معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / یوناما وایي، افغانستان د اقلیمي بدلونونو تر ټولو زیات ګواښ سره مخ دی

یوناما وایي، افغانستان د اقلیمي بدلونونو تر ټولو زیات ګواښ سره مخ دی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما ويلي، افغانستان په اقلیمي بدلونونو کې تر ټولو لږه ونډه لري، خو تر ټولو زیات ګواښ سره مخامخ دی.
یوناما د اقلیم د اونۍ په مناسبت په یوه بیان کې ویلي، چې افغانستان اوس مهال د اوبو او هوا د ناڅاپي بدلون، په تېره د سېلابونو، وچکالۍ او د شګو د توپان او لړې له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
یوناما زیاتوي، اوسمهال افغانستان د هغو اتو ډېرو زیانګالو هېوادونو له ډلې دی، چې د اقلیمي بدلون د اغېزو پر وړاندې تر ټولو لږ چمتوالی لري.
یوناما ټینګار کوي، چې د تېرو ۴ لسیزو وچکالۍ، د ټولنیز او اقتصادي وضعیت ترینګلتیا، د بې‌ ځایه شویو کورنیو شمېر ډېرېدو او د اقلیمي بدلون د زیانونو له امله په افغانستان کې بشري بحران زیات شوی.
د یوناما د بیان له مخې د دې بحران تر ټولو زیات تاوان کلیوالو خلکو په تېره ښځو او ماشومانو ته رسیږي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس