معماری
خانه / ادب و هنر / د ژورنالیزم په ډګر کې د ټولنیزې ویښتابه مخکښ

د ژورنالیزم په ډګر کې د ټولنیزې ویښتابه مخکښ

محترم څارنوال رضوان محمد ګهیځ که څه هم د شهید منهاج الدین ګهیځ له کورنۍ سره کومه د وینې یا نسبي اړیکه نه لري، خو له شهید ګهیځ سره يې اوږده موده انډیوالي او ملګرتیا کړې او د مبارزې په لوړو ژورو کې د هغه پر ملتیا اوس هم ویاړي. د ګهیځ جریدې د هغه وخت په کلیکسیونونو کې د هغه ګڼې لیکنې او ژباړې خپرې شوې دي، د ګهیځ اونیزې او شهید منهاج الدین ګهیځ د ژوند او مبارزې په اړه د محترم څارنوال صاحب لیکنه د هغه عصر یو ژوندی تاریخ زمونږ مخې ته ږدي چې له نوموړي څخه په مننې یې دلته خپروو. «د گهیځ ټولنې اداره»

 

رضوان محمد ګهیځ څوک دی؟

زه رضوان محمد د سید محمد زوی (۷۳) کاله پخوا د ننګرهار ولایت د کوټ مِتْرَانُو په کلي کې پیدا شوی یم، کوټوال ټول سخیان او مېلمه پال خلک دي. مونږ بیا د تر ټولو زیات سخي او د ساده ژوند خاوند، د فاروق او سخي د پلار په یوه ځانګړی کور کښې همسایه ګان وو.

پلار مې هلته په ابتدایه ښوونځي کې استاد ؤ، او هم تر رسمي وخت وروسته به یې د تدریس تر څنګ د درزیتوب (خیاطۍ) دنده تر سره کوله؛ مونږ په لرې پراته برکلي کې په آرامه ژوند درلود او دا چې خلکو سره هغه وخت نغدې روپۍ نه وې نو پلار به مې یوه جوړه جامې په یو من غنمو ګنډلې، له همدې امله زمونږ کره تر ټولو زیات غنم وو، نیکه مې د هند او کابل ترمنځ د پنځه اوښانو په ذریعه تجارت درلود او تر مرګ وروسته د مَزِیْنِې ننګریزانو په کلي کې خښ شوی، کله چې به زه له خپل پلار سره مَزِیْنِې ته ولاړم نو هغه به د خپل پلار قبر ته هم بوتلم او ویل به یې چې دا مې د پلار قبر دی، په خپله به یې هم له نژدې دوعاوې ورته وکړې او ما ته به یې هم ورته د دعا کړلو توصیه کوله، په یاد مې شي چې زه لا د دوهم ټولګي شاګرد وم چې د قرآنکریم د لوست په څنګ مې پلار راته ګلستان، بوستان، یوسف زلیخا کتابونه راوړي وو او هغه مې له خپلې مشرې خور سره لوستل چې هغې هغه مهال په خپله د «مُنیې» په نوم د فقهې کتاب هم لوستلی ؤ.

زه هغه وخت دومره کوچنی وم چې پلار به مې په خپل تخرګ کې ونیولم او د خپلې خیاطۍ د ماشین تر څنګ به یې کښېنولم، مونږ د لرګي یو صندوق درلود، نجارانو ښکلي ګلان پرې جوړکړې وو او دا هغه وخت د واده د ناوې لپاره یو بهترین سوغات ګڼل کېده یعني ښه تحفه وه.

پلار به مې زه صندوق ته ور پورته کړم او هغه به هم خیاطي کوله او هم به یې مونږ ته درس راکولو، یوه ورځ مې پلار د نارنجي رخت څخه راته نوې داسې جامې جوړې کړې چې شاته یې دوه مزي درلودل. کله چې به مزي کش شول جامې به ټیټې شوې، له کوره به راووتلم داسې فکر مې کولو چې زه د کوم ملک د یوه غټ سړي زوی یم.

یوه ورځ د ښوونځي په تفریح کې کور ته راغلم، مور مې تنور اچولی ؤ، لومړنۍ غټه سره ډوډۍ مې په لمن کې واچوله او بېرته په ځغاسته ښوونځي ته ولاړم، د تفریح وخت لا پاتې ؤ چې ما دا ډوډۍ کپ کپ کړه او په خپلو همصنفیانو مې ووېشله، هغه وخت د خلکو اقتصادي وضیعت ورو ورو وده کوله، بارانونه او اوبه به هم ډېرې وې، غلې دانې هم پریمانه وې، خو د تمدن نه شتون او د اقتصادي مشکلاتو له کبله بیا هم د جوارو د اوړو سوکړک د عام ولس خوراک ؤ. د ډوډۍ خوراک او هغه هم چې سړی وږی او ډوډۍ هم ګرمه وي، په رښتیا هم په زړه پورې خبره ښکاریده، ځکه نو ټولو همصنفیانو راته په تعجب کتل او سوچ یې کولو چې د دوی په کور کې د غنمو ډوډۍ پیداکېږی!!

د یادولو وړ ده دا چې مونږ د بابر جان کاکا همسایه ګان وو، نوموړی د خپل وخت د ښه جایداد خاوند ؤ او هغه به فخر کولو چې یو دیني عالم، معلم، خیاط او مسافر ته یې یو کوچنی کور له کرایې پرته په اختیار کې ورکړی او پکې د همسایه په شکل ژوند کوي، هغه له مونږ سره ډېر نېک سلوک درلود، پښتانه په عام شکل همسایه د خپل کور شریک ګڼي، هغه هم په هر څه کې زمونږ برخه کوله، حتی کله چې به د مني موسم راغی، نو زما پلار به یې خپل د ونو بڼونو او دیرو ته بوتلو او ورته به یې ویل دا ونه او دا ونې ستا شوې، د ژمي لپاره به یې ووهې او دا یوه د مسجد.

الله -جل جلاله- دې پر هغو ټولو مسلمانانو ورحمېږی، دا هم د یادولو وړ ده چې د عام ولس دوه ډوله لباس وو یو قسم هغه ؤ چې تقریبا د یوه متر په اندازه پلن ؤ او له نخي تار څخه جوړ شوی ؤ، چې له بهر څخه راتلو، دوهم قسم لباس او پوشاک چې په هر کلي کې عام ؤ، ښځو به د سنیو له تار څخه جوړولو او له مالوچو به یې د ژمي په اوږدو شپو کې به یې د شپې او یا د ورځې له خوا اوبدلو او بیا به یې د کلي جولا ته د رخت جوړولو لپاره ورکولو.

د دې رخت عرض به دېرش یا پنځه دیرش سانتې ؤ چې لدې څخه به یې د اخترونو ښکلی ارت لباس، دسترخوانونه او بړستنې جوړولې، کله چې تمدن پرمختګ وکړ د «چیټ» په نامه رخت څخه به یې توشکونه او بړستنې جوړولې. خو دا باید په یاد ولرو چې د ډېرو مالداره او حتی دولتي مامورینو په کورونو کې هم چا د بړستنو شیټ نه درلود او اوس هم ۸۰ سلنه خلک بړستنو ته شیټونه چې د روغتیایي اړخه ډېر ضرورت دی، نه لري.

 

په خپل پلرني کلي کې:

خپل وطن حصارشاهي ته بېرته راغلو او هغه کور ته چې نسبتاً ارت او لوی ؤ او د خپل پټي په لاره کې مو پروت ؤ، پلار مې د کلي ماشومانو ته تدریس کاوه او د خپلې خیاطۍ د دوکان لپاره یې هم شاګردان درلودل، تر څنګ یې په دوکان کې قرطاسیه او د مکتب کتابونه هم خرڅول، د کابل په مطبعه کې به مو د کتابو څخه د پرې شویو او پاتې شويو روسي اعلی کاغذ څخه کتابچې جوړولې او د مکتب کتابونه به مو هم له کابله راوړل او لدې مدرک څخه مو خپل عادي ژوند تر سره کولو.

پداسې حال کې چې پلار مې اطرافي او کلیوالي زده کړې تر سره کړې وې خو په تجوید او میراث کې ډېر ممتاز ؤ، همدارنګه د فقهي کتابونه یې تر یوې اندازې لوستي وو او د شپې له خوا به یې مطالعه کول، د تعجب خبره دا ده چې مونږ به د اوړي په رخصتیو کې د سلطان مسجد ته تلو او راتلو او د مسجد په دالان کې به مو د اووم او اتم ټولګیو ریاضي د هغه وخت له یوه اطرافی دیني عالم څخه زده کوله، اوس که وګورو دیني عالم ته ګوره او ریاضي ته ګوره؟ که څوک هڅه وکړي نو ان شاءالله هر څه بیا مومي.

زه لا د نهم ټولکي شاګرد وم چې په غالب ګومان د قریب الرحمن سعید صاحب، شاکر یا له بل کوم کس سره د هزار ناو کلي جامع مسجد ته د جمعې لمانځه ادا کولو لپاره ولاړو، په هغه وخت کې هزار ناو د دې کبله د وړوکي مسکو په نامه یادیده چې کمونیستان او ملحدین پکي ډېر وو، او ډېر خلک د علماوو د اوږده خوب له کبله د الله -جل جلاله- نه منکرین ګرځیدلي وو.

په مسجد کې مو دا خبرې وکړې چې کمونیستان او ملحدین پیدا شوي اولادونه مو درنه کافران کوي، خو څرنګه چې هماغه وخت د یو شمېر کسانو اولادونه بې دینه شوي وو، دا خبرې پرې ښې ونه لږیدې او آواز یې وکړ چې د لمانځه او اوداسه خبرې وکړئ او دا نورې خبرې پرېږدئ، خو موږ ورته وویل چې د مسجد امام او نور علماء شته چې دا خبرې درته وکړي، موږ له ډېر لرې راغلي یو، هدف مو اسلامي ټولنې ته اسلامي بنیادي فکر رسول دي.

کله چې د جماعت لمونځ خلاص شو، هېچا د یوه چای دعوت هم رانه کړ، د سړک پر لور روان وو چې میر سمیع الحق صاحب له شا آوازونه وکړل، مونږ ته یې وویل چې هغه وخت ما ځکه څه نه ویل چې بیا به خلک وایي چې دا پنج پیریان دي، ستاسې ډېرې ښې خبرې وې او اوس به ډوډۍ ضرور خورئ…! پدې توګه مونږ له هغه سره ډوډۍ وخوړله او بیا رخصت شوو.

 

 

 

 

د مربیانو «روزونکو» کمبود:

هغه مهمه نقطه چې زه هم اوس او هم هغه وخت ورته متوجه وم، هغه دا وه چې موږ خلکو ته د اسلام د مبارک دین د واقعي څېرې د ورپېژندنې لپاره بهترین مربیان نه درلودل او آن اوس هم د هغوی له کمبود سره مخ یو، د دې مسألې د حل یوه بهترینه لاره زما په عقیده دا ده چې د ملک یو شمېر هغه متمولین چې د الله څخه وېره لري، پدې کار کې کمه برخه واخلي، لومړی دې یو اسلامي مرکز، اسلامي کتابخانه او په ټولو عصري فکري وسایلو مجهز یو قوي مرکز په وطن کې پرانیزي او بهترین فکري استادان چې دا مرکز یې مصارف په غاړه واخلي را ټول او یوه کوچنۍ فکري اکاډمي چې د هر ولایت افراد پکې وي جوړه او خلکو ته روزنه ورکړي، ځکه دا د مدرسو په زرهاو لښکر چې د اسلام په عمق پوه نه وي په درد نه خوري.

 

د امام ابوحنیفه په مدرسه کې شاملېدل:

په ۱۳۴۳ لمریز کال د ابو حنیفه په مدرسه کې چې د کابل په بګراميو کې وه، شامل شوم. دا هغه وخت ؤ چې په پوهنتونو او لېسو کې روسي او چینایي کمونیزم او آلماني نشیلیزم نوې رېښې زغلولې – د مدرسې یو فکري استاد د وردګو دیني عالم مولوي عبدالرب احدي ؤ، الله -جل جلاله- دې ورته جنتونه ورکړي؛ نوموړي زمونږ په فکري روزنه کې ډېره برخه درلوده او کله چې یوولسم ټولګي ته بریالي شوو نو د لغمان مولوي صاحب حبیب الرحمن چې یو ستر اخواني او اسلامي فکر خاوند ؤ، زمونږ په مدرسه کې استاد شو.

نوموړی چې د نجم الدین اخند زاده له مدرسې فارغ شوی او د اسلامي تحریک غړی ؤ، په شاګردانو کې یې ستر فکري تحول راووست، پاتې دې نه وي چې مصري ږیره خریلي استادانو هم په فکري انقلاب کې ښه برخه درلوده، تل به یې په عملي برخه کې ماته په کتابچو کې لیکل چې «الی الامام یا رضوان»

(یعنې مخ په وړاندې ځه رضوان الله) او سخت به یې تشویقولم.

مدرسې ته به ځیني نورو خلکو هم د کمونیستي فکر کتابونه راوړل، خو دوه تنه د لغمان چې یو د اسماعیل په نوم د یو پیر زوی ؤ او بل قاضي ملنګ چې په یوه سترګه ړوند ؤ او خلکو به ورته دجال ویل، دا ډول کتابونه ډېر راوړل او خپرول به یې، د خواجه په نامه د اسماعیل یو د ترور زوی به تل هغه ته ویل چې: «ای بچه پیر، تو خو بچه پیر هستی تو چرا این کاره می کنی؟» او ده به ځواب کې ورته ویل: «برو خرافاتی، حال زمانه و عصر نو تقاضای تحول فکری جدید را می کند»، په هر صورت الله -جل جلاله- دې وکړي چې الله -جل جلاله- پرې رحمېدلی وي او د ټولو آخره خاتمه ښه او اسلام ته اوښتي وي.

 

له ابو حنیفه مدرسې د عبدالرحیم نیازي مؤقت اخراج:

یوه ورځ په ابوحنیفه مدرسه کې له عبدالرحیم نیازي صاحب سره چې د حزب اسلامي بنسټ اېښودونکی ؤ، یو شمېر کمونیستي کتابونه ونیول شول، مولوي صاحب حبیب الرحمن او مولوي صاحب عبدالرب احدي د استادانو په مجلس کې له مدرسې څخه د نیازي صاحب د ویستلو غوښتنه درلوده، خو د مدرسې آمر چې محراب الدین نومېده، فیصله وکړه چې نیازی صاحب باید را وغوښتل شي تر څو معلومه شي چې دا کار یې ولې کړی؟ همداسې وشول، نیازي صاحب ځواب ور کړ چې استادانو تاسو د کمونیزم د فکر په تردید او ابطال کې تر هغه استدلال نشئ کولای چې تر څو مو د مقابل لوري کتابونه نه وي لوستي او دا چې دوی د الله -جل جلاله- څخه د انکار څه دلایل لري، دا یو ځل ولولئ او بیا په مستدله توګه خپل رد پرې وکړئ.که څه هم په منطقي لحاظ د عبدالرحیم نیازي دلایل سم وو، خو بیا هم شل ورځې له مدرسې اخراج شو او کله چې فارغ او پوهنتون ته بریالی شو، نو د دې ستر انسان خبره بیا ښه جوته شوه.

عبدالرحیم نیازی په رښتیا هم یو ستر عالم او د استدلال ښه قوه الله پاک ورکړې وه چا یې مقابله نه شوی کولای. په هماغه دوران کې یوه ورځ نجیب ګاو ته چې بیا د کمونیستانو په وخت کې د خاد ادارې مشر او وروسته رییس جمهور شو او د زرګونو مسلمانانو د قاتل په نامه یادېږي، چا وویل چې تا خو تر اوسه ډېرې ښې عجیبې او له دبدبې نه ډکې ویناوې کولې اوس ولې چپ شوې او وینا نه کوې!؟

هغه په ځواب کې وویل چې له کله نه عبدالرحیم نیازی پوهنتون ته داخل شوی ویناوې یې موږ او حتی نړیوالو کمونیستانو ته چلنج ورکوي او تاسو ګورئ چې آواز یې هم لوړ او خوله یې هم خلاصه ده، دی چې وینا شروع کړي زه وایم لکه ما چې خوري، د ده د خولې رعب پر ما پروت دی او ما وینا ته نه پرېږدي.

 

له ګهیځ جریدې سره زما اشنایي:

په همدې کال زه د اسلامي او غیر اسلامي دولتي او غیر دولتي اخبارورنو؛ لکه: اصلاح، انیس، هېواد، خلق، پرچم، شعله جاوید، افغان ملت، ترجمان، ګهیځ، د کابل مجله، د وزارت اوقاف او ځینو نورو مجلاتو سره اشنا شوم، په رښتیا چې د «ګهیځ» اخبار چې د شهید منهاج الدین ګهیځ له خوا خپرېدو، بهترین نړیوال اسلامي دریځ او موقف یې درلود، له اخبار او هم د مؤسس او لیکوال سره چې اشنا شوم د ګهیځ دفتر ته به ډېر ورتلم، د اخبار په خرڅولو کې به مې ورسره ډېره ونډه اخیسته، کله کله به مي په مستعارو نومونو باندې مضامین هم ورکول.

ګهیځ اونيزې د مرحوم مولوي خالص، عشرتي صاحب، د لغمان خادم صاحب او ځینې نورو غوندې لیکوالان درلودل او ټولو په وړیا ډول ورسره کار کولو، د ګهیځ جریدې ستره برخه مضامین عشرتي صاحب لیکل، په مالي برخه کې یې ډېر ملاتړ ذوالفقار غفوري صاحب کولو او دا دوه تنه هر یوه انجنیر صاحب احمدشاه احمدزی چې هغه وخت د زراعت وزارت مأمور او ذوالفقار غفوري صاحب چې په کومه مؤسسه کې ېې کار کولو، دوی دواړو به ډېر همت کولو.

د اسلام پالو هرې مظاهرې ته به د یوه لنډ سوټي او کوتک سره راتلل، پدې اراده چې که چېرې د کمونیستانو او مخالفینو سره کومه شخړه وشي، نو دوی به ورته مخکې له مخکې آماده وي.

دا زمونږ د ولس هغه لومړنی جهاد ؤ چې تر وروستي وسله وال جهاد څو څو ځلې غوره ؤ، سره لدې چې په داخل کې ذهنیتونه آماده نه وو، په خپله د افغانستان په حکومت، چین، روس، نورو بهرنيو هېوادونو؛ لکه: ایران او پاکستان او ټوله نړۍ کې سوسیالستي او کمونیستي تحریکونه د مخالفینو تر شا په مادي او معنوي قوت سره ولاړ وو.

د افغانستان په داخل کې د ګوتو په شمار له څو ملایانو نه پرته نور ټول د فیل په غوږ کې ویده وو، تا به ویل چې له دېوال سره خبرې کوې؛ خپلو مینځونو کې د «ضواد» او «دواد» او همدارنگه په تشهد کې ګوته پورته کول روا دي او که ناروا؟ په جنازه کې حلقې جوړول روا او که ناروا دي؟ پدې او ورته نورو مسایلو باندې سره اخته وو چې په هېڅ صورت د امت په درد نه لګېدل، خلک د علم او اسلامي تمدن له روح څخه ناخبره وو او دا تر ټولو ستر مشکل ؤ.

د پوهنتون مسلمان شاګردان به د جمعې لمانځه لپاره د کابل پوهنتون تر شاه کوڅو کې د یوه دیني عالم جومات ته چې آغا صاحب، آغاصاحب به یې ورته ویل، ورتلل. هغه به په رښتیا هم په خطبه کې د نړیوال کفر د رېښو خپرولو، د کمونیزم او الحاد په ضد خبرې کولې.

دا یوازینی جومات ؤ چې خلکو ته یې یوه اسلامې انګیزه او فکر ورکولو، ځکه به ټول ځوان قشر همدې مسجد ته ورتلل او همدا یو بهترین فکري روزنتون وو (الحمدالله چې هغه وخت د شعایرالله د بې حرمتۍ او پر ملا او مسجد کې د بم الوزولو او داسې نورو کارونو تصور هم چا نشو کولای.)

په پېښور کې یو وخت مولوی صاحب خالص مرحوم د «التقوی» په نوم لېسې ته چې د هجرت په چاپېریال کې د مهاجرینو لیسه وه او زما له خوا اداره کېده، راغلی ؤ.

الله تعالی دې مولوي صیب وبښي، د ښوونځي په دغه غونډه کې یې وویل چې: «هغه وخت د اسلامي اخبارونو خرڅول او بازار ته را ایستل ډېر سخت کار ؤ او اکثره به اخبار خرڅونکي له اخ او ډب سره مخ کېدل، خو څارنوال رضوان محمد د ګهیځ اخبار په خرڅولو کې تر ما مخکې ؤ».

طبعاً مولوي صاحب یو مشر، عالم، شاعر او ادیب او مونږ کشران وو هغه به مو دې کارته نه پرېښود، خو دښمن د مسلمانانو له خوا د دغه وړوکې هڅې تحمل او زغم هم نه درلود، کمونیستان په دولت، پولیسو، لېسو او ټولو تعلیمي ادارو کې منظم وو.

 

 د سناتور عبدالهادي داوي مالي مرسته:

د ګهیځ اخبار مالي ملاتړ به ځیني نورو عقیدوي مسلمانانو هم کولو، خو زه به کله ناکله عبدالهادي داوي کور ته چې هغه وخت د مشرانو جرګې (د سناتورانو د جرګي) ريیس ؤ او تر دې وړاندې یې په ملي او اسلامي مسایلو زندان هم تېر کړی ؤ، په سهار کې ورغلم.

هغه یو عجیب انسان ؤ، د سهار له خوا به پر تلاوت سربېره د خپل کور په حجره کې، د ولسي خلکو د ستونزو اورېدو لپاره ناست او د هغوی سره به یې د ساده چای او ډوډۍ په خوړلو سره احکام ورکول، مسایل به یې حلول او ځان یې د ولس حقیقي خدمتګار ګڼلو.

زه به هم په همدې ځای کې غلی ناست وم، کله چې به یې پر ما سترګې ولګیدې ډېر زر به یې د خلکو کارونه خلاص او هغوی به یې رخصت کړل، زه به یې خواته نږدې وغوښتم، د ګهیځ اخبار د چاپ، تیراژ او د دفتر پر مالي ستونزو سر بېره به یې د پوهنتون په ځوانانو کې د اسلامي فکر د خپرېدو او داسې نورو مسایلو په اړه پوښتنه کوله، که به مسایل، مثبت وو نو سخت به خوشحاله کېده او جیب ته به یې لاس کړ درې زره افغانۍ به یې راکړې سپارښتنه به یې وکړه چې ډېر زریې جیب ته واچوه او ما به بیا هغه امانت ګهیځ صاحب ته راورساوه.

 

ګهیځ او مولوي قلم الدین:

زه په ۱۳۴۳ کې د مدرسې شاګرد وم، ګهیځ صاحب دا خبره درک کړې وه چې يوازې هغه ویښ دیني عالم چې د مسلمانانو په رنځونو او علاج یې ښه پوهېږي مولوي صاحب قلم الدین د تبلیغي جماعت مشر ؤ، نوموړي هغه وخت د کابل په شاه شهید مېنه کې په یوه جامع مسجد کې امامت کولو، دغه دیني عالم په خپل مسجد کې د اسلامي فکري دعوت خپرولو، نوموړي د یوه کنفرانس د جوړولو په اړه د ګهیځ صاحب غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړ.

هماغه ؤ چې د ځوانانو او علماوو ښکلی کنفرانس جوړ او مولوي خالص، ذوالفقار غفوري صاحب فکر کوم مرحوم انجنیر احمدشاه احمدزی هم ؤ پکې خبرې وکړې، په آخر کې یوه تن دیني عالم ډېرې تېزې خبرې او پر حکومت یې زیاتې نیوکې شروع کړې، څرنګه چې دا لومړنی کنفرانس ؤ، نو د دې لپاره چې په نطفه کې خنثی نشي، په خپله ګهیځ صاحب پاڅید د لوډ سپیکر آواز یې بند کړ او د میزونو په ټولولو یې شروع وکړه.

دا هغه وخت ؤ چې قلم الدین مولوي صاحب د مرحوم مولانا مودودي او نورو بې شمېره علماوو علمي کتابونه کابل ته راوړي او د همدې مسجد په یوه اړخ کې یې یوه کتابخانه جوړه کړې وه چې خلک یې وړیا مطالعې ته جذبول.

 

ګهیځ جریده څه ډول پیل شوه؟

د ګهیځ صاحب څخه یوه ورځ چا وپوښتل چې دا دعوت دې ولې او څرنګه شروع کړ؟ ځواب یې ورکړ چې زما پلار د زون په سطحه دولتي مشر او زه صرف د دارالمعلمین فارغ عیاش اولا ابالي( بې پرواه) انسان وم، له دیني مسایلو سره مې ډېره مینه نه وه، پدې منځ کې زه ناروغه او د اندرا ګاندي په روغتون کې چې نوی جوړ شوی ؤ بستر شوم، یوازې «ډسپرین» ټابلیت یې سهار، غرمه او ماښام راته شروع کړل، زه په غوسه شوم، جامې مې بدلې کړې او کله چې ډاکتران د غرمې ډوډۍ ته ناست وو، د خپلې مریضۍ له دوسیې سره ورغلم او په تونده لهجه مې ترې وپوښتل چې تاسو دې مریض ته یوازې «ډسپرین» ورکوئ دا خو په کور کې هم خوړلی شي! ډاکترانو وویل چې ته د مریض څه کېږې؟ ما ورته وویل چې خپلوان یې یم! نو ډاکترانو وویل چې تا ته به حال ووایو خو مریض خبر نه کړې! حال دا ؤ چې د مریض یوه ګرده له موره نه ده پیدا او دا بله یې دومره خطر ناکه مریضه ده چې که ګوتې وروړو ختمه ده، مریض به یوه یا دوه ورځې نور ژوندی وي نور ختم دی.

همدا وو چې دوسیه مې له ځان سره راواخیسته او کور ته راغلم، غسل مې وکړ، جامې مې بدلې کړې او الله ته په ژړا شوم، یوه یوه سجده مې تقریباً پنځلس پنځلس دقیقې اوږده وه او بیا مې له الله سره تعهد وکړ چې که یوه ثانیه هم ژوندی وم یا ډېره موده، خو نور ژوند به ستا په بنده ګۍ کې تېروم، پس له غرمې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته ولاړم، عریضه مې وکړه چې زه غواړم د «ګهیځ» په نامه اخبار وباسم، هماغه ؤ چې د اخبار خاوند شوم او فکر مې وکړ چې کله الله غوښتی وي بیا به زما روح قبضوي، خو دا دی، لا هم د ناروغۍ احساس نه لرم او الحمدالله هېڅ درد مې په بدن کې نشته.

 

ګهیځ او بې آلایشه ساده ژوند:

ګهیځ صاحب به تل له دفتر څخه خپل کور ته چې د چهاردهي ولسوالۍ سره جوخت (د اوسنۍ گذرگاه سیمه چې د کابل ښار په اوومه ناحیه پورې اړوند ده) کې ؤ په پښو تللو، یوه ورځ ور سره زه هم ولاړم، تش د کچالو خوراک یې کولو، او ویل به یې چې ماته د ښار له ښه خوراکونو هم د خپل کور خوراک ډېره مزه او خوند راکوي، او دا مې د صحت لپاره هم ښه دي.

د مازیګر د لمانځه لپاره یوه مسجد ته ولاړو چې د کابل دار العلوم د پخواني تعمیر ترڅنګ د پل باغ عمومي په سیمه کې واقع ؤ او مخ یې د عمومي سرک په لور ؤ، امام یې پښتون او په غالب ګومان د وردګو ؤ، کله یې چې سلام وګرځولو تر لمانځه وروسته دعا یې په عربي ژبه شروع کړه، خو پکې غلط شو او بند پاتې شو، بله دعا یې شروع کړه په هغې کې هم بند شو او په درېیمه کې چې کله بند شو، ګهیځ صاحب له شا صف نه پرې غږ وکړ چې «ملاصاحب په پښتو شروع وکړه، الله پاک په پښتو هم پوهېږي.»

 

د «اسلامي ټولنې» په نامه د ګوند تأسیس:

دقیق را څخه هېر دي خو فکر کوم چې په ۱۳۴۶ لمریز کال کې مو د یوې ډېرې دیندارې کورنۍ کې (د ذوالفقار غفوري د پلار انجنیر حبیب الله په کور کې) چې په کوټه سنګي کې ؤ او همالته یې یو دوکان هم درلود، دوه غونډې درلودې او په لومړنۍ غونډه کې د اسلامي ټولنې په نوم مو یو ګوند جوړکړ چې ذوالفقار غفوري صاحب، ګهیځ صیب، عشرتي صاحب، د غفوري صاحب پلار انجنیر حبیب الله، د کمکي په نامه یو کندهاری او فاروقي صاحب چې د کابل پوهنتون په آخر کې د زراعت وزارت سره نژدې یې کور ؤ، په دغه غونډه کې برخه درلوده.

په غونډه کې انتخابات وشول، فاروقي صاحب[۱] مو مشر و ټاکلو او بیعت ورسره وشو؛ خو په سبا یې داخله وزارت ته موضوع افشاه شوې وه، ګهیځ صاحب ډېر هوښیار ؤ او په همدې ورځ یې موضوع کشف کړه چې دا کار کمکي کړی، کمکی نه یوازې دا چې د دولت جاسوس ؤ، آن د دې جاسوسۍ لپاره یې خپله مېرمن هم د شرعیاتو په پوهنځي کې شامله کړې وه او د شرعیاتو د استادانو او شاګردانو احوال به یې د هغه وخت استخباراتو ته ورکولو.

څو کاله وروسته چې د ځوانانو تحریک یوه هسته جوړوله، شهید انجنیر صاحب حبیب الرحمن چې د یادې اسلامې ټولني غړی او د ګهیځ د اخبار له لیکوالوالانو او د دفتر مشاور ؤ، وویل که څه هم له ۱۳۴۶کال څخه زه د دې تحریک غړی یم خو اوس ځوانانو را څخه غوښتي چې د هغوی د هستې غړی شم، څه مشوره او هدایت راکوئ؟ نو ګهیځ صاحب وویل: «مسلمانان او بیا دا ځوانان زمونږ د تحریک غړي، زمونږ وروڼه او پر موږ دومره ګران دي چې دا هر ځوان ګورم غواړم زړه کې ځای ورکړم، هېڅ مشکل نه شته، ټوله یوه خبره ده اسلام ته کار هدف دی ورشه!» همدا ؤ چې بیا انجنیر صاحب حبیب الرحمن شهید د یوه بل تحریک سره هم ملګری شو.

 

 د چین سفارت له فرهنګي مسؤول سره لیدنه:

یوه ورځ مونږ د ګهیځ جریدې په دفتر کې ناست وو، یو خارجي تبعه راغی پوښتنه یې وکړه چې منهاج الدین ګهیځ څوک دی؟ کله چې ملګرو ګهیځ صاحب ورته معرفي کړ، د دوه په دوه او ګوښه ناستې غوښتنه یې وکړه، دوی د دفتر په یوه کوچنۍ کوټه کې کېناستل او لږ ساعت وروسته دواړه راووتل؛ ګهیځ صاحب مېلمه رخصت کړ او بیا یې مونږ ته کیسه وکړه چې: «دا سړی په کابل کې د چین د سفارت فرهنګي مسوول ؤ، ما ته یې د څو لکه روپیو چک راکولو وړاندیز وکړ، خو ما ورته وویل چې غریب خلک او سوالګر خو په بازار کې ډېر دي، دا چک په کومه خوشحالۍ مونږ ته راکوې؟ هغه راته وویل: دا چې ته یوازې په خپل اخبار کې په روسانو پسې لیکل کوې او پر مونږ باندې ډېر څه نه لیکې، ستا دا پالیسۍ زمونږ خوښېږي. خو ګهیځ صاحب ورته په ځواب کې ویلي و چې څرنګه چې تاسو اوس په اسلامي ملکونو کې ډېرې ګوتې نه وهئ، نو زه هم درسره ډېر کار نه لرم او دا کار په مفت ډول ترسره کوم، چک دې بېرته واخله، خو که کله هم تاسو پر اسلامې ملکونو د روسانو په څېر تجاوز وکړ یا مو هلته فکري او عملي مبارزه شروع کړه بیا به مو تاوان کړی وي او مونږ به بیا و نه درېږو، پدې توګه مې هغه چک بېرته ورته مسترد کړ.

 

خپلې کورنۍ ته د شهید منهاج الدین ګهیځ پیغام:

د شهید ګهیځ کورنۍ زامنو او لوڼو به هغه ته ویل چې پلاره دا د ځوانانو تحریک ستا سخت مخالفت کوي، آن ستا د کورنۍ غړیو ته بد بد نسبتونه کوي، خو ته په خپل اخبار کې د دوی غونډې، جلسې او مظاهرې په ډېر قوت سره خپروې او هغه خپل ګڼې، ده شهید به ځواب ورکړ: «یو شخصي خبرې وي او یو عمومي مصلحتونه، که دوی زما شخصیت ته کنځل کوي نو دا دی د هغوی لس چنده همدغه کنځلې زما له خوا؛ خو که خبره د اسلام او اسلامي دعوت او تحریک وي نو بیا خو ټول سره یو او یوځای یو او زه یې ضرور نشروم».

پاتې دې نه وي چې په ګهیځ اخبار کې یو بکس یا یوه زاویه خپرېده چې په هغې کې به د خارجي استخباراتو ډېر داسې مسایل چې آن د چا سوچ هم نه ؤ، خپرېدل. دا به پداسې بڼه ؤ چې ته به وایې چې زمونږ دفتر د معاش مقابل کې څه لیکنې او تمثالونه راته لیکي.

ګهیځ او د روسانو یرغل ته تیاري:

یوه ورځ ګهیځ صاحب مرحوم مولوي خالص ته وویل چې دا اخبار ته چلوه ستا د کور او د اخبار ټول مصارف زه درکوم خالص بابا ورته وویل چې ته به نو څه کوې؟ ده ورته وویل: ته ما څه کوې؟ خو زه ستا مصارف ان شاءالله درته پوره کوم.

خالص بابا وویل ترڅو چې ته راته حقیقت ونه وایې زه دا کار نه کوم، بالآخره ګهیځ صاحب وویل: «زه دوه درې کسان پیدا کوم او غرونو ته پورته کېږم، په هر ولایت کې هغه مالداران چې نیکان خلک دي په نښه کوم، د پاتې نورو کسانو درمند (درمن) سوزوم یا یې د زوی د پښو ترمنځ هوایي ډزې کوم، او همداسې بیا بل او بل ولایت ته ځم او هلته دا کار کوم، ځکه ما چې څومره معلومات راټول کړي روسان به هرومرو په حتمي توګه افغانستان ته داخلېږي خو دلته باید یو شمېر مسلمانان را ویښ او بیداره شي او پدې پوه شي چې زما دا درمند (درمن) ولې وسوزېد؟

ما خو له هېچا سره بد نه وو کړي او یا دا چې زما د زوی د پښو په منځ کې ولې ډزې وشوې؟ او بالآخره باید دا احساس ورسره پیدا شي چې یو ښه ټوپک او کار توس ځان ته پیداکړي او کله چې روسان افغانستان ته داخلېږی، نو د دوی هم باید مقابله وکړي او د سمرقند او بخارا په څیر مفته او هېڅ په هېڅ ورته تسلیم نه شي باید یو شمېر مسلمان افغانان خپل همت وښايي او قرباني ورکړي.»

خو مولوي خالص د ده د طرحي تر اورېدو وروسته ورته وویل: «ته فساد ته ورځې او بیا اخبار ما ته پرېږدې؟ زه دا کار نه کوم.»

 

 

په مطبوعاتو کې د دولت د مداخلې یوه بیلګه:

ټول اخبارونه حتی خلق او پرچم مکلف وو چې د اخترونو او د استقلال د جشن پر وخت، په لویو صفحو کې ظاهر شاه ته د اخبار د مؤسسانو او چلونکو له خوا یا د نورو بنسټونو له خوا د اعلان په بڼه د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړي او پدې کې د اخبار دفتر ته هم پوره ګټه وه، خو د ګهیځ اخبار د دغه اعلاناتو نشر ته حاضر نه ؤ. حکومت درې کاله ورته صبر وکړ، خو په څلورم کال استخباراتو ورته خبر ورکړ چې که سږ کال ستا په اخبار کې شاهي نظام او ظاهر شاه ته د اختر مبارکي نه وي نو خیر دې نشته او عاجله سزا به ووینې، هماغه ؤ چې اته صفحې اخبار یې چاپ کړ، د منځ په څلور صفحو کې مبارکېانې وې خو صفحې شماره نه درلوده او صرف اته اخبارونه یې هماغه دفترونو ته چې خطر ترې حس کېده، ورولېږل د نورو اخبارونو یې د منځ صفحې لرې او بیا یې خرڅلاو ته ورکړل، په عمومي ډول به زر دانې اخبار خرڅ او توزیع کېده خو اضافي اخبار به کله خرڅ او کله به پرې پاتې شو.

 

د ګهیځ شهادت او د خلکو خبرې:

ګهیځ صاحب ته څو څو ځلي اخطارونه هم ورکړل شوي وو، بالآخره د خپل کور په حجره کې د روسیي سفارت څخه په جیپ کې څوک راغلل او دی یې شهید کړ.

دا موضوع له ایران څخه خپرېدونکې «کیهان» ورځپاڼې هم د روسیې سفارت د هغه جاسوس له قوله لیکلې وه چې د پخواني شوروي د کا جي بي ادارې له خوا په نړۍ کې ترسره شوي ډېر بریدونه، وژنې او حالات یې افشاء او بالآخره یې په امریکا کې پناه واخیسته.

پدې ترڅ کې هغه مهمه خبره چې د ویلو وړ وه هغه دا وه چې ظاهر شاه له روسیې څخه دومره وېرېده چې خبره ورته ښه معلومه وه، ډزې اورېدل شوې وې، د ناحیې پولیس ګرځېدل، موټر تله او راتله هر څه یې درک کړي وو، خو نه څارنوالۍ او نه هم پولیسو، چا دا موضوع ونه څېړله.

د ګهیځ صاحب تر شهادت وروسته مولوي عبدالرب احدي او بیا عارف پیماني د ګهیځ د اخبار چلونکي او مسؤول مدیران شول، هغوی هم ښه تمثیل وکړ او اخبار یې ښه وچلولو، همدارنګه په خپله ګهیځ صاحب د عبدالسلیم فرقاني په نامه له یوه لیکوال څخه ډېر زیات متأثره ؤ او ویل به یې چې هر ډول موضوع د سر مقالي لپاره ورکړم په ډېر ښه انداز کې یې په لږ وخت کې ولیکي، پداسي حال کې چې دفتر له خلکو ډک وي خو دی خپلې موضوع ته متوجه او په حیرانوونکي ډول بهترینه سر مقاله ولیکي؛ پر ټولو دې الله رحم وکړي.

 

په افغانستان کې د اسلامي فکري کتابونو کمبود:

په افغانستان کې د فکري اسلامي کتابونو ډېر کمبود وو نو زما پلار چې ډېر ابتدایي کلیوال او د څو زره افغانیو یو تاجر ؤ کله ناکله به پېښور ته تلو او ځینی شیان او ځینی د کور رختونه او ځینی دینې کتابونو به یې له هغه ځایه راوړل، د شهید ګهیځ په هدایت یې یو شمېر فکري کتابونه؛ لکه: د مولانا مودودي صاحب، «د اسلام سیاسي نظام»، «په سمر قند او بخارا کې څه تېر شول؟» او داسې ځینې نور کتابونه یې چې په پښتو ژبه ژباړل شوي وو ورسره راوړل.

همدارنګه ځیني کتابونه به ګهیځ صاحب د چاپ لپاره هم موږ ته راکول او هلته (په پېښور کې) به مو چاپول او یو ځل یو شمېر کتابونه د پاکستان د جماعت اسلامي د مشر قاضي حسین احمد له خوا (چې هغه وخت لا د جماعت مشرۍ ته نه ؤ رسېدلی) په وړیا توګه راکړل شول او د ګهیځ صاحب په هدایت مو هر ولایت کې یو یو تن مسؤول و ټاکه او سل سل جلده دغه کتابونه مو د خرڅلاو لپاره په ډېر نازل قیمت ورکړل او د ګهیځ صاحب هدایت دا ؤ چې باید په علما وو باندې ووېشل شي آن که وړیا هم وي ترڅو علماء ویښ او بیداره شي.

مرحوم حاجی صاحب قدیر هم په جلال آباد ښار کې د کتابونو د خرڅلاو یوه غرفه درلوده او کتابچو او د مکتب کتابونو په ګډون مو د هغه وخت د دولس نیم زره افغانیو په ارزښت کتابونه د خرڅلاو لپاره ورکړل، بیا مو جنجال مولوي صاحب خالص ته هم ورسېد، مولوي صاحب خالص د شاهد غوښتنه وکړه حاجي صاحب دین محمد پرې شاهدي ورکړه، بیا حاجي صاحب مرحوم الله دې یې وبښي مولوی صاحب خالص ته ځواب راولېږه چې ښه یې راباندې دي خو نه یې ورکوم.

 

د شهید ګهیځ اړیکې او مېلمه پالنه:

زه د پوهنتون د دوهم ټولګي محصل وم چې د پاکستان د پېښور پوهنتون د حقوقو د پوهنځي د وروستي سمستر یو شمېر محصلین په ټور(چکر) افغانستان ته راغلي وو او په کابل هوټل کې یې ځای نیولی وو.

په دوی کې ځینې د پیپل گوند (د بوټو ګوند) ځینې یې د نشنل ګوند (د غفار خان او ولي خان ګوند)، ځینی یې آزاد او غیر سیاسي، خو ځینی یې د جمعیت طلبه (جماعت اسلامي) اړوند محصلین وو، د محمود په نامه یوه محصل چې وروسته بیا ایډو کېټ (وکیل) شو، د دوی مشري کوله. شهید منهاج الدین ګهیځ د دې لپاره چې ددې ځای د اسلامي ګوندونو اړیکي د هغه ځای له اسلامي تحریکونو سره ټينګې شي،‎ د جمعیت طلبه محصلینو په خاطر یې ټولو ته د ډوډۍ دعوت ورکړ، ماته یې پدې میلمستیا کې مسؤولیت راکړ چې: اول باید محمود په هوټل کې خبرکړم چې سبا ورځ دوی ټول په پغمان کې زمونږ مېلمانه دي، دوهم: دوه پسونه به په پیسو اخلم او په یوه کوچني موټر کې به یې د پغمان هغه ساحې ته رسوم چې دا میلمستیا پکې جوړېږي او هلته به د ناستي ځای جوړوم او له مېلمنو سره به مجلس کوم او عزت به یې کوم، د پخلي خدمت او هر څه د نورو په غاړه وو.

دا هغه ورځ وه چې د کابل ښار پل باغ عمومي ټول شنو بیرغونو نیولی وو، سخته لویه او عظیمه مظاهره وه او اسلامي تحریک داسې غوړېدلای ؤ چې دا سوچ هم نه کېده په دومره لږ وخت کې دې په زرهاو پیروان را ټول کړي، دا ځکه چې ملت خو مسلمان ؤ، کمونستانو صرف څو ځوانان او څو خورد ضابطان غولولي او د الله -جل جلاله- څخه یې منکر کړي وو.

حکومت هم وار خطا ؤ او پر داخله وزارت هم په غوسه ؤ چې د دې مسایلو مخه ولې نه نیسئ؟ خو دا چې اساسي قانون د پر امنه مظاهرو اجازه ورکړې وه نو د مسلمانانو ځوانانو ځوان تحریک لدې ستره ګټه پورته کوله، پدې مظاهرو کې دا ادعا هېڅوک نشي کولای چې دا یوازې مونږ وو، بلکې چا چي د زړه درد درلود په خاصه توګه حضرت صاحبانو، با فکره علماوو او عامو مسلمانانو ټولو پکي برخه درلوده.

زه هوټل ته د محمود نومي د خبرولو لپاره ورغلم چې دوی سبا ورځ په پغمان کې زمونږ مېلمانه دي، خو کله چې محمود د هوټل خولې ته راغی او سم چې ما له هغه سره خبرې پیلولې هغه پولیس چې د هوټل په خوله کې ولاړ ؤ، زه یې ونیولم او د سینمای پامېر مأموریت ته یې ورسولم او تهمت یې راپورې کړ چې مونږ جاسوس نیولی، پاکستانیانو ته یې جاسوسي کوله، زما جیب څخه یې یوه وړه کتابچه راوویسته چې په هغه کې د هغه فکري اسلامي کتابونو یادداشت ؤ چې په ولایتونو کې مو توزیع کړي وو، بې لدې چې د کتاب نوم پکې لیکل شوی وي، یادداشت مو نیولی ؤ چې په کندوز کې فلاني ته «۳۰۰» جلده او په لوګر کې فلاني ته دومره جلده کتابونه ولېږل شول.

 

د پولیسو په مأموریت کې:

د سمت مأمور راته وویل چې تا د دې پاکستانیانو سره څه کول؟ ماورته وویل: زمونږ د ننګرهار اوړه اکثره له پاکستانه راځي زه په یوې فقیرې کورنۍ پوری تړاو لرم له هوټل والا مې وپوښتل که څوک د لواړګي پدې ډله کې شته چې ترې وپوښتو اوړه په څو وو؟ او لاره آزاده ده او که څنګه؟ همدا خبره مو د دې پېښوري سره کوله چې تاسو ونیولم، خو وهل ډبول شروع شول، دا هغه وخت ؤ چې په ټولو دفترونو کې لین داره ټلیفونونه وو، یو لین یې زما تر لاسو او پښو راتاو کړ او کله به یې چې د ټلیفون د لاس انډل تاو کړ سخت د برق شارټونه به یې راکول، دا هم یو لوی عذاب ؤ د ماسپښین له دوه بجو تر ماسختن پورې دا وهل ډبول روان وو، ماسختن یې هلته د پولیسو یوې خونې ته داخل کړم او پولیسو ته یې وویل چې دا به تر سهاره دلته ولاړ وي، ناستې او خوب ته به یې نه پرېږدئ او پام چې پاس کړکۍ ته هم ونه خیژي چې ټوپ ونه وهي، ځکه لاندې ځای ډېر ژور او د مرګ پر خطر سربېره هلته د تشناب کثافت هم دی. زه دلته یو ساعت ولاړ وم پداسې حال کې چې زما پښو له کوچنیوالي نه هم درد درلود، خو الله -جل جلاله- ته مې ځان وسپاره، تر یوه ساعت ودرېدو وروسته مې عسکرو ته وویل چې شپه لویه ده او ما د مازدیګر، ماښام او ماسخوتن لمونځ ندی کړی، که اودس ته مې پریږدئ چې اودس او لمونځ وکړم، عسکر راته وویل: عجب مظاهرې هم کوې او لمونځونه هم؛ بیا یې پوښتنه وکړه، ته خو به د شنو بیرغونو والا نه یې؟ ما وویل هو! یم، دې سره سمد لاسه عسکرو راته وویل چې په دې کټ کښینه، دوی خوارانو په یخو اوبو اودس کړی وو خو ماته یې له هوټل نه د اوداسه ګرمې اوبه راوړې او بیا مې چې لمونځ شروع کړ، څرنګه چې ما آرام لمونځ کولو، د هغوی په ذهن کې راغلل چې زه د ودرېدولو له وېرې لمونځ اوږدوم، نو ځکه یې راباندې غږ وکړ چې عادي لمونځ دې وکړه، موږ دې تر سهاره نه ودروو.

دوی په خپلو کې پس پس شروع کړ پداسې حال کې چې د یوه عسکر معاش سل افغانۍ ؤ او دوی د خپلې قروانې ډېره خرابه ډوډۍ خوړلې وه، خو زما لپاره یې په خپلو کې سره پیسې ټولې کړې او د پسه د غوښې چاینکي یې راته راوغوښته، ډوډۍ یې ماته کړه او بیا یې وویل: خوره دا غوښه خلاصه کړه خو زما کله تېرېده

کله چې شپه شوه همدې عسکر راته وویل چې ته به له خپلو بوټانو سره دلته آرام وید ه شې، خو د شپې له خوا لس دولس ځلې ګزمه راځي، کله چې ګزمه راغله، مونږ به تا د ور تر خلاصیدو وړاندې وېښوو، خو ته به هغوی ته مخامخ نه ګورې، ځکه چې له خوبه د نوي وېښ شوي کس سترګې معلومې وي، ځکه نو به ته لاندې ګورې او له پا څېدو سره سم به په خپل ځای کې ودرېږې، خو د الله رحم دومره زیات ؤ چې پدې شپه، ټوله شپه هېڅوک رانه غلل او نه چا دروازه ټک ټک کړه، څرنګه چې وهل شوی او ټکول شوی وم خوب هم سم نه راتلو، خو بیا هم آرام ویده شوم.

 

د سهار تحقیق:

کله چې سهار شو تر لمانځه وروسته یې د تحقیق مېز ته کښېنولم، د میز یوې خوا د سمت مأمور او معاون یې او بل لور ته زه کښېناستم، پوښتنې یې شروع کړې: د کوم ځای یې؟ څه کار کوې؟ ولې دې له خارجیانو سره اړیکې نیولې؟

په داسې حال کې چې زما د موضوع په اړه چې ګواکې پاکستانی جاسوس یې نیولی، وزارت ته خبر ورکړل شوی ؤ او وزیر په ټولو مأموریتونو په قهر ؤ چې یوازې د جاده میوند پولیس فعال او نور غیر فعال دي، ځکه نو د کابل ښار د پولیسو د ټولو مأموریتونو (اوسنیو امنیتي حوزو) د پولیسو مأمورین زما د لیدلو او د تحقیق کتلو لپاره راغلي وو، په اتاق کې چوکۍ کمې وې او افسران ډېر، ځکه نو افسران ولاړ وو او یو شمېر هغه کړکیو ته چې بازار ته یې مخ وو هم ولاړ وو، د مکتبونو د شروع کېدو وخت نژدې شو، هلکان او نجونې په رنګ رنګ لباس کې له کورونو نه راوتل. د پولیسو افسرانو چې اکثره یې فاسقان او فاجران وو د پاس کړکیو څخه کوڅې څارلې او یو بل ته یې ویل: «اینک ایمی دخترک خیلی زیبا است، و اینه همین دیګرش ببین» پدې وخت کې کومه شیعه ګڼه پیغلې انجلۍ چې غنبوري کافي سره کړي وو را څرګنده شوه؛ یوه غږ کړ چې     «به خدا ما هتابش برآمد» د پولیسو ټول افسران حتی هغه کسان چې زما څخه یې تحقیق کولو هم له کړکۍ څخه د بیرون په سیل بوخت وو، د لږ ځنډ لپاره یې هر څه په خپل ځای  پرېښودل .

 

غیر طبیعي خوراک:

په مېز زما د جیب کتابچه اېښي وه چې په خپل نوبت راڅخه پوښتل کېدل چې دا څوک دي؟ او څه دې پرې توزیع کړي دي؟ ما له ځان سره فکر وکړ چې له ما سره بل هېڅ داسې ثبوت ندی نیول شوی چې زه پرې د دوی په ګومان مجرم وګڼل شم، یوازې په همدغه کتابچه کې وړې لس یا دولس پاڼې دي (چې په بېلابېلو ولایتونو کې د دیني او فکري کتابونو د توزیع لست پکې لیکل شوی ؤ)، د پولیسو افسران او سپاهیان د بیرون په تماشا بوخت وو چې ما کتابچه راواخیستله او دا پاڼې مې ترې وشکولې او میده میده مې کړې، له ځان سره مې سوچ وکړ چې که دلته ترې پاڼې ګوزار کړم امکان لري، دا پارچی راټولې کړي او د دوی په وړاندې زما جرم نور هم زیات شي، هماغه وو چې له کتابچې شلولې پاڼې مې خولې ته د تېرولو په خاطر واچولې، څه خو تېرې شوې او څه نورې مې لا په خوله کې پاتې وې چې د پولیسو افسران د کوڅې له سیل نه بېرته را وګرځېدل، دا چې ما د غیر طبیعي شي خوراک شروع کړی ؤ او کاغذ نه تېرېدل، نو له سترګو مې اوښکې را روانې شوې، پولیسو راته ویل ولې ژاړې؟ ما ویل سخت تږی یم.

د پولیسو مأمور راته ویل چې دا ډېره بې غیرته چوکۍ ده پرون پرې یو جنرال ناست ؤ یو منګی اوبه وڅکلي تاته به یو ګیلاس اوبه ژر راوړو هماغه ؤ چې یوه عادي پولیس یو ګیلاس اوبه راوړې او کاغذونه مې ورسره تېرکړل او الحمد الله تر ننه له هغې نه د هېڅ نوع تکلیف احساس نه لرم، د اوبو تر څښلو وروسته دوی بیا په تحقیق شروع وکړه، ځکه موضوع یې وزارت ته ډېره غټه معرفي کړې وه، د کورنیو چارو وزارت جنایي آمر له څلور موټره پولیسو سره راغی او کله چې پاس مأموریت ته راوخوت نو اتاق له پولیسو ډک وو، د مأمویت په پولیسو یې غږ وکړ: هله جاسوس مو څه کړ؟ د مأموریت پولیسو ځواب ورکړ چې دغه دی، دلته دی…

د داخلې وزارت جنایي آمر زما په لیدو وویل چې: «دا خو مو یو وړوکی ماشوم نیولی… دا په څه کې دی!» بیا یي له ما پوښتنه وکړه چې په ننګرهار کې د کوم ځای یې؟ ما ورته وویل چې د حصار شاهي، نو یې وویل وطنداره زه د چهاردهي یم نو وطنداران یو، زه دې خوشې کوم خو سم حال به راته وایې، ما د اوړو خبره تکرار کړه، یو بل تن یې وویل تا سره خو یې اسناد نیولي ولې انکار کوې؟ سمه خبره کوه، هغه ته مې وویل هېڅ شی نشته، په وهلو او برقي شارټونو یې مړ او بې خوبه کړی یم.

د جنایي آمر مأمورینو ته وویل چې کتابچه مې ورته ورکړي، زما کتابچه یې ورته ورکړه کله یې چې ولټوله هېڅ شی یې پکي پیدا نکړل، نو یې د پولیسو مأمور ته وویل چې اسناد چېرته دي؟ مامور رامنډه کړه چې هغه پاڼې ورته وښايي، خو اوس په کتابچه کې هغه پاڼې هېڅ نه وې، نو معاون ته یې اشاره وکړه چې هغه چېرې وې؟ هغه هم چې ولټولې څه یې پیدا نکړل، نو د وزارت جنایي آمر د دې نورو مأموریتونو پولیسو ته سخت خجله شو چې هېڅ ثبوت نشته او مونږ تهدید شوي یو، نو راپا څېد اول یې دا مأمور څملاوه او بیا یې د ده معاون او هغه نشانونه چې په جیبو یې لګولی وو، ټول یې پرې وشکول او بیا یې ورته وویل چې کله پیسې او رشوتونه اخلئ نو بیا ولې وزارت خبروئ؟ تر دې وروسته یې بیا ماته مخ کړ ویې ویل: آفرین پيسې ورکوه او څو نورې بې ادبه کنځلې یې خپلو مأمورینو ته وکړې!

کله چې د نورو مأموریتونو مأمورینو د داخلې وزارت د جنایي آمر دا حالت ولید له بلې کوټې نه یې په تیښته شروع وکړه او یو یو ووتلو.

 

له وزیر صیب سره اړيکه:

جنایي آمر بیا په ټېلیفون کې له وزیر سره تماس ونیو او هغه ته یې وویل چې هېڅ سند نشته او دا هلک هم کوچنی دی، زه یې درولم چې ته یې له نږدې وګورې.

په ګډه لاندې راښکته شوو، ده یو ښکلی جیپ موټر درلود، د موټر چلونکي په شمول یې ټول کسان حتی باډي ګارډان هم ترې ښکته کړل او په خپله یې موټر چلول شروع کړل، زه یې چپ لاس ته کېښنولم او بیا یې وویل چې ګوره ځان ګوزار نه کړې، شاته څلور موټره پولس را پسې را روان دي، هېچ چېرې هم خلاصیدای نشي، خو دا راته ووایه چې دا پاڼې دې څه کړې؟ سم حال راته ووایه… ماورته وویل: حال خو دغه وو چې تا ولید!  بیا یې وویل چې ته خو حال نه وایې، زه به یې درته ووایم، له جیب نه یې یاد داشت راووېست چې پکې د هغه نومونو نه علاوه چې زما په کتابچه کې وو د کتابونو نومونه او اندازه هم وو، زه سخت ووېرېدم او ورته ومې ویل چې دا دې له کومه کړل؟ ده ویل چې د شپې یې ماته له کتابچي څخه معلومات راکول او ما لیکل، دا یو مې د کاکا زوی دی، شپه په شپه مې خبر ورکړ چې کتابونه له کوره وباسه ممکن کور دې تلاشي شي، هغه بیا راته د کتابونو د نومونو یاد داشت راکړ، اوس دې وزیر ته بیایم، همدا د اوړو خبره دې ټینګه کړه او هغه ته هم همداسې ووایه.

داسې ښکاریده چې دا د جنایي آمر پټ سخت مسلمان او د اسلامي تحریکو نو خیرخواه ؤ، کله چې د وزیر دفتر ته ورسیدو زه یې د دروازې په خوله کې ودرولم او په ډېر احترام وزیر ته وروړاندې شو، جریان یې ورته وویلو، هغه ورته وویل چې د سینمای پامېر د پولیس آمر به دې و هلی وای، جنایي آمر ورته وویل چې دواړه مي د نورو آمرینو په مخ کي سخت وډبول او زما په اړه یې په ډېر ادب مثبت نظر ورکړ، وزیر د وردګو ؤ، چې کله یې زه ولیدلم راته ویې ویل: «ستا دې خدای بیخ وباسي، تا په دې وړوکوالي کې جاسوسي شروع کړې…؟» ما ورته د اوړو جریان وویل، دا په جیپ کې جنايي آمر په موټر کې را ښودلی ؤ، کله چې د وزیر څخه بېرون ته راوتلو نو بېرته یې هماغه پخواني ماموریت ته چې زه یې نیولم ودرولم یو تعهد یې راڅخه واخیست او مرخص یې کړم.

 

هغه ټکي چې له دې جریان څخه تر لاسه کېږي:

۱- دا ملت یو مسلمان ملت دی، عسکر، پولیس، ملک، قومي مشران، مأمورین او په عام ولس کې ډېر با احساسه او په اسلام مین خلک وو او شته چې که موږ د ځان په هکله د سوچه اسلام دعوه کوو چې یوازې موږ او زمونږ ډله ښه مسلمانان دي، د قیامت په ورځ به له سخت مشکل سره بیا مخ یو.

۲- په یوه نظم کې کار کول خو چې ناظم او شورا  پکې هوښیار وي، د اسلامي دعوت لپاره ډېر ګټور دي، ګهیځ صاحب زما له نیول کېدو سره سم له پېښې باخبره او لاس په کار شوی ؤ، حتی د وزارت جنایي آمر چې پر ما کوم شفقت څرګند کړ زه ورته اوس هم دعا کوم دا د نظم برکت ؤ.

۳- که یو تحریک او کارکوونکي یې د زړه له کومي د اسلام سره په محبت کار کوي، د الله -جل جلاله- مرسته هر وخت هرمرو را رسیدونکې ده خو ساده مسلمان بیا د ګټي په عوض تاوان اړوي.

۴- پدی لاره کې به مشکلات راځي خو د الله پاک څخه به د تحمل او بردبارۍ غوښتنه کوو چې توفیق یې راکړي او عوض به یې یوازې له الله څخه غواړو، مخلوق هېڅ نه شي کولای او مخلوق خپلې ګټې له نورو مهمې ګڼي.

 

په هغه وخت کې د کابل پوهنتون وضعیت:

مونږ په ۱۳۴۶لمریز کال کې په پوهنتون کې شامل شوو، پدې وخت کې مسلمانان تر ډېره بریده غیر منظم او نورې ټولې غیر اسلامي ډلې منظمې وې، کمونیستانو، افغان ملتیانو، ستمیانو او هرې یوې ډلې به د تعلیمي کال په پیل کې د ځوانانو د جلب او جذب ډېره هڅه کوله او دا چې د اطرافو او کلیو خلک لدې کبله چې په درسونو کې به یې د ښارونو د هلکانو په نسبت ډېر زیارونه ګاللي وو، ډېر به کامیابېدل، خو دا چې د هر ډول تمدني ناستې ولاړې، حتی د تشنابونو له استعمال سره به هم نا اشنا وو، هرڅه به ورته د تعجب او حیرانتیا وړ ښکاره کېدل، کمونیستانو به هسي یو شی بهانه کړل او په هغه به یې مظاهرات شروع کړل مثلاً:  هره ورځ به د ۱۶۰ یا ۱۸۰ حلال شويو پسونو غوښې د پوهنتون لیلې ته راتللې، د لیلي مؤظفینو به ترې ۴۰ یا ۵۰ پسونه د دې لپاره چې سبا ورځ غوښه د غرمي ډوډۍ ته نه رسېږي، ذخیره کول او د سبا ورځې غرمې ډوډۍ کې به یې محصلینو ته ورکول، خو یوه کمونیست محصل په لاندې زیر زمېني اتاقونو کې دا پسان ولیدل او سترې مظاهرې یې جوړې کړې، چې د پوهنتون رییس خاین دی او پسونه یې یخچالونو کې د غلا لپاره ساتلي دي، بیا خو که به چا هم د دې موضوع حقیقت څرګند کړ، نو تر کوتکونو لاندې به یې ونیولو چې له خاینینو څخه دفاع کوي.

یو ځای به خلقیان، بل ځای پرچمیان، بل ځای شعله یان (ماؤیستان)، بل ځای ستمیان، بل ځای به افغان ملتیان ولاړ وو، د کلیو بانډو څخه راغلي اطرافي ځوانانو به کله یوې ډلې ته ودرېدل کله بلې ډلې ته او د ډلو نطاقونو به بیا د پسانو د غلا موضوع بالکل نه یادوله، بلکې شروع به یې کړې وه چې په نړۍ کې دوه سیاسي، بلاکونه دي یو کپټالیزم او بل کمونیزم دی؛ د کمونیزم مفکوره په الحاد کفر د الله -جل جلاله- څخه په انکار ولاړه وه او کپټالیزم د یوه فرد څخه به دفاع که ټولنه تباه کېږي هم خو د فرد حمایت به کوي حکومت هم هک حیران پاتې ؤ نه یې خلقیانو او کمونیستانو ته د روس او چین د وېرې څه ویلي شول او نه یې کپیټالیزم پرېښودلی شو، چې څه مادي امتیازات ورکوي «ای کاش! چې ظاهرشاه پدې خبر وی چې هر افغان یې زمری دی» او افغانستان د زمرو ټاټوبی او ګلستان دی نو بیا به د هېچا هم نه وېرېده او میدان ته به وتلی وی خو نهایت زیات جبون او بزدله انسان ؤ یوازې مسلمانان یې ټکول.

 

 

د ګهیځ تر شهادت وروسته د جریدې سرنوشت:

د منهاج الدین ګهیځ صاحب د شهادت وروسته مولوي صاحب عبدالرب احدي مرحوم د ګهیځ اخبار امتیاز واخیست او عارف پيماني یې مسؤول مدیر وټاکل شو.

یوه ورځ راته مرحوم عبدالرحیم نیازی صاحب وویل چې پیماني خو ډېر مزخرف انسان دی، ما وویل په څه او ولې؟ ویل یې کله چي موسی شفیق (د هغه وخت صدراعظم) له خارجه راځي، نور ټول خلک ورته یو لاس ورکوي خو پیماني ورته دواړه لاسونه ورکوي، نو ما ورته وویل: «زه خبر نه یم خو پوښتنه به وکړم چې دا څه خبره ده…»، ما بیا دا خبره پیماني ته نقل کړه، خو تر هغه وړاندې چې زه د پيماني صاحب ځواب دلته را نقل کړم، وایم چې دا د مسلمانانو ناپوهي ده چې د دوی ترمنځ تفاهم، تساند او همکاري نشته.

نیازي صاحب د موسی شفیق اسلامي شخصیت نه ؤ پېژندلی، خو صرف همدا چې په حکومت کې یې کار کولو نو باید ټکول شوی وای او سخت ګنهګار ګڼل کېده.

په هر صورت کله چې ما پيماني صاحب ته دا موضوع یاده کړه، هغه وخندل او بیا یې وویل: «زمونږ وروڼو ته دې الله پاک هدایت په نصیب کړي دا جریان داسي ؤ چې: تقریبا تر څلویښت پنځوس زیاد د اخبارونو مدیران او عادي ژورنالیستان به په خبري کانفرانسو کې سره یو ځای کېدل، موسی شفیق یو ځل خبري کانفرانس درلود، دا چې زه د پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي په دوهم صنف کې د ګهیځ اخبار مدیر شوم او نوې مې‎‎ د ژورنالیزم الف و با لور ته قدم ایښي ؤ، بل خوا زه ملا او د پګړۍ او دستار خاوند وم او دې لپاره چې د نورو ږیرې‎ خریلي وې، وېرېدم چې د خلق او پرچم اسلام دښمنه څېرو له تمسخر سره مخ نشم نو ځکه به وروسته کښیناستم، د شفیق صاحب عادت ؤ چې تر کانفرانس وروسته به یې د خبریالانو د پوښتنو ځوابولو ته موقع ورکوله، خو دا چې د علم، پوهې او تجربو ستر غر ؤ، تر کانفرانس وروسته به یې شاه ته تکیه وکړه، کمونیستي حلقو به خپلو کې پتېلې وه چې دغه، دغه مسایل به ترې پوښتنه کوو ترڅو ریشخند او تر تأثیر لاندې راشي، نو کمونیستي حلقو او ژونالیستانو په بد نیت سوالونه شروع کړل، کله چې د شفیق صاحب له علمیت او پوهې سره مخ شول او هغه ترې په سوالو کې پوښتنې شروع کړې چې له دغه سوال څخه مو مطلب څه دی؟ لږ وضاخت ورکړه! سوال کې به یې ترې سوالونه شروع کړل!

څرنګه چې هغوی له تمسخر پرته په څه نه پوهېدل د خپلو ملګرو او ناستو ژورنالیستانو له خوا به د خندا وړ وګرځېدل او بیا به دې چې د فیل زړه هم ورکړ نو د پوښتنې جرأت به یې له لاسه ورکړی وو او که بیا به یې هم پوښتنه کوله نو موضوع به ترې ګډه وډه شوه او درست افهام او تفهیم به یې نه شو کولای.

لکه مې چې یادونه وکړه زه به پګړۍ پر سر شاته ناست وم، که څه هم شفیق صاحب ښه پېژندلم خو بیا یې هم یوه ورځ راڅخه وپوښتل چې مولانا صاحب! ته د کوم اخبار مدیر یې؟ ما ورته وویل د «ګهیځ»؛ نو راته وې ویل هغه اخبار چې د نړۍ په سطحه نشرات او لیکني لري او ته شاته کښېنې؟ ته خو لوی عالم یې راپاڅه، ستا ځای د ټولو تر مخ دی، لدې سره یې یو بل څوک له مخکې صف نه پاڅاوه او زه یې هلته کښېنولم او راته یې وویل تر دې وروسته ستا ځای او مقام دا دی!

د پیماني پوښتنه او د موسی شفیق تبصره:

زه هغه وخت لا د شاګردۍ په دوران کې وم، یوه ورځ موسی شفیق د کانفرانس په آخر کې چې سوالونه او ځوابونه شروع وو، را پاڅولم او راته یې وویل مولانا صاحب ته خو هم یو څه ووایه، ته خو لوی عالم یې! ما په زړه کې جمع او تفریق شروع کړ چې خدایه څه ووایم خو بس جرأت مې وکړ او له خولې مې یو څه وویستل، دی د خپل پخواني عادت سره سم په کوچ کې پروت او د ژورنالیستانو سوالونه به یې ځوابول، زما د پوښتنې په مقابل کې په ډېر ادب او احترام راپاڅېد او سم درست کښیناست، بیا یې وویل: ګورئ د عالم سړي پوښتنه هم عالمانه وي او بیا یې راته وویل: مولانا صاحب دا ستا سوال داسې دی کنه! ما وویل: هو! صاحب همداسې دی، پدې توګه یې اول راته سوال جوړ او د سوال جوړولو طریقه يې په ضمني توګه راوښوده، بیا یې ویل مولانا صاحب د علمي پوښتني ځواب هم سړي ته ډېر خوند ورکوي.

مولانا صاحب دا سوال درې برخې لري یو ستا د سوال څخه داسې مفهوم ترلاسه کېږي او دوهم دا او درېیم دا، او د هر یوه ځواب دا دی، بیا یې زیاته کړه نو اوس چې کوم ځواب دې مطلب وي هغه ترې واخله.

د موسی شفیق دې کار زما دا جرأت دومره لوړ کړ چې بیا به مې تل په هره موضوع کې ترې پوښتنې کولې او ټولو مخالفو افکارو والاو به هم ماته سوالونه راکول چې داسې یو سوال ورسره مطرح کړه، ځکه دوی د علم په مقابل کې جرأت له لاسه ورکړی وو او چې د خوراک موقع به راغله نو هم ټولو ژورنالستانو به ویل چې مولانا صاحب ته تر مخ شه او خوراک په اول صف کې به یې زه کېښنولم.یوه ورځ چې شفیق صاحب کله له کانفرانس او پوښتنو او ځوابونو فارغ شو نو یې وویل ځئ نور ټول ځئ او یوازې مولانا صاحب به پاتې شي، بیا یې ماته وویل: خلک زما په هکله څه وايي؟

بیا یې زیاته کړه چې په سهار کې روان فرهادي د قرآنکریم په تفسیر او ترجمه کې چې څه یې زړه غواړي اجازه مې ورکړې، په راډیو کې مې د سهار له خوا د قرآنکریم تلاوت ته اجازه ورکړې، شهر غلغله او د عیسویانو کلیسا چې په پټه یې جوړه کړې وه، هغه مې وران کړل، په بسونو کې مې د نرانو او ښځو د ناستې ځایونه بېل کړل او داسي نور ………..

ما ورته وویل چې که دا کارونه دې د الله -جل جلاله- د رضا لپاره کړي وي بیا یې د الله نه اجر غواړه ملت کې د احساس والا خلک کم دي.

خو دا چې د ظاهرشاه حکومت په نسبي توګه یو منظم حکومت ؤ او د دې لپاره چې د خپل شاهي سلطنت قانوني بودن نړیوالو ته ښه څرګند کړي، نو د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر موسی شفیق یې خارج ته په سفر لېږلی ؤ، کله چې موسی شفیق له بهرني سفر بېرته را وګرځید په خپله د ظاهرشاه څخه پرته د ده ټوله کورنۍ، په افغانستان کې بهرني سفیران، کور ډیپلوماتیک، د وزارتونو عمده مسؤولین، مخور، د وسله والو ځواکونو مشران، علماء، ژورنالیستان او داسې نور ټول یې مخې ته ورغلي وو، شفیق صاحب کله چې له الوتکې ښکته کېږي نو ټولو حتی د ظاهرشاه ټولو زامنو ته یو یو لاس ورکوي او د قطارونو له مخې تېریږي، پدې منځ کې مولوي صاحب عارف پیماني یې هم ستړي مشي ته ورغلی ؤ، دی وایي چې تر ده وړاندې درې تنه د ستړي مشي لاپاتې وو او هغوی ته یې هم یو یو لاس ورکولو چې پر مايې غږ وکړو مولانا صاحب ته ولې راغلی یې؟ بیا به دفتر ته راغلی وې! او بیا کله چې ماته را ورسېد دواړه لاسونه یې را اوږده کړل.

پیماني صاحب وویل چې ددې صحنې ویډیو شته او په سینما ګانو کې هم ښکاروي چې په دا ټولو قطارونو کې هغه یوازې ماته دواړه لاسونه را اوږده کړل، نو زه ولې دومره لوده او مغرور شم چې د هغه مینه په لغته ووهم او یو لاس ورکړم؟

پیماني صاحب ماته وویل چې عبدالرحیم نیازي صاحب ته د هغه سلام ورسوم او بیا ورته ووایم چې په دومره وړو وړو موضوعاتو پسې مه ګرځئ او د خپلو وروڼو هر عمل ته په نېک نظر وګورئ، له سهوو او خطاګانو څخه تېرېږئ او عفوه ورته کوئ.» په افغانستان کې۹۰ فیصده خلک اخوانیان دي او یا د اخوانیانو د ویناو تر تأثیر لاندې راغلي دي خو متأسفانه چې نه یو لاس کېږي او نه سره متحد کېږي او بیا متأسفانه چې [قولا زورا] څخه کار اخلي یو د بل نا حق غیبت کوي.

الله تعالی دې پر ټولو مسلمانانو رحم وکړي او د اسلامي ویښتابه په اړه یې چې څه کړي هغه دې په خپل دربار کې قبول او منظور کړي.

په افغانستان کې د تل پاتې اسلامي ويښتابه په هیله

 

 

[۱]– ښاغلی میر آقا فاروق د سید امیر زوی، د شهید منهاج الدین ګهیځ تر

مشرۍ لاندې د ګهیځ  درنې جریدې لیکوال، شاعر او د کابل د زاړه ښار

دویمې ناحیې اوسېدونکی. ( انجنیر صلاح الدین فاروقي د نوموړي لمسی)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس