معماری

سراج الدین حقاني له ترکي پلاوي سره لیدلي

ګهیځ: نن چهار شنبه (د مرغومي ۱مه) د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په خپل دفتر کې له ترکیې راغلي پلاوي سره لیده کاته کړي. په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو په اړه خبرې شوي. د یاد وزارت پر ټویټر لیکل شوي چې، ترکي …

ادامه نوشته »

د افغانستان کنګل پانګه؛ د کانګرس ۴۶ غړو یې د ازادېدو غوښتنه کړې

ګهیځ: نن چهار شنبه (د مرغومي ۱مه) راپورونه وايي چې د امریکا د کانګرس نېږدې ۴۶ غړو په یو لیک کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن څخه غوښتي چې په افغانستان کې د وچکالۍ او لوږې مخنیوي لپاره دې د افغانانو کنګل کړې پانګه ازاده کړي. په دغه لیک کې …

ادامه نوشته »

بریتانیا د خپل پوځ په لیکو کې د پخوانیو افغان کمانډویانو د جذب په لټه کې ده

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۳۰مه) د خپرو شوو راپورونو له مخې، بریتانیا د افغان پوځ د هغو کومانډویانو د جذب په لټه کې ده چې واک ته د ا.ا له رسېدو سره سم له هېواده وتلي دي. بزنس اینسایډر نشریې ویلي چې بریتانیا غواړي له یادو پوځیانو څخه …

ادامه نوشته »

پر افغانستان بندیزونه؛ واشنګټن پوسټ وايي د پای ته رسولو غوښتنې یې ډېرې شوي دي

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۳۰مه) په افغانستان کې له اقتصادي ستونزو سره هم مهاله پر بايډن او امریکايي حکومت د بندیزونو د لرې کولو لپاره فشارونه ډېر شوي دي. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ویلي چې د امریکا د کانګرس ګڼ شمېر غړو، په امریکا …

ادامه نوشته »

لاریونوال امریکا ته؛ د افغانستان کنګل کړې پانګه ازاده کړئ

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۳۰مه) کابل ښاریانو د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شوې پانګې د ازادېدو لپاره ولسي لاریون وکړ. لاریونوالو په یو غږ د امریکا له حکومت څخه وغوښتل چې د افغانانو پانګه ازاد کړي. دوی ټینګار وکړ چې امریکا په غیر قانوني توګه …

ادامه نوشته »

د تېر کال په پرتله هند ته د افغانستان صادرات ډېر شوي

ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۲۹مه) د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وایي، سږکال د تېر کال په پرتله هندوستان ته د افغانستان د صادراتو کچه لوړه شوې ده. د دغې خونې چارواکي زیاتوي چې سږکال له یو شمېر خنډونو او بندیزونو سره سره هند ته د افغان توکو صادرات …

ادامه نوشته »

هلمند کې د‌ کجکي بند چارې ۹۲ سلنه بشپړې شوي

ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۲۹مه) ارګ راپور ورکوي چې، په هلمند ولایت کې د‌ کجکي د اوبو بند چارې ۹۲ سلنه بشپړې شوي او د راتلونکي ۲۰۲۲ کال په لومړيو کې لومړی توربين په کار پیل وکړي. د ترکيې هېواد د سوداګرۍ شورا پلاوي پرون یکشنبه (د لیندۍ ۲۸مه) …

ادامه نوشته »

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله متحده عربي اماراتو ته روانه شوه

ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۲۹مه) د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د هېواد د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته ځي. کرکټ بورډ دا هم ویلي، چې ټاکل شوې د افغانستان ملي لوبډله د پاکستان، متحده عربي …

ادامه نوشته »

د عمران خان څرکندونو ته د کرزي غبرګون؛ د افغانستان په چارکو دې لاسوهنه نه کوي

ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۲۹مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي د عمرخان د هغو څرګندونو په غبرګون چې دغه هېواد دې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي. حامد کرزي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په افغانستان کې د تفرقې …

ادامه نوشته »

لوی درستیز: صالح او بسم الله را ته د خپلو شتمنیو د ساتنې پیغامونه استوي

ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۲۹مه) د اسلامي امارت لوی درستیز قاری فصیح الدین فطرت پر خپل ټویټر لیکلي، دا دویم ځل دی چې، د پرځېدلي حکومت لومړی مرستیال امرالله صالح او دفاع وزیر بسم الله محمدي ور ته د خپلو هغو شتمنیو ،چې په کابل کې ترې پاتې دي، …

ادامه نوشته »
قالب وردپرس