له یوناما څخه د مرستو عادلانه وېش او شفافیت غوښتنه شوې ده.

د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ټینګار کړی، چې د یوناما مرستې باید پراختیايي برخو ته ولېږدول شي، څو د افغانانو اقتصادي وضعیت ته د پام وړ ګټه ورسیږي.

ایندریکا راتوات ویلي، یوناما به د افغان بزګرانو ملاتړ ته دوام ورکړي، د کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو لپاره به واړه پورونه برابر او د کرنیزو محصولاتو لپاره به نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي اسانتیاوې رامنځته کړي.

یوناما ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د اقتصادي او پراختیايي همکاریو بهیر ته دوام ورکړي، څو د افغانانو د ژوند کېفیت لوړ شي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس