معماری
خانه / ادب و هنر / زموږ پر ادبياتو د مهاجرت او پردېسۍ اغېزې

زموږ پر ادبياتو د مهاجرت او پردېسۍ اغېزې

څېړنوال محمد داود ناظم

لنډيز

هجرت، له وطن څخه لرېوالی، پردېسي او له هغو سره تړلي کړاوونه او ستونزې هغه څه دي چې تل يې د شاعرانو او ليکوالانو په قلم او بيان کې غمجن انعکاس موندلی دی، له همدې امله ځينو انسانانو له دغه درده شعر او ادب ته مخه کړې او خپل دردونه يې د شعر او ادب په ژبه منعکس کړي دي.

په دې مقاله کې مې پر همدې مسايلو څېړنه کړې، لومړی مې د ادبیاتو او هجرت تر منځ تړاو او اغېزې څېړلي او بيا مې د خپل ادبي سفر پيل او دوام د بېلګې په توګه وړاندې کړی: چې هجرت او د وطن مينې په کې څنګه او څومره انعکاس موندلی؟ او پايلې يې څه دي؟ چې د هغو په رڼا کې ګټور مطالب ټولنې ته ډالۍ شي، ترڅو ټولنه او راتلونکي نسلونه پر هغو ښويو او خطرناکو تيږو باندې بيا و نه ښويېږي کوم چې موږ پرې ښوېدلي يو او له هغو ګټو څخه لا ښه ګټه واخلي کومې چې په رښتيا سره ټولنې ته ګټورې ثابتې شوې دي.

سریزه

که د شاعرۍ او ادبي ليکنو بهير مطالعه شي، نو ترلاسه کېږي چې د هر چا د شاعرۍ او ادبي سفر پيل ځانګړې انګېزې او عوامل لري، چې کله هغه عوامل: الهي محبت او عقيدوي مسايل وي، کله خوښي او عشق وي، کله غم او درد وي، کله د يار بېلتون او جفا وي، کله يې وفا او ژمنتيا وي، او کله هم بيا هجرت او له وطن څخه د لرېوالي درد او غم وي، خو د افغانستان په ادبياتو کې که له پخوا نه بيا تر اوسه مطالعه شي؛ يوه ډېره برخه يې د وطن مينه، له وطن څخه د لرېوالي درد، غم او بېرته د ليدلو تلوسه ده.

اوس چې له همدې زاويې څخه د خپل هېواد د اديبانو او ليکوالانو ادبي آثار مطالعه شي، نو ډېر داسې مفاهیم او الفاظ په کې ليدل کېږي چې هغه د هجرت، جهاد، پردېسۍ، له وطنه لرېوالی او د وطن ليدلو تلوسه او مینه لري او خپل مخاطب ته ډېر سوز او ګداز وړاندې کوي.

زموږ د تېرو پنځو لسيزو په ادبياتو کې هجرت، جهاد او ادبيات ډېر سره تړلي مفاهيم دي، چې څېړل يې په ټولنه کې حب الوطن او د خپلو خلکو او فرهنګ مينه پياوړې کوي، دا چې زما ادبي سفر هم له هجرت څخه راپيل شوی او زما ادبيات په خپله د هجرت او پردېسۍ زېږنده دي، نو څېړنه پرې اړينه ده. د دې څېړنې موخه د هجرت د سختيو او کړاوونو د انعکاس تر څنګ د ادبياتو او هجرت تر منځ تړاو او اغېزې څرګندول او په دې برخه کې د خپل ادبي سفر اغېزمنتيا د بېلګې په توګه وړاندې کول دي.

۱- د هجرت او ادبياتو تر منځ تړاو

وطن، د وطن مينه او د وطن لوړې ژورې د انسان په جسمي، رواني او فکري اړخونو باندې خامخا ژورې اغېزې لري، چې د هجران او بېلتون په حالت کې يې دا مينه لا په ولولو راځي او د خپلې محبوبې (وطن) تشه په خپل وجود احساسوي او په بېلتون يې د خپلې مينې، احساس او درک له کچې سره متناسب  دردېږي او خپل دردونه او غمجن احساس په خپله ژبه او قلم منعکس کوي.

الله متعال انسان ته د بيان او ليکلو توان او ځانګړی ارزښت ورکړی، لکه څنګه چې فرمايي: «عَلَّمَهُ الْبَيَانَ»(الرحمن:۴) او په دې بل آيت کې الله متعال په قلم او ليکنه باندې قسم يادوي: «ن وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ»(القلم:۱) او دغه پوره سورت يې چې د قلم په نوم نومولی دی، دا هم د قلم او ليکنې اهميت څرګندوي.

دا چې دغه قلم او ليکنه په ادبي ډګر کې څرنګه له هجرت څخه متأثره کېدلی شي او تړاو يې له هجرت سره څه دی؟ په دې مبحث کې به پرې رڼا خوره کړو.

د وطن په اړه لوړ درک، ژوندی احساس او مينه د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په سيرت کې هم ترلاسه کوو چې کله رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له مکې مکرمې څخه د مدينې منورې پر لور هجرت کولو ته اړ شو، نو په يوه لوړه باندې يې د مکې مکرمې پر لور مخ را واړاوه او له ډېرې مينې او غمه مکې مکرمې ته په خطاب کې فرمايي چې: «وَاللَّهِ إِنَّكِ لأَحَبُّ أَرْضِ اللهِ تَعَالَى إِلَى اللهِ، وَأَحَبُّ أَرْضِ اللهِ تَعَالَى إِلَيَّ، وَلَوْلا أَنِّي أُخْرِجْتُ مِنْكِ مَا خَرَجْتُ»(۴:ص.۵‍۱۲) (په الله قسم چې ته الله تعالی ته د الله تعالی ګرانه ځمکه يې او ماته هم د الله تعالی ګرانه ځمکه يې، که چېرې له تا څخه نه وم وېستل شوی، نو زه به نه وم وتلی.)

۲- پر ادبياتو باندې د هجرت اغېزې

کله چې د هجرت خبره را يادېږي، نو په څنګ کې يې د جهادونو او د ښکېلاکګرو د ظلمونو او د مظلومانو د زګېرويو او فريادونو واقعيتونه هم ورسره جوخت انعکاس مومي، ځکه اکثره هجرتونه د هېواد د بېرته ګټلو او جهاد په نيت باندې ترسره شوي دي، لکه د هېواد د اوسني عصر وتلی منلی شاعر او ليکوال حبیب الله رفیع چې د هجرت په ديار پېښور-فقیرآباد کې د «ږلۍ او ګولۍ» تر عنوان لاندې د خپل کتاب په سريزه کې د هجرت او د پخواني شوروي اتحاد د ظلمونو له غمونو او تأثر څخه ډکې کلمې داسې پيلوي: «له کوم وخت نه چې په افغانستان کې د کمونستي وحشت له لاسه د اور، وينو، وېرې، او وير سلسله رانښلېدلې ده، له همهغه وخته زما د شعر دنيا هم د اورونو او ويرونو په حلقه کې راګيره شوې او د يوه مظلوم ملت د اسويليو او زګېرويو او په عين حال کې د یوه مغرور ملت د بهادريو او تکبيرونو چيغې په خپله غېږه کې رانغاړي.»(۳:ص.۱)

ښاغلي رفيع د کتاب په يوه برخه کې د وطن په درد سخت درمند شوی او د پخواني شوروي اشغالګرو په وړاندې يې د خپلو خلکو د مبارزې د ليکو د پياوړي کولو په موخه ليکلي دي:

«د وطن په سر له سره تېرېدل

د هېواد په مينه وينې تويول

د تاريخ د مېړنيو ننګ ساتل

خپلواکۍ ته سره ډولۍ تيارول

سر لوړي ده، وياړ دی، فخر دی عزت دی

په تاريخ کې جاويدانه نوم ګټل

د قوي دښمن قوت اوبه کول

د ايمان په زور قوي وسلې زغمل

په پوښتو د شهيدانو هسکېدل

په سنګر د غليمانو برېدلی

غيرت غواړي، همت غواړي، ايمان غواړي

خپلواکي ګټل، ساتنه او پالل»(۳:ص.۷۷-۷۸)

پورتنی شعر په ۱۳۵۸ لمریز کال کې ويل شوی، هغه وخت چې تازه د شوروي يرغلګرو پر وړاندې د جهاد سنګرونه په تودېدو وو او د مهاجرينو ډلې ډلې هېوادوال له وطن څخه کډه کېدو ته اړ کېدل او په خورا سختيو يې ګاونډيو ملکونو ته هجرت کاوه، نو با احساسه شاعر د وخت له اړتياوو سره سم د وطن مينې، وطن ګټلو، قوي ايمان، شهادت او سرښندنې، لوړ همت او د دښمن ماتولو او بالآخره د خپلواکۍ ګټلو ته هڅولي دي او په يو بل بيت کې استعمار او اشغالګرو ته په خطاب کې وايي چې:

«دوی پوه نه وو تل به دا افغانستان وي

په جهان کې څو ژوندی وي يو افغان» (۳:ص.۱۵۳)

نومړی په خپل يو بل شعر کې افغانستان ستايي او د تاريخ پاڼې يې زرينې او رنګينې يادوي:

«دا د افغان وطن دی،

دا افغانستان وطن دی،

د تاريخ پاڼې يې زرينې دي،

په ويو سرې دي او رنګينې دي!» (۳:ص.۱۳۸)

همدارنګه که د هجرت د دوران د يو بل با احساسه شاعر «ماته شپېلۍ» کتاب راواړوو نو له نوم، سريزې او متن څخه يې موږ ته د هجرت، پرديسۍ او وطن څخه د لرېوالي، د پخواني شوروي اتحاد د ظلمونو او پر وړاندې يې د مبارزو او حماسو تراژيدي او حماسي رنګ ليدل کېږي، حتی د ښکلا او مينې په اړه شعرونو کې يې هم د هېواد په اړه د ناخوالو او له وطن څخه د لرېوالي دردونه او فريادونه احساسېږي، لکه په لاندې شعر کې، چې څو بيتونه يې په دې ډول دي:

چې ستړې اندېښنه مې له کابله نه راځي

د حسن ملکه شوه له محله نه راځي

زما په تش ګوګل کې به څه زور وي د فرياد

د تشې شپېلۍ ږغ خو له مورچله نه راځي

په مقطع کې يې بيا هم په ناهيلۍ سره خزان وهلی بڼ او له بڼ څخه الوتلې بلبله يادوي چې په کنايې سره له هېواده مهاجرو خلکو ته اشاره ده:

چې طبعې مې د شعر پښه نيولې پسرليه

خزان وهلي بڼ ته خو بلبله نه راځي  (۲:ص.۲۳۶)

دغسې د ماته شپېلۍ کتاب په ډېرو مينه ناکو الفاظو او مفاهيمو کې هم تر ډېره د بېلتانه، پردېسۍ او رنځونو فریادونه او رنګارنګ ناهيلۍ ليدل کېږي؛ چې دا ټول په ادبياتو باندې د هجرت او پردېسۍ اغېزې ګڼلای شو.

مرحوم پسرلي د کتاب په لنډه سريزه کې هم د مهاجرت کلمه دوه ځله ياده شوې. امان الله ساهو په نوموړي کتاب باندې لنډه سريزه لیکلې چې ټوله د هجرت او پردېسۍ له کلماتو او درده ډکه ده: «مهاجرت، پرديسي، بيوسي، اشتياق، حسرت، حماسه او د ټولو په سر کې مينه له نورو ډېرو سوداوو او پريشانيو سره د کتاب په متن کې وپلټۍ.»(۲:ص.)

د استاد خليل الله خليلي شعرونه هم که وپلټل شي، نو يوه زياته برخه يې د هېواد له شرايطو او حالاتو سره تړلي دي او په هېواد باندې د پخواني شوروي اتحاد له يرغل څخه وروسته چې کله «په داسې حالت او فضا کې د خپلو مهاجرو هېوادوالو په څنګ کې پاکستان ته راغلی ؤ، له هغوی سره يو ځای يې د فرهنګ او شعر په ډګر کې خپله مبارزه پيل کړه او په طبيعي توګه له دې پېښو څخه اغېزمن شو او شعر او کلام يې د هېواد د ټولنيزو او سياسي حقايقو د انعکاس تجلی وګرځېده.»(۵:ص.۴۳) استاد خلیلي په خپل يو شعر کې چې عنوان يې دی (برگریزان وطن) د هېواد د خوار او زار او خزان وهلي او خلک ترې کډه شوی حالت، د دښمن د ماتې او د استعمار د غلامانو په اړه ليکي:

«اکنون که سپاه برگریزان                         بر سبزه و گل کشــــــــیده شبخون

گلهای چمن به نـــــامرادی                                 یک سر شده زرد و زعفران گون

شــــــمشاد بلند گردن افراز                                 از هیبت باد گشـــــــــــــته واژون

زان باغ خزان رسیده کن یاد

گویـــــند اگر وطن فروشی                                   در پــــــــرچم غیر جــــــــا گرفته

ناموس وطن به باد داده                          رو از حــــــرم خـــــــــــدا گرفته

اهریمن زشت ددمنش را                         بر مســــــــــند کـــــــــبریا گرفته

زان بندۀ زرخرید کن یاد»(۶:ص.۳۳۰)

 

همدارنګه يې د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د جهاد د سنګرونو د ګرم ساتلو او مبارزې په اړه د (سرود مجاهد) تر عنوان لاندې يو اغېزناک او انګېزه خپروونکی شعر ليکلی چې څو بيتونه به يې د بېلګې په توګه ترې راواخلو:

«ما مجاهد حقّیم قدرت خـــــدا با ماست              هرکجا که رو آریم دســــــــت کبریا با ماست

از فراز سنگرها چشم مصطفی با ماست                 در طلوع هر صبحی طرفۀ مژده ها با ماست

ما به پیکر ملّت بازوی تواناییم

اعتماد امروزیم افتخار فرداییم.

از صدای تکبیرم پشت دشمنان لرزد                                 خصم را ز بیم من مغز استخوان لرزد

از شکوه شمشیرم قلب خاینان لرزد                                   از نیاز شبهایم سقف آسمان لرزد

می سزد به من مسند می سزد به من درگاه

نغمۀ سرود من لا اله الا الله»(۶:ص.۴۲۱-۴۲۲)

 

دغسې ډېر نور داسې شعرونه د استاد خلیلي په ديوان کې ليدل کېږي چې د پخواني شوروي اتحاد د ناروا تجاوز له کبله هجرت او جهاد ته د خلکو د اړ کېدو اغېزې او په دې لاره کې د خلکو د کړاونو او دردونو انعکاس او د دښمن په وړاندې مبارزه يې غوښنه برخه جوړوي.

د هجرت د وخت يو بل پياوړی ليکوال اکادميسين محي الدین هاشمي په خپله يوه مقاله کې د هجرت په ديار کې يې ليکلې ده څرګندوي چې: «شعر او ادب ته د ټولنيز ژوند هنداره هم ويل شوې ده او شاعر د خلکو او اولس د هيلو او غوښتنو ترجمان بلل شوی دی.»(۱۱:ص.۴۲) نوموړي د دې مقالې په ترڅ کې يو مجاهد شاعر د خپلې ټولنې په اړه خپل رسالت ته متوجه کړی او اړين موضوعات يې ورته په ګوته کړي دي.

هغه شاعران او ليکوالان چې په خپلو زمانو کې د هجرت، جهاد او مبارزو په ډګرونو کې اوسېدلي وي د هغوی په شعرونو کې د هجران، بېلتون، پردېسۍ، وطن نه د لرېوالي، د وطن اشتياق، دردونه، غمونه، فريادونه او د زور زياتي په وړاندې مبارزه زياته ليدل کېږي، لکه د خوشحال خټک، مولانا جلال الدين بلخي، استاد خلیل الله خلیلي او د دې وروستيو څلورو لسيزو د اکثرو شاعرانو دېوانونو چې له هجرت، جهاد، مبارزو او کړاوونو څخه رنګ اخيستی دی. د دې خبرې د ښه او ژوندي اثبات په موخه به زه خپل ادبي سفر د بېلګې په توګه وړاندې کړم چې څه ډول او څومره د هجرت، جهاد، پردېسۍ او له وطن څخه د لرېوالي له امله اغېزمن شوی يم، نو دغسې زما په څېر نور ليکوالان، شاعران او اديبان هم اغېزمن شوي دي.

د بېلګې په توګه زه خپل ځان يادولی شم چې زما پر ادبياتو او ادبي سفر باندې هجرت، جهاد، پردېسۍ او له هغو سره تړلو کړاوونو، دردونو، غمونو او ستونزو څه ډول اغېز کړی؟ څنګه يې دردولی او له ورو ورو يې د شعر او ادبياتو په لور ماته د ما درد د انعکاس کولو دريڅه پرانيستې دغسې يې په نورو ليکوالانو او شاعرانو هم ژورې اغېزې کړي او د هغوی په ليکنو او شعرونو کې د هغوی غمونو او دردونو انعکاس موندلی دی.

زه وړوکی ماشوم وم لا د مکتب نه وم چې د پخواني شوروي اتحاد د ناروا يرغل او ظلمونو له امله له خپلې کورنۍ او ځينو دوستانو سره له هېواد څخه هجرت کولو ته اړ شوو، د لارې په اوږدو کې د ۱۲ ورځو شپو د سفر اوږدېدل، د وطن ښکلاوې او بيا د جنګ جګړو کړاوونه او د شهادتونو او زخميانو آوازې مې ښې په ياد وې، په ځانګړې توګه د خپل ګران پلار (انجنير عبدالغفار) شهادت مې ټول لمبه لمبه، اوښکه، آهونه، ژړا، غم او اسوېلی اسوېلی کړم. همدغسې غمجن او ويرجن د پاکستان په کمپونو کې د هجرت له کړاوونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان وم او ورو ورو ورسره لوېدم، ځورېدم، اوسېدم، ژړېدم او پخېدم. د درس او سبق له غمجنو پاڼو، د هجرت له کيسو، د کړاوونو له رسمونو، مهاجرو ټولګيوالو، د ګران وطن د ښکلاوو له تلوسو او د بيا ليدو د امېدو له رنګ، خوند او کړاو سره مې درسونه ولوستل او په تدريج سره مې دغه رنګونه، خوندونه او کړاوونه د ژبې او قلم له څوکې په نظم او نثر را ووتل: له لومړنيو شعري هڅو څخه مې ښه يادېږي چې د ديني مدرسې په څلورم ټولګي کې وړوکی ماشوم وم چې افغانستان ته په خطاب کې مې چېرته يوه مصرع داسې اورېدلې وه:

«اې د افغانستان جل وهلې خاورې»

له دې سره مې د وطن مينه په وجود کې په ولولو راغله او يو اوږد غوندې شعر ته ورته کلمې او جملې مې ورلاندې ولیکلې چې له هغو څخه مې ډېرې لږ دغسې په ياد دي:

اې د مجاهد د تکبيرونو خاورې

اې د دښمن د پرزېدو وطنه

اې د شهادت او جهادو وطنه

اې د کړاوونو او جګړو وطنه

اې د شهيد د وينو د رنګونو خاورې

اې د مجاهد د تکبيرونو خاورې

دغه زما لومړنی شعر چې ګران وطن ته مې د هجرت په ديار کې يو خطاب ؤ، د يوې پاڼې په مخ او شا مې ليکلی ؤ او یو مشر دوست ته مې وروښود چې ماته پرې نظر راکړي، هغه زه له شعر څخه ډېر ناهیلی کړم، ماته يې د وزن او قافيې کيسې او پېچلې فلسفې بيان کړې، شعر يې راته ډېر سخت او ناشونی کار وښود او دا يې زما له سويې څخه لوړ کار وګاڼه؛ په دې ترتيب ما هم ډېر کلونه بيا په دې برخه کې فکر و نه کړ او نه مې د شعر جوړولو جرأت وکړای شو، خو د هېواد ستونزو او د هجرت کړاوونو مې کلونه وروسته بيا پام ورواړاوه او د شعر په نړۍ کې مې دوهمه هڅه د ۱۳۷۰ لمريز کال د پېښور د جلوزو کمپ د هجرت په ديار کې له اختره دوه ورځې وړاندې د یوې خاطرې په توګه يې څو بيتونه يادولی شم.

دلته تر شعر دمخه د يادولو وړ ده چې لومړني شعرونه مې د وزن او قافيې ډېرې ستونزې لري، ما هم د تصحیح په پار ځکه په هغو کې لاس نه دی وهلی چې زما د ادبي سفر لوړې ژورې په خپل حقيقت کې خوندي وي، خو په دې شعرونو کې پياوړی احساس او جذبه شته چې د هغه وخت ستونزې، کړاوونه او د هېواد او ملت غمجن حالت ښه انځورولی شي:

اختره ستړی مشې ته خو راغلې

دې کړېدلي ژړېدلي ملت ته ته خو راغلې

د شکېدلو ګرېبانو به څه اختر وي؟

د غمګينۍ او ژړېدو به څه اختر وي؟

اختر به هغه وي چې غاټول وخاندي!

په ګلستان کې دغه ټول وخاندي!

اختر به هغه وي چې ريحان وخاندي

افغانستان کې ټول ګلان وخاندي!

 

زما د ادبي سفر بل پړاو بيا هم د وطن په هجران کې را ټوکېدلی او له ماشومتوب څخه مخ پر ودې يې حرکت کړی، هغه په کويټ کې زما د تحصيل دوره ده چې نور هم له وطنه لرې شوم، له یوې خوا مې د ګران هېواد په آزادۍ سترګې يخې شوې وې او له بلې خوا په هېواد کې خپل منځي جګړو او د هېواد او هېوادوالو کړاوونو او ناخوالو سخت ځورولم او زما د هجران غم يې لا څو چنده زياتاوه او لا نور مې هم د هجران په غمونو او د پردېسۍ په کړاوونو شعر رنګ رنګ شو، چې د يو شعر څو بيتونه به د بېلګې په توګه وړاند کړم چې په ۱۵/۳/۱۳۷۷هـ ل مې په کويټ کې ليکلي دي:

يو ته نه يې چې نالېږې له هجرانـــــــــه                خلک ټول په زړه زخمي دي له دې زيانه

هجر راغی د وصال کاســــــــ‎ه چپه شوه                پرې شوې لارې مې له خوږ افغانــــستانه

له اغزو نه زړونه ډک شول وينې څاڅي                  وينې پرېږده خلک مړه شول له خفګانــــه

بــــــــهار لاړو بلبل نشته ګلان وچ شول                خور شـــــــــــو ظلم شوه بورا خفه خزانه

پرېږده شونډې تږې مې شــراب وڅښي                 د وطن له کارېزونــــــــــــــــو ښه پرېمانه

صبر وکړه اې نـــــــــاظمه عمر کم دی                  بيا به هار شې ته له غاړې د جانــــــــــانه

 

زما د ادبي سفر بهير څلورم پړاو په اندونيزيا کې دوه کاله د سختې پردېسۍ، آهونو او فريادونو دور ؤ چې وطن پسې سر تر پايه يوه تنده تلوسه شوم او په دې وخت کې مې زړه او ټول بدن د وطن او وطنوالو له هجرانه سمه د پښ کوره جوړه شوه، ګوګل مې اور او شعر مې اوسپنه او سکور شو په کې، د زړه غوښې مې له هجرانه شوې کباب کباب، چې په وينا او ليکنه کې يې رنګ، خوند او بوی له ورایه احساسېږي. له بده مرغه چې د هغې دورې د شعرونو کتابچه په اوس وخت کې له ما څخه لا درکه شوې، خو ځينې بيتونه مې چې ترې په ياد دي ستاسو مخې ته يې ږدم:

درځم وطنه مينه طوفاني شوه                   کيسه زما د مينې جهاني شوه

په پورتني بيت کې له هجرانه سوي زړه کې د هېواد په لور سخته تلوسه ښکاري او کله چې د هېواد په لور را رهي شوم نو دا هوډ مې وکړ چې:

لمن کې نه ځايېږي زه ګلونه په ځولۍ دروړم

په اوښ چې نه بارېږي نو کاروان د خوشحالۍ دروړم.

او يو بل بيت يې ؤ چې له اوږده بېلتانه څخه شاعر کړېږي او وايي چې:

بېلتون ژړا مې بس د خوښۍ اوښکې به ډالۍ دروړم

په اوښ چې نه بارېږي نو کاروان د خوشحالۍ دروړم.

خو له بده مرغه چې يو ځل بيا د امريکا او ناټو له يرغل سره هېواد یو بل ناورين ته داخل شو چې زما شعر هم ورسره کړکېچن او پنځم پړاو ته انتقال شو، له يوې خوا د وطن د آبادۍ او جوړولو هيلې او طرحې په کې را ځلېدلې او له بلې خوا د ښکېلاکګرو د ظلمونو او تاړاکونو او د هغوی په مقابل کې د مبارزې رنګ په کې څرګند برېښېده.

د دې پړاو په شعرونو کې مې که له يوې خوا د وطن د فزيکي جوړېدو هيلې څرګندېږي، لکه په دې شعر کې چې څو بيتونه يې د بېلګې په توګه ستاسو مخې ته ږدم، د شعر عنوان دی كابله!

۱۳۸۶هـ ل. ښاري پراختيا وزارت، کابل، ۱۴څ.

په نقشــــــو د جوړومه ښــايســـــــته كابلــــــــه             سمومه ټــــــــــــولې ورانې جنــګــــــــزده كابله

لـــه خاورو دوړو نـــه دې ژغورمه وعده كړم    لارې ټـــــــولې به ستا جوړې كړم پخته كابله

په رښتيا ښکلی فرهنګ علم او وفا جوړوم                                     زه نــاظم به ســــتا ځلميان کړمه تـــكړه كابله (۱۰:ص.۲۱)

له بلې خوا په دې دوره کې ليکوال د وخت له ښکېلاکګر يرغلګر دښمن سره په مبارزه بوخت دی او د خپل هېواد د خپلواکۍ او د دښمن د ماتې وړاندوينې کوي، لکه د يو اوږد مثلث مطلع چې په هېواد کې له جګړو او غمجنو پېښو نالېږي:

«اختر کې مو کلچې او هم سيميان په وينو سره دي     په ځای نن د نکروزو افغانان په وینـــــــــو سره دي» (۸:ص.۱۳۹)

يا د دې شعر بيتونو کې چې د افغانانو سرښندنې او ځانګړي خصلتونه یادوي، دښمن پرې وېروي او خپل ځان او خپل ملت په ځانګړې فلسفه د مينې او مبارزې په پار د خپل هېواد په خاوره کې لکه مېخ او بېخ ټکوي، ټينګوي، خښوي او د دين او هېواد دښمنان پرې وېروي د دې شعر عنوا دی «د استعمار بېړۍ»:

۶/۱۰/۱۳۹۳هـ ل. کابل، د علومو اکاډمي، شهرنو.

مېــــــــــخ يم چې ټکېږم لا ټينګېږم                      بېـخ يم چې خښېږم لا شين کېږم

موج يم طوفانونو کې مې ژوند دی             د ښکېلاک بېړۍ سره جنـــګېږم

پام! په غورځېـــدو مې غلط نه شې                       څومره که غورځېږم بيا لوړېږم

دښمن ته ګردابـــــــــــــونه جوړوم                        داسې طوفانـــــونو کې خوښېږم

په څټـــــــــــک مې قېمت نه بايلمه                      زر يــــــــــم په وهلو نه ختمېږم

يمه ســـــــــــــمندر ډک له موجونو                       په لښـــــــتو د هېچا زه نه بېلېږم

د اســــــــتعمار بېړۍ شوه ډوبه بيا                       ناظم توره په لاس کله ټينګېـــږم

او په دې بل شعر کې د دښمن د ماتېدو وړاندوينه کوي او خبرداری ورکوي چې دا ملت به د خپل تاريخي خصلت په څېر له دې موجوده ښکېلاک څخه هم سر غوڅوي. د شعر عنوان دی، غليم ته:

۲۳/۴/۱۳۸۸ كابل- له باغ بالا څخه تر خوشحال مېنې پورې موټر كې.

زما غــــــــــــــــــــرونه غليمانو ته ټټر وهي             په خپلو تيږو د هغو كودن ســــــــــــر وهي

ښه پوهيږي دا وطــــــــــن د اېل كيدو نه دى                    ښكيلاك دلته قبر خپله په ســـــــــــنګر وهي

چې تاريخ نه عبرت ناخلي حال يې دې نه هم                    لا بدتر شه په والله سر په تبـــــــــــــر وهي

هسكه د پامير او د شـــــــــــــمشاد څوكه زما                    لوړه ټيټه مې دښمن ښـــــــــــه په هنر وهي

تور غر او هندوكــــــش او تورې بوړې زما               دي مشهورې د ښكيلاك ښكاري جيګر وهي

غلچكـــــــــــو ته زما څوك ټينګيدلاى نه شي                     داسې بريښي د غليم پر زړه خنجـــــر وهي

الله اكبـــــــــــــر نارې نه زړه د هر ښكيلاك                      سخت ماتيږي والله كاخ د ســـــــتمګر وهي

دا كوم قدرت دلته ټينګ شوى عبرت واخلــه                      ناظم پيش بين دی چې تا نه به هم سر وهي

 

په دې موده کې يو ځل بيا له هېواده لرې هندوستان کې د تحصيل په پار يو څو مياشتې مسافر شوم او سخت په هېواد پسې خفه وم، چې وطن به مې رايادېده نو زړه به مې نری نری شو او د هېواد په مينه کې به نرمه غوندې ژړا راغله، چې په دې موده کې د کلام بېلګه چې د وطن د هجران فرياد په کې دی د «فراق وطن» تر عنوان لاندې وړاندې کوم:

«فراق وطن

۱۳۸۶هـ ش، هندوستان- دهلي جديد

«وقتی یک بار دیگر به فراق وطن و وطندارم مبتلا شدم و به ملک هندوستان جهت تحصیل رفتم به احساسات گرم و دلباخته به میهن عزیزم سوختم و سفتم و سرودم:

دور از یار و بهار و کاشانه شدم                    هم خوار و دل افگار و بی لانه شدم

من پروانۀ شمع پریوار بــــــودم                   ز فراقش یلدای سالانـــــــــــــه شدم

بلبل خوشخوان رخ گل در چمـن                بودم ولی خزان زمانه شدم»(۹:ص.۶)

همدارنګه د هندوستان په پردېسۍ کې مې بل شعر د وطن په مينه او د بېلتون له درده په ۲۶/۱۲/۱۳۸۶هـ ل نېټه ليکلی، چې مطلع يې ده:

مينه د وطن مې بل وطن کې نه پرېږدی                وينه د بدن مې بل چمن کې نه پرېږدي

لکه څنګه چې زما په شعر هجرت او پردېسۍ ډېره اغېزه کړې او د وطن له حالاتو او اوضاع سره سم یې حرکت ورکړی، دغسې د هېواد هر ويښ او با احساسه ليکوال او شاعر د هېواد له شرايطو او د هجرتونو له کړاوونو څخه دردېدلی چې د هغوی ژبه، قلم او دېوان د هغوی د زړه ښه انعکاس ګڼلی شو.

په هېواد کې د امريکا او ناټو له ماتې سره سم زما د شعر او شاعرۍ نړۍ يو بل پړاو ته ور پرانيستی، چې وياړ او مبارکي او د دښمن د ماتېدو زېري په کې ځلېږي، لکه په دې شعر کې:

تاج د خپلواکۍ

۳۰/۶/۱۴۰۰هـ. ل. خوشحال مېنه، کابل.

تاج

ښکلی تاج

د خپلواکۍ آزادۍ

دنګه شمله د پګړۍ وتړئ

اتلولي مو لوړه ده ګټلې د نړۍ

مبارک دا تاج د اتلولۍ د نړۍ مبارک

مبارک مبارک مبارک، مبارک مبارک مبارک

تاج د خپلواکۍ مبارک، شکست د بلواکۍ مبارک

مبارک مبارک مبارک، مبارک مبارک مبارک، مبارک

(۸:ص.۶)

له دې بحث او خاطرو څخه دا را څرګندېږي چې هجرت، پردېسي، له وطن څخه لرېوالی او د وطن د ناخوالو درد له کبله ځينې با احساسه انسانان شاعران او ليکوالان جوړېدلی شي، چې يو له هغو څخه زه خپل ځان د بېلګې په توګه يادوم، زه چې په خپله ځان په دې تله وتلم، نو پر ځان باندې دا اطلاق کولی شم چې زه د وطن مينې، هجرت، کړاوونو، د جهاد د سنګرونو ولولو، د يرغلګرو ظلمونو، د مظلومانو فريادونو او د زخمیانو زګېرويو له درد او غمه د خپل زړه د بړاس انعکاس د ليکوالۍ او شاعرۍ په کوڅه ورسيخ کړم او تر ننه ګوډ مات په کې روان يم، د وطن له حالاتو سره سم مې خپل ادبي سفر پيل کړی او ټولې لوړې ژورې يې د ګران هېواد له کړاوونو، درد، غم او فريادونو سره تړاو لري، خو هجرت او پردېسۍ ورباندې خپل لوړ اغېز ساتلی دی، همدارنګه د شعر بل اړخ مې د اسلام مبارک دين او ديني مفاهيمو او حقايقو اثبات او د هغو پر لور د خلکو هڅونه ده، ځينې نور اړخونه يې وصفي، تصوفي، تاريخي، سياسي، ټولنيز، فلسفي، اقتصادي او مينه ناک هم دي چې د ټولو سرچينه د هجرت او کړاو له ويالې څخه خړوب او تغذيه شوې ده.

د یادولو وړ ده چې هجرت، پردېسي، له وطنه لرېوالی او کړاوونه که له یوې خوا ځینې انسانان شعر او ادب ته هڅوي او د هغوی شعر له درد او غمه ډکوي، خو له بلې خوا ډېر زيات خلک له علم، ادب، فرهنګ، پوهې، سولې او سوکالۍ څخه محروموي او د جهل، ناپوهۍ، فقر، بداخلاقيو، غلاوو، جګړو، بې عزتيو، حقارت، جسمي او رواني ناروغيو، ناهيليو او داسې نورو بدمرغيو، فسادونو او جرمونو باندې يې هم اخته کوي، چې منفي اغېزې يې تر مثبتو زياتې او خطرناکې برېښي.

که ليکوالي او شاعري د هجرت يو له ښو اغېزو هم وګڼو بيا هم دې ته بايد پام وکړو چې حتی همدا اړخ هم ستر ليکوالان او شاعران د هېواد له تربيت، تعليم، پرمختګ، لوړو طرحو او د خلکو د سوکالۍ لپاره د ګټورو معلوماتونو او افکارو له راټولولو او خپرولو څخه را سپموي او په دردونو او کړاوونو کې يې اخته ساتي، چې دا يې هم يوه بله منفي اغېزه ګڼلی شو.

پايله

د دې ليکنې په پيل کې په دې آند وم چې په ادبياتو باندې د هجرت اغېزې پيدا کړم، دغه مسأله مې داسې انګېرله چې هغه به کېدای شي مثبتې اغېزې وي، خو د بېطرفانه تحقيق او حقيقت پلټلو او را برسېره کولو په نتيجه کې د مقالې له نيمايي څخه را په دې خوا دې حقيقت ته د تحقيق د پایلې په توګه ورسېدم چې هجرت، کړاوونه او پردېسي په ادبياتو باندې داسې اغېز کوي چې شاعر او ليکوال غمجن، قلم، بيان، دېوان، زړه، حواس، اورېدونکي او ټول انسانان غمجن کوي او دا دومره غمونه د انسان په رواني، جسمي او هر اړخ باندې دومره اغېز کوي چې هغه د ناروغۍ او انفجار حالت ته رسوي او په ټولنه کې، د علمي، تربيتي، فکري، عقيدوي، تعليمي، اقتصادي، سياسي، تخنيکي، عمراني او داسې نورو ډګرونو د ودې او پرمختیا خلاوې را منځ ته کوي چې دغه خلاوې څو نسلونه هم په آسانه نه شي جبران کولی؛ نو پر همدې اساس ويلی شو چې:

پر ادبياتو او د ژوند پر بېلابېلو اړخونو باندې د هجرت او کړاوونو اغېزې له مثبتو څخه منفي زياتې دي، ځکه ټول ادبيات او د ليکوالانو او شاعرانو قلم او دېوان له آهونو، فريادونو، کړاوونو او د ظلمونو له بدو انجامونو، تربګنيو، انتقام، جنګ جګړې، مخاصمې او مجادلې ډکوي او په مقابل کې يې مينه، محبت، اخلاص، صداقت، تېرېدنه، بښنه، تعلیم، تربیت، پرمختګ، لوړ افکار، علمي او فکري مسايل، ابتکار، تصوف، عرفان او داسې نور د ادبياتو د ډګر مثبت مفاهيم په کې کمرنګه کېږي او تر خپل سيوري لاندې يې تتوي، چې دا په نسلونو باندې ښه اغېزه نه لري او يو غمجن او انتقام اخيستونکی نسل روزي چې نه يواځې د دښمن پر وړاندې يې دغه د انتقام او جګړې خصلت کارېدل کېږي، بلکې دا خصلتونه د ټولنې په عادت او فرهنګ بدلېږي چې په خپلو منځونو حتی د خپلې کورنۍ د غړو په وړاندې هم په ډېر شدت سره را برسېره کېدلی او کارېدلی شي، له فکرونو څخه آرامتيا او عقلاني تفکر تښتوي او پر ځای يې د زور، ظلم او بې عدالتۍ مفکوره خپرېږي چې دا د ټولنو په ګټه نه ده.

وړانديز

  1. حاکم نظام او ټولو ادبي فرهنګي ټولنو او ادبي شخصيتونو ته وړانديز کېږي چې کوښښ وکړي ادبياتو ته ايماني، ټولنيز، پرمختيايي، ابتکاري، ښوونيز، روزنيز، عرفاني او اخلاقي جهت ورکړل شي.

 

مأخذونه

۱- قرآن کريم

۲- پسرلی، محمد صديق. ماته شپېلۍ، سريزه: امان الله ساهو، د ناهيد کتاب خپرولو مؤسسه: پېښور، ۱۹۹۴م=۱۴۰۴هـ ق.

۳- رفيع، حبيب الله. ږلۍ او ګولۍ، خطاط: شاه محمود پتنګ نقشبندي، د امان کتاب له خپرونو څخه: پېښور، ۱۳۶۷هـ ل.

۴- الشيباني، أحمد بن عمرو بن الضحاك أبو بكر. الآحاد والمثاني، المحقق: د. باسم فيصل أحمد الجوابرة، الطبعة الأولى، دار الراية: الرياض،۱۴۱۱هـ ق=۱۹۹۱م.

۵- مصلح، شاه محمد. خلیلی قافله سالار شعر معاصر دری، اکادمی علوم افغانستان: کابل، ۱۳۹۱هـ ش.

۶- مولایی، محمد سرور. دیوان خلیل الله خلیلی، به کوشش محمد ابراهیم شریعتی، نشر عرفان: تهران، ۱۳۷۸هـ ش.

۷- ناظم، محمد داود. تبيان مجله، دوهمه دوره، د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو معاونيت: پرله پسې ۵۴ ګڼه، د ۱۳۷۹هـ ل کال دوهمه ګڼه، کابل.

۸- ناظم، محمد داود. په پښتو ژبه کې نوي شعرونه، انتشارات اصلاح افکار: کابل، ۱۴۰۱هـ ل.

۹- ناظم، محمد داود. د زړه بړاس، انتشارات اصلاح افکار: کابل، ۱۳۹۹هـ ل.

۱۰- ناظم، محمد داود. د سولې ګلستان، انتشارات اصلاح افکار: کابل، ۱۳۹۹هـ ل.

۱۱- هاشمي، سید محی الدین. «شعر، شاعر او د یو مجاهد شاعر رسالت»، د افغانستان اوسني ادبيات د سيمينار د مقالو مجموعه، د افغانستان کلتوري ټولنه- سپېدې مجله: پېښور، ۱۳۶۹هـ ل.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس