معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / یو لوړ پوړي پلاوي تورخم کې د راتلونکو افغان کډوالو ستونزې وارزولې

یو لوړ پوړي پلاوي تورخم کې د راتلونکو افغان کډوالو ستونزې وارزولې

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د حکومت د امیر په ځانګړي حکم د ریاست الوزراء اداري او مالي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو لوړ پوړي پلاوي تورخم ته د خپل سفر په ترڅ کې له بېلابېلو سیمو لیدنې کړي.
د دغه پلاوي په ترکیب کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست مولوي خیرالله خیرخواه، د مهاجرینو او بېرته راستنیدونکو چارو سرپرست مولوي خلیل الرحمان حقاني او د مالیې وزارت مرستیال مولوي عبدالقدیر احمد ګډون درلود.
خبر زیاتوي، چې یادو کسانو صفري نقطه کې له یو شمېر راستنېدونکو کډوالو سره تر کتنې وروسته لعل پوره کې له جوړ شوي پنډغالي هم لیدنه کړې.
د خبر پر بنسټ، یاد پلاوي په دغه سفر کې د کډوالو ستونزو تر اورېدلو وروسته دوه کمېسیونونه ټاکلي، چې لومړی کمېسیون د سرې میاشتې ادارې په ګډون د پنځو وزارتونو، مهاجرینو، روغتیا، ټرانسپورټ، حوادثو او زراعت وزارتونو په شتون جوړ شوی او په دوهم کمېسیون کې بیا د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د بېلابېلو ادارو له استازو څخه ۱۲ کمېټې جوړې شوې، چې د راستنېدونکو کډوالو پر وړاندې به د رامنځته کېدونکو ستونزو ژر حل په اړه اقدام کوي.
افغان پلاوي راستنېدونکو افغانانو ته د خپلو امکاناتو په محدوده کې د ښو خدماتو او اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وکړه.
د پلاوي مشر اړوندو مسوولینو ته په عاجله توګه د دوو موقتي کمپونو د جوړولو هدایت وکړ او اړوند مسوولین یې موظف کړل، څو په یادو کمپونو کې د خېمو، اوبو، خوراک، روغتیا او نورو ټولو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ترتیبات ونیسي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس