معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / یونسېف تېره میاشت ۶ میلیونه افغانانو ته روغتیايي خدمات برابر کړي

یونسېف تېره میاشت ۶ میلیونه افغانانو ته روغتیايي خدمات برابر کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړې ادارې یا یونسېف ویلي، چې د ملګرو ملتونو ادارو په تېره یوه میاشت افغانستان کې له ۶ میلیونو څخه زیاتو افغانانو ته روغتیايي خدمتونه او خواړه برابر کړي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې د راپور له مخې په روغتیايي مرکزونو کې خلکو ته د برابرو شویو روغتیايي خدمتونو له نیمايي څخه زیات یې د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر ماشومانو ته برابر شوي دي.
یونسېف اوس مهال په ټول افغانستان کې د خوارځواکۍ د درملنې ۳ زره ۲۰۰ مرکزونو څخه ملاتړ کوي، چې د تېر سپټمبر په میاشت کې د دغو مرکزونو له لارې ۱.۱ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ د تشخیص لپاره معاینه شوي دي.
همداشان په دغه موده کې ۶ لکه ۶ زره ماشومان چې ۵۷ فیصده یې نجونې وې، په دغو مرکزونو کې په سختې خوارځواکۍ د اخته کیدو له امله تر درملنې لاندې نیول شوي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس