معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / یو افغان سوداګر غواړي چې افغانستان کې لوی روغتیایي مرکز جوړ کړي

یو افغان سوداګر غواړي چې افغانستان کې لوی روغتیایي مرکز جوړ کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ‏میرویس عزیزي په نوم یو افغان شتمن غواړي، چې په افغانستان کې یو لوی روغتیایي مرکز جوړ کړي.
د خبر پر بنسټ دغه روغتیایي مرکز کې به د سرطاني ناروغیو درملنه، زېږنتون او یتیم پالنه په وړیا ډول ترسره کیږي.
نوموړي له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، چې د افغانستان لپاره یو پروګرام نظر کې لري، چې همدا اوس یې ډیزاینران پرې کار کوي.
د ده په خبره یادو درې واړو پروژو لپاره یې ۳۵۰ جریبه ځمکه اخیستې او سل میلیونه ډالر یې د رغولو لپاره ځانګړي کړي دي.
ټولنیزو رسنیو کې ګڼ شمېر افغانانو د نوموړي دغه څرګندونې ستایلي او له نوموړي یې هیله کړې، چې هر څۀ ژر د دغو پروژو عملي چارې پیل کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس