کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۴ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر پر بنسټ، په تهران کې د افغان سفارت او په زاهدان کې د افغان کونسلګرۍ د مسوولینو د هڅو په پایله کې، د څلورم ځل لپاره ٢٣ تنه د دیني زده کړو، افغان زده کړیالان چې د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله، څه موده وړاندي نیول شوي وو، آزاد کړل شول.
د خبر له مخې آزاد شوي کسان نن له غرمې وروسته په نیمروز کې د بهرنیو چارو وزارت استازولۍ رییس ته وسپارل شول.
د يادونې وړ ده، په تېرو دوو میاشتو کې ۵۴ بندیان نور هم په دریو پړاوونو کې خوشې او نیمروز ته راستانه شوي، چې ډېرى يې د ديني مدرسو زده کوونکي وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/