معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / یونیسف وایي، افغانستان کې له هرو لسو کسو څخه نهه تنه کافي خواړه نه لري

یونیسف وایي، افغانستان کې له هرو لسو کسو څخه نهه تنه کافي خواړه نه لري

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۹):
د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونيسف وايي، راتلونکي زېږدیز کال به افغانستان کې له ۲۸ میلیون زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.
دې ادارې ویلي چې اوسمهال له هرو لسو کورنیو نهه يې کافي خواړه نه لري.
یونيسف زیاتوي چې راتلونکی ۲۰۲۳ کال کې به د ۸ لکه ۷۵ زرو هغو ماشومانو علاج هم وکړي چې په سختې خوارځواکۍ اخته دي.
دغې اړوندې ادارې همداراز ویلي چې په افغانستان کې د خوړو د موادو بیې لوړې شوي او خلک لومړنیو خدماتو ته محدود لاسرسی لري.
یونیسف ته څرګندونې په داسې مهال کوي چې دې وروستیو کې د بې کارۍ او فقر له امله د ډېری افغانانو ژوند تریخ شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس