څېړنوال محمد داود ناظم
الحمدلله الذی ارسل نبیه بالکتاب المبین و زينه بالخلق العظيم، والصلاة والسلام علی رسوله الذي أدی الأمانة وبلغ الرسالة و نصح الأمة، وعلی آله و أصحابه أجمعین.
قال الله سبحانه و تعالی «الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ أُولَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ وَأُولَئِكَ هُمْ أُولُو الْأَلْبَابِ»(الزمر:۱۸) وقال رسول الله -صلی الله علیه وسلم-: «بَلِّغُوا عَنِّي وَلَوْ آيَةً»(متفق علیه)
په پورتني مبارک آيت کې الله متعال هغه کسان چې خبرو ته ښه غوږ ږدي او د غوره هغو يې متابعت کوي؛ هغوی يې د سمې لارې موندونکي او د لوړ فکر هوښياران بللي دي.
له دغه مبارک آيت څخه داسې يو حقيقت را جوتېږي چې؛ که چېرې په ټولنه کې د وينا لپاره آزادي شتون ولري، د ښو خبرو لپاره د بيان او اورېدلو لوړ فرهنګ موجود وي، بيا د ښو او ډېرو ښو ويناوو د تفکيک لپاره لوړه پوهه او معيارونه وي او د غوره ويناوو يې متابعت وشي، نو بې له شکه چې همدا کار د بشريت د هدايت سبب کېږي او د عقلمندۍ روح په ټولنه کې ژوندی ساتي. په اوسني عصر کې د دې الهي لارښوونې پلي کېدل د بيان آزادۍ او پياوړو رسنيو په شتون کې متحقق کېدلی شي. د بيان آزادي هم په خپله اسلامي ټولنه کې داسې تعريفولی شوی چې: د بيان آزادي هغه حق دی چې د اسلامي شريعت، نافذه قوانينو او منل شوي عرف په اډانه کې انسان د خپلې معنوي او مادي لاسته راوړنې- د ژبې، ليکنې، اشارې، انځور يا کومې بلې مشروع طريقې څخه په استفادې- څرګندولای وشي.
که له پورتني تعريف سره سم له رسنيو او د بيان آزادۍ څخه د اسلامي شريعت، افغاني فرهنګ او مناسبو قوانينو په اډانه کې ښه استفاده و شي، نو بې له شکه چې د اسلامي نظام په ټينګښت کې اغېزناک رول لوبولی شي، ځکه له يوې خوا د رسنيو د قوت او د هغو د اغېزو واقعيت په بشري ټولنه کې ثابت شوی چې له همدې کبله، په پوره هوډ سره غواړو د دې الهي امر «وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّة» په مصداق د اسلامي نظام د استحکام، له خلکو سره يې د همغږۍ، له نړۍ سره يې د تفاهم او د معلوماتي قدرت د حصول او خپراوي په لاره کې سترې سرچينې په خپل هېواد کې ولرو. له بلې خوا هيله من يو چې په اسلامي نظام کې د بيان آزادۍ ته احترام، بشري ټولنې ته د بېلګې په توګه وړاندې کړو او خپله ټولنه د معلوماتو او اطلاعاتو په دې اغېزناکې ګنجينې وياړمنه، پرمختللې او د خپلو خلکو ظرفيتونه پرې لوړ کړو. همدارنګه هيله من يو چې د اسلامي دعوت په خپرولو، امر بالمعروف او نهي عن المنکر په برخه کې د منبر تر څنګ له اوسنيو رسنيو او عصري ارتباطي ټکنالوژۍ څخه هم د اسلامي ارشاداتو، افغاني فرهنګ او عصري علومو په رڼا کې ښه استفاده وشي.
له رسنيو څخه ښه مناسبه او معیاري استفاده کول د اسلامي نظام د استحکام، له نړۍ او خپلو خلکو سره يې د ښه تفاهم او يو د بل د ملاتړ سبب کېږي.
په دې لنډه ليکنه کې د مقالې له ځينو شکلياتو او پېچلو تحقيقي پړاوونو څخه تېرېږم او کوښښ کوم چې په مختصره توګه د رسنيو او بيان آزادۍ په اړه د اسلامي شريعت او د ژورناليزم مسلک په رڼا کې تر يو حده په عامو او ولسي ادبياتو څو نکتې او پيغامونه ټولنې ته ورسوم.
د اسلامي شريعت او د نافذه قوانينو په اډانه کې د بيان آزادي د رسنيو روح دی چې بې روحه جسد ډېر ژر خاورو ته سپارل کېږي يا له منځه ځي، نو په دې محدوده کې د بيان آزادي د بشريت له فطرت سره سم د انساني ژوند اړتيا، د فکر، علم او جسم يا د معنی او مادې د پرمختيا او پرمختګ رمز دی چې د اسلامي نظام د ټينګښت يوه اساسي پايه جوړوي.
د تاريخ په اوږدو کې نظامونه، رسنۍ او د بيان آزادي تر ډېره په يو کشمکش کې سره اوسېدلي، ځينې يې د نظام په ضرر ګڼي او له سره آزادو رسنيو ته اجازه نه ورکوي او ځينې يې په ګټه بولي او دومره آزادي يې ورکړې وي چې عين د هېواد ارزښتونه تر پښو لاندې کوي، نو د همدې وضاحت او د نظام او بيان آزادۍ تر منځ د پياوړتيا د رمز پيدا کولو په موخه څېړنې ته اړتيا ليدل کېږي، تر څو نظام او رسنۍ په يو متعادل منهج کې يو پر بل سره تقويه شي.
لومړی پيغام دا چې رسنۍ په بشري ټولنه کې يو اغېزناک قوت ثابت شوی، نو د الهي امر د پرځای کولو، اسلامي دعوت د خپرولو او داسې نورو سترو اهدافو د تحقق په موخه له دې قوت څخه غوره استفاده اړينه ده.
دوهمه نکته دا ده چې د بيان آزادي د بشري قيادت يوه نړيواله کيلي ده چې مسلمانان د دې کيلي په لاس ته راوړلو کې ډېر مستحق دي او د اسلام مبارک دين د دې ستر نړيوال ارزښت بنسټګر او لارښود دی.
د قيادت هغه دقيق او واقعي رمزونه چې اسلام او پياوړي ايمان بشريت ته ور ښودلي دي، نن ورځ پرديو له موږ څخه غلا کړي، پر هغو يې خپل تعريفونه او سمبولونه ور ټومبلي او نن ورځ د همغو رمزونو په وسيله پر نړۍ حکومت کوي، هماغه رمزونه له موږ څخه د موږ او ځان په وسيله سلبوي او ځان ته يې تثبيتوي او په همدې توګه يې په نړۍ خپل قيادت ته دوام ورکړی. يو له دې رمزونو څخه چې د بشريت قيادت پرې ترلاسه کېږي؛ هغه د بيان او فکر آزادي ده چې د اسلام مبارک دين د هغې بنسټ ايښودونکی او بيرق لوړوونکی دی، خو له بده مرغه چې لکه زموږ د هېواد پياز او کچالو او داسې نور مادي ارزښتونه چې د نورو هېوادونو له لوري په ډېره آرزانه بيعه راڅخه اخيستل کېږي، د هغوی په يخو خونو او بټيو کې ساتل کېږي او پخېږي، بيا بېرته پر موږ باندې د څه مودې په تېرېدو سره په لوړ قېمت خرڅول کېږي، همدغسې موږ د خپلو معنوي ارزښتونو لپاره هم هغه علمي او فکري بټۍ نه دي فعالې کړي چې هغه ارزښتونه د عصر او زمان له غوښتنو، پوښتنو او اړتياوو سره سم پاخه، پروسس او عامه ذهنيتونو ته خواږه کړو، بيا ټوله نړۍ د خپلو پخو او خوږو ارزښتونو په لور را متمايله او د اسلام د متمدن دين قيادت پرې تثبيت او ښه تمثيل کړو. واقعاً د ټولنې دغې تشې ته ډېره پاملرنه په کار ده، که چېرې په اسلامي ټولنه کې علمي- څېړنيز مراکز، رسنۍ، مبتکر فکرونه، مکاتب، مدارس، پوهنتونونه، مساجد، مسلکي او تخصصي مرکزونه، حرفوي او فکري اتحاديې، ټولنيز او فرهنګي انجمنونه، علمي-څېړنيز کنفرانسونه، سيمينارونه، مرکې، علمي مناظرې او علمي شخصيتونه، د کورنيو مشران، ميندې او پلرونه، واړه او لويان او ټول وګړي د بيان آزادۍ په نظر کې نيولو سره د علمي-فکري پرمختيا په لور را وهڅول شي او وړتياوې يې په فعاليت راوستل شي، نو پایله به يې دا وي چې په ټولنه کې علمي بټۍ په فعاليت راځي او د دې بټۍ توليد به دا وي چې په نړۍ باندې علمي او مادي قيادت اسلامي نظام ته په واک کې ورکوي او د ټولې نړۍ د احتياج سترګې، فکرونه او لاسونه د اسلامي نظام په لور را اوړي. پاک رب څخه غواړم چې دغه هدف مې رسولی وي «فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الْأَبْصَارِ»(الحشر:۲) نو عبرت واخلئ، اې د سترګو خاوندانو!
درېيمه نکته دا ده چې د تاريخ په اوږدو کې هغو نظامونو چې د بيان آزادۍ حق يې خوندي کړی او د خپلو خلکو نظرياتو ته يې د قدر په سترګه کتلي د هغوی تاريخ په ځلانده کرښو ليکل شوی دی، د عالمانو، علم، فرهنګ، تمدن او پرمختګ ځلانده دورې معرفي شوي دي، لکه د سلطان محمود غزنوي دوره چې د سترو پوهانو او اسلامي فرهنګ د تمدن دوره ګڼل کېږي، خو هغو نظامونو چې د بيان آزادۍ حق يې سلب کړی، لکه د امير عبدالرحمن خان د دورې په څېر د تورې دورې نوم ورکول شوی او ملت ته د کرکې او ننګ لکه جوړه شوې ده.
څلورمه نکته دا چې د تاريخ په اوږدو کې تل يا غلام او ګوډاګي نظامونه او يا ډېر کمزوري، کم علمه او کم تجربه نظامونه د بيان آزادۍ او رسنيو مخنيوی کوي، د خپلو خلکو او پوهانو له نظرياتو او نيوکو څخه د وېرې احساس کوي، خو په علم او تجربه سنبال او خپلواک نظامونه تل د بيان آزادۍ څخه په ګټنه خپلې کورنۍ او بهرنۍ ستراتېژۍ، پاليسۍ او تګلارې جوړوي چې د هغو په رڼا کې خپل کورنی او بهرنی واک او ځواک غښتلی او دوامداره کوي.
پنځمه نکته دا ده چې د بيان آزادي او پرېمانه رسنۍ او نيوکې د نظام او ملت علمي کچه لوړوي، د زور او جهل پر ځای علم او معقوليت حکومت کوي، علم، استدلال، عقل، منطق، اقناع، قناعت، افهام، تفهيم، لوړ اخلاق، لوړ فهم، صبر، زغم او داسې نور ارزښتونه او غوره خويونه په کې وده کوي، د ټولنې علمي او فرهنګي کچه لوړېږي، هر څوک د خپلې پوهې، تجربې، تخصص، کار او خدمت په نتيجه کې لوړتيا او شهرت پيدا کوي، په ټولنه کې هر اړخيز پرمختګ ته لاره هوارېږي او ټولنه د دې مبارک آيت غوره مصداق ګرځي چې «ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَن»(النحل:۱۲۵) يعنې په حکمت او نېکه وينا سره د خپل رب لارې ته بلنه وکړه او په غوره اخلاقو مناقشه ورسره وکړه. په داسې حال کې چې د بيان آزادۍ او آزادو رسنيو په نه شتون کې ياد شوي ارزښتونه، غوره اوصاف، پرمختګونه او د ځينې قرآني آيتونو عملي مصداقونه سقوط کوي او پر ځای يې زور، ظلم، جبر او جهالت حاکم ګرځول کېږي، هېڅوک به هم د دې کوښښ نه کوي او يا به يې نه شي کولی چې يو چا ته د ښه استدلال او اقناع لپاره يو څو کتابونه واخلي او مطالعه وکړي، يا خپله علمي کچه لوړه کړي او د خپلې پوهې، مطالعې، تجربې او تخصص پر وسيله مقابل لوري ته قناعت ورکړي، بلکې هر يو به د زور، ظلم، قدرت، څوکۍ او زورواکۍ په لور حريصانه او متملق کوښښ کوي، ترڅو خپل مزاج او نظر پر خلکو او له مسايلو څخه خپل تفسير حتی پر ديني نصوصو باندې هم ور تحميل کړي. په دغه ډول زور واکې او استبدادي فضا کې له ټولنې څخه د «إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ أَمَرَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ»(يوسف:۴۰) مصداقونه له منځه ځي او په اوامرو کې د بنده تابعداري په جاهلانه، ظالمانه او استبدادي توګه ظهور او رشد کوي چې داسې يو حالت په ټولنه کې د هر ډول معنوي او مادي ودې او پرمختګ مانع ګرځي او په عامه ذهنيت کې د اسلامي نظام فکر حتی تر څو پېړيو پورې خاموشولای شي چې بېرته احياء يې يو ستر پياوړی مجدد او دوامداره علمي-فکري-عملی کار غواړي.
او وروستۍ نکته دا چې پخوانيو زمانو کې د الله تعالی له لوري د بشريت د لارښوونو او هغوی ته د پيغامونو رسولو په موخه ډېر زيات پيغمبران رالېږل کېدل، دا ځکه چې هلته د پيغامونو او معلوماتو د تخزين او انتقال وسايل محدود وو، خو اخرالزمان کې د ټولې نړۍ لپاره تر قيامته پورې يواځې يو پيغمبر محمد مصطفی -صلی الله عليه وسلم- د بشريت د هدايت لپاره را استول شوی دی، دا ځکه چې الله متعال په خپل ازلي او ابدي علم کې په دې ښه عليم او خبير ؤ چې د معلوماتو، لارښوونو او احکامو د تخزين او انتقال لپاره به داسې وسايل او رسنۍ منځته راشي چې بشري ټولنه به ديو نړيوال ورغوي په څېر سره ونښلوي او چا ته به دا حجت په ورځ د قيامت نه پاتې کېږي چې الهي پيغام ورته نه و رسېدلی. له دې څخه څرګندېږي چې له هر چا نه زيات د ارتباطاتو دغه اوسنۍ رسنۍ او ټکنالوژي مسلمانانو ته د اسلامي دعوت رسولو، امر بالمعروف او نهي عن المنکر لپاره اړينه ده چې د «بَلِّغُوا عَنِّي وَلَوْ آيَةً»(متفق علیه) نبوي أمر ښه پر ځای شي، سترې علمي او نشراتي پانګې او د بشريت د فکري او مادي قيادت رمز يا کيلي هم د مسلمانانو په واک کې وي او د اسلامي نظام په ټينګښت کې رسنۍ او د بيان آزادي خپل رول غښتلی وساتي.
«وَمَا عَلَيْنَا إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِين»
«وَاللَّهُ عَلَى مَا نَقُولُ وَكِيلٌ»