معماری
خانه / ادب و هنر / د شهید استاد منهاج الدین ګهیځ په یاد

د شهید استاد منهاج الدین ګهیځ په یاد

ښاغلی امین الدین خان ګهیځ د شهید استاد منهاج الدین ګهیځ مشر زوی دی چې په خبره یې د خپل پلار د ژوند د حالاتو او د هغه د شهادت د صحنې عیني شاهد دی، له هغه سره مو لیدنه د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند په ګذرګاه سیمه کې په هماغه کور کې وشوه چې لسیزي وړاندې یې مبارز پلار د څو مزدورو عناصرو له خوا پکې په شهادت رسېدلی ؤ، که څه هم د زمانې هسکو ټيټو اوس د کور هغه نقشه تر یوه بریده بدله کړې خو بیا هم د ښاغلي امین الدین خان په خبره تر اوسه هم د هغه وخت ځینې نښې نښانې پکې پاتې دي. هغه څه چې په لاندې کرښو کې لولئ، ده په خپل قلم خو زمونږ په غوښتنه لیکلي چې د زړه له کومي یې منندوی یو. «دګهیځ ټولنې اداره»

 

د پلار ژوند او د زوی ځغلند نظر:

شهید الحاج منهاج الدین ګهیځ د الحاج قاضي برهان الدین زوی د کندوز ولایت د خان آباد ولسوالۍ په چهار توت کلي کې دنیا ته راغلی، ګهیځ لومړني تعلیمات په خان آباد کې کړي او وروسته د کابل دارالمعلمین چې هغه وخت کې یې په پغمان کې موقعیت درلود راغی، کله چې دولسم ټولګي ته ورسېد، د نوموړي د ښه استعداد له مخې چې تل په ټولګي کې اول نمره ؤ او د وخت د ضرورتونو له امله ورته د دولسم ټولګي د فراغت سند ورکړل شو او د معلم په صفت یې په کار پیل وکړ. خو د هغو افکارو له مخې چې ده درلودل له معارف سره جوړ رانغی نو د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ په نساجي فابریکه کې یې دنده ونیوله، خو له هغه ځایه چې دی د انقلابي افکارو څښتن ؤ او د ویښ زلمیانو غورځنګ غړی هم ؤ، تر سختو فشارونو لاندې ؤ آن تر دې چې بیا د هغه وخت د حکومت له خوا په کورني او منطقوي حبس محکوم شو. نو مجبوراً بېرته خان آباد ته لاړ او هلته یې د پلار په ځمکو کې دهقاني کوله، ځکه دی پرته له خان آباد نه بل ځای نشو تللی،کله چې به د کوم ضروري کار لپاره کندوز ته هم تللو، نو د خان آباد له ولسوالۍ څخه به یې اجازه ترلاسه کوله، او کوم وخت به چې د کابل تګ ته ضرورت پیدا شو، نو د ولسوالۍ او ولایت دواړو امر اخیستل ورته ضروري ؤ، بیا وروسته یې د خان آباد په ښار کې د پنبه دانې او پوستکو یو دوکان جوړ کړ او خپل ژوند یې ورباندې تېراوه؛ له ښکار سره یې ډېره مینه درلوده او ښه ښکاري ؤ.

 

په آریانا شرکت کې دنده او د کندهار هوایي ډګر: 

کله چې د افغانستان بادشاه محمد ظاهر خان مشروطه حکومت او اساسي قانون اعلان کړ، نو خلکو ته یو څه آزادي ورکړل شوه، نو «ګهیځ» هم کابل ته راغی او په آریانا افغان هوايي شرکت کې ورته دنده پیدا شوه، چې د کابل په هوایي ډګر کې یې د کارګو په برخه کې کار کاوه، خو څو میاشتې وروسته بیا کندهار ته تبدیل شو هلته یې د هوایي ډګر د کارګو د منیجر په توګه کار کاوه، کورنۍ هم ورپسې ورغله، د کندهار هوایي ډګر کارکوونکو د پاک نفسۍ له امله ورته مولانا ویل او په دې نوم مشهوره شو. خو له بده مرغه د هغه وخت له پان امریکن الوتکې څخه سهواً څه کارګو د کندهار په میدان کې ښکته شوې وه چې د نوموړي هوایي ډګر په هنګرو کې ساتل کېده چې د دې صندقونو (کارګو) نه د استوونکي آدرس معلوم ؤ او نه یې د اخیستونکي یا ترلاسه کونکي، او نه پرې څه لیکل شوي وو، همدارنګه دا هم نه وه معلومه چې په صندقونو کې څه دي.   د «آریانا» د مشر او د هوایي ډګر د مشر په مشوره د یوه صندوق سر خلاص شو چې په صندوق کې ماشیندارې وې، دوی مجبور شول له موضوع څخه رسماً مرکز ته خبر ورکړي، چې بیا مرکز «ګهیځ» تحت الحفظ کابل ته راوغوښت، د صدارت په استخباراتو کې تر تحقیق لاندې ونیول شو، چې بیا وروسته له درې هفتو خوشې شو، خو بیا هم تر دریو میاشتو پورې ده هره ورځ استخباراتو ته حاضري ورکوله، دا لړۍ تر هغه وخته روانه وه ترڅو معلومه شوه چې دا صندوق چې په کندهار کې ښکته شوی ؤ اصلاً باید په لندن کې ښکته شوی وای خو اشتباهاً په کندهار کې ښکته شوی دی. ګهیځ له دغه مشکلاتو خلاص شو او بیا یې په کار پیل وکړ، د آریانا له خوا یې په همدې کال د حج په مراسمو کې برخه واخیسته، څو موده وروسته یې له آریانا سره هم خدای په آماني وکړه او د ارزاقو او عامه اړتیاو ریاست کې په کار پیل او د تفتیش د مدیر په توګه یې دنده مخ ته وړله، خو د دې سره هم د ده فکر ډېر ناکراره ؤ، څرنګه چې عسکري خدمت یې نه ؤ پوره کړی نو د خدمت لپاره جلب شو او په ټولګټو وزارت کې یې د یوه آزاد عسکر په توګه دنده اجراء کوله، د ژوند د تأمینولو لپاره یې څلور پنځه ځایه کورني درسونه ورکول او ورځپاڼو ته یې مضامین او مسایل ترجمه کول او نوموړي په دې توګه د خپلې د کورنۍ فقیرانه ژوند مخ ته وړو.

 

د «گهیځ» جریدې د پیل لپاره اقدام:

په افغانستان کې چپي حرکتونه (روسي او چينایي پلوه حرکتونه) په ډېر سرعت سره مخ په وړاندې روان وو. کله چې «گهیځ» په عربستان کې د حج له مراسمو څخه بېرته هېواد ته راستون شو د ده په فکر کې ډېر تغیيرات پیدا شوي وو او فکر یې ناکراره ؤ. حتی کله یې چې په ارزاقو کې کار کاوه او ورځپاڼو ته یې ترجمې کولې، د افغانستان علماوو ته یې په یوه خطابیه کې وویل: «اوس چپي حرکتونه په ډېرې چټکۍ سره روان دي، آیا سوسیالستي او سرمایه داري له دین سره څه ارتباط یا تضاد لري؟» خو هېچا هم ځواب ورنکړ. شهید ګهیځ په دې وخت کې د مولانا مودودي د لیدلو لپاره پاکستان ته لاړ، چې کله بېرته له هغه ځایه راوګرځېد ډېر ناکراره ؤ او ډېر فکر به یې کولو، بالآخره مجبور شو په خپله لاس په کار شي د «ګهیځ» جریدې امتیاز یې واخیست او خپله ایډیولوژیکه مبارزه یې د سوسیالیزم، غرب او مطلقه حکومت پر ضد شروع کړه چې دا ډول مبارزه په ځینو ښه نه لګیده او راز راز تبلیغات یې ورپسې کول، کله به جریده سانسور شوه کله به یې چاپ ته نه پرېښودل کېده، خو دی هېڅکله له خپله تصمیم څخه ونه ګرځید. د ګهیځ د جریدې قلمي همکاران مولوي صاحب خالص، استاد عبدالاحد عشرتي، محمد هاشم مجددي، غفوري او ځینې نور وو چې ماته یې اوس نومونه ندي په یاد، خو اکثره سر مقالې او ځینې ژباړې ده په خپله کولې او خپلې لارې ته یې دوام ورکولو.

 

شهید ګهیځ ته د شاه پیغام:

په ۱۵۳۱ کال کې عبدالستار سیرت چې هغه وخت د عدلیې وزیر ؤ «ګهیځ» ته ټېلیفون وکړ چې یو ځل زما دفتر ته راشه، کله چې دی هلته ورغی، عبدالستار سیرت ورته وویل چې ماته ظاهر شاه وظیفه راکړې چې تا سره وګورم، پاچا غواړي چې ته پر خپلو نشراتو بیا کتنه وکړې او یا یې بېخي بند کړې، که ته هر وزارت او یا هره څوکۍ غواړې درکوو یې. ګهیځ په ځواب کې ورته ویلي و چې زما مبارزه ایډیولوژیکه ده، نه د مقام او څوکۍ لپاره، دا زما لاره ده او هېڅ کله خپله لاره نشم پرېښودلی، عبدالستار سیرت ورته بیا دا څرګنده کړې وه چې داسې نشي ستا دا لار ستا له ژوند سره په لوبه بدله شي، ده ورته په ځواب کې ویلي و چې زه له خپلې لارې نشم ګرځیدلی، مرګ او ژوند هم د خدای په لاس کې دی.  تر دې پېښې څه موده وروسته «ګهیځ» ماته وویل، کله چې له پوهنتون څخه رخصت شوې زما دفتر ته راشه، په هغه ورځ کله چې ورغلم، دی د خپل میز تر شا پر څوکۍ ناست ؤ، او په لاس کې کومه ورځپاڼه پرته وه، کله چې ښه ځیر شوم په لاس کې تومانچه هم وه. دواړه سره یو ځای پلي د کور خواته روان شوو، خو ده د سرک کېن اړخ ونیوه، زه یې هم په څنګ کې روان وم. په لاره کې یې راته وویل ډېره موده کېږي چې زه له تهدید سره مخ یم، رنګارنګ ټیلېفونونه راته کېږي او د عبدالستار سیرت سره د خپلو خبرو کېسه یې هم راته وکړه. ویل یې زه ممکن ووژل شم خو په ماشومانو پام کوه چې بې علمه او بې تحصیله پاتې نشي.

 

 

د «ګهیځ» د شهادت واقعه او د سترګو لیدلی حال:

ورځې او شپې تېرېدې تر څو د سنبلې میاشتې ۶۱ مه نېټه راورسېده چې د برات شپه هم وه، زه ماښام ناوخته کور ته راغلم په لاره کې مې څه شفتالو هم اخیستي وو، پلار مې د مهمانخانې خواته روان ؤ ما ترې وپوښتل چې هلته څوک دي؟ ده وویل زمان جان او کوم بل ملګری یې له پېښوره راغلي دي، زه هم ورسره بېرته وګرځېدم، له زمان الدین جان (د پلار د تره زوی مې) او د هغه له ملګري سره مې چې «رحیم» نومیده ستړي مشي وکړل، څو دقیقې ورسره ناست وم بیا ترې ووتلم، دوی ته مې د شپې ډوډۍ هم یوړه. د ډوډۍ لوښي زما ورور «ضیاءالدین» بېرته کورته راوړل. زه خپلې کوټې ته لاړم او په کتاب لوستلو بوخت شوم. نه پوهېږم چې څومره وخت تېر شو، چې یو وار د ټک او ټوک غږ راغی، ما داسې فکر وکړو چې د برات شپه ده نو هلکان به په کوڅه کې پټاقۍ چووي، خو وروسته مې د باروتو بوی حس کړ، سم د لاسه مې ښکاري ټوپک د ګردنۍ سره را واخیست او له کوټې ووتلم چې د حویلۍ د دروازې ګړز مې تر غوږ شو، زه مهمانخانې ته لاړم چې درې واړه زخمیان پراته دي، بېرته په منډه کوڅې ته ووتلم چې موټرونو حرکت کړی ؤ او آخري موټر هم روان شو، چې ما په نښه کړ، دلته مې عشرتي صاحب هم مې مخې ته راغی د ډزونو څخه منصرف شوم، عشرتي صاحب ته مې موضوع وویله، هغه هم بېرته وګرځیده ما یو ټکسي ونیوله کله چې کور ته راغلم چې پولیسو ته ټيلېفون وکړم، ګورم چې ټيلېفون له مرکز څخه غیر فعاله شوی دی، زخمیان مې په موټر کې واچول او علي آباد روغتون ته مو مخه کړه، کله چې روغتون ته ورسېدو د عاجلې شعبې مؤظف ډاکټر په کوم بل مریض مصروف ؤ.

«زمان الدین» خو په لاره کې وفات شوی ؤ خو ګهیځ صاحب ښه ؤ، سم د لاسه مې د عملیات خانې جراحي ډاکټر را پیدا کړ او دی یې په تذکره کې واچوه او د عملیات خونې خواته یې یوړو، کله چې یې ګهیځ صاحب د عملیات خانې خوا ته وړلو، ماته یې اشاره وکړه چې نژدې راشه او چې ورغلم یو امانت یې راته وسپاره.

 

د «شپون» له خولې د پلار د مرګ خبر اورېدل:

کله چې شپون صاحب، ماما ګان، د عمه زامن او نور خپلوان روغتون ته راورسېدل زه د جامو بدلولو په خاطر چې ډېرې په وینو سرې وې یو ځل کور ته راغلم، جامې می بدلې کړې او بېرته روغتون ته ورسېدم، شپون صاحب د عبدالحکېم کټوازي سره چې هغه وخت د کابل امنیتي مشر ؤ، په خبرو لګیا ؤ، ما شپون صاحب ته وویل چې پلار مې څنګه دی؟ هغه راته مخه کړه او وې ویل چې هلکه لکه چې بې پلاره شوې، لالا مې نور ژوندی نه دی. د عبدالحکیم کټوازي مخابره په لاس کې وه او له چا سره په خبرو کې یې وویل چې ګهیځ صاحب او بل میلمه یې (زمان الدین) وفات شول او درېیم کس (بل میلمه) په لاس لګیدلی، لاس یې پانسمان شو هغه روغ دی.  عبدالحکیم کټوازي ټينګار وکړ چې جنازه باید همدا اوس کندوز ته انتقال شي، ما ورته وویل په شپه کې موټر او تابوت څنګه چمتو شي، تر سبا به یو څو روپۍ هم برابرې کړو. هغه بېرته ځواب راکړ چې غم مه کوه دا ټول کارونه موږ کوو، ټول کارونه به جوړ شي.

لنډه دا چې د شپې په یوه بجه موټر او تابوتونه چمتو شول، خپل خپلوان هم را پیدا شول او د کندوز لوري ته مو حرکت وکړ، کله چې موږ حرکت وکړ تر جبل السراج پورې د پولیسو موټرو تعقیبولو، وروسته تر هغې نه پوهېږم چې دا تعقیب تر کومه ځایه راپسې ؤ او که نه؟ خو سبا ورځ یوولس بجې (۱۱) کلي ته ورسېدو، ټول کلیوال او د خان آباد دوستان او خپلوان خبر شوي وو، میت ومینځل شو او بیا د ښار محب الله خان جامع جومات کې لمونځ اداء او د چهار آسیاب په پلارنۍ هدیره کې خاورته و سپارل شو. وروسته تر مراسمو کابل ته راغلو د شاه دو شمشېره په جومات کې یې فاتحه واخیستل شوه، سبا ته حضرت صاحب صبغت الله مجددي فاتحه ګیري وکړه او د فاتحې په آخر کې یې يوه احساساتي وینا هم وکړه.  دا ؤ د ګهیځ صاحب د ژوند او شهادت لنډه کېسه.

 

د «ګهيځ» د ترور د دوسيې څېړل:

دوه درې ورځې وروسته د زاړه ښار د امنیې قوماندانۍ اداري معاون«عبدالرشید عسکرزاده» راته ټيلېفون وکړ او ویل یې چې: «زه د قتل د څېړلو مسوؤل یم او کور ته درځم، چې ځینې معلومات مې په کار دي…»، یو ساعت وروسته دی راورسېد، وروسته له ځینو پوښتنو یي د ګهیځ د کتابو المارۍ و پلټله که چېرې کوم سند پیدا کړي چې پیدا نشو، عسکرزاده او ملګري یې له کوره ووتل او ماته یې خپل د ټيلېفون نمبر او د دفتر آدرس راکړ. درېیم کس د «زمان الدین» ملګری اصلاً پېښوری ؤ، هغه د چاردهي په ولسوالۍ کې نظر بند ؤ، خو کله کله به د تحقیق هیأت له خوا ځینې ځایونو ته وړل کېده. زه به په هرو دریو څلورو ورځو کې د «عبدالرشید عسکرزاده» دفتر ته ورتلم او د تحقیقاتو له نتیجې مې ځان خبرولو، خو هغه به په ځواب کې راته وویل چې تر اوسه مو څه نه دي ترلاسه کړي، څو میاشتې په پېښې او تحقیقاتو تېر شول، یوه ورځ د پوهنتون څخه د ده دفتر ته لاړم چې د انکشافاتو پوښتنه ترې وکړم، دی له خپلې چوکۍ را پاڅېد او زما په څنګ کې کښېناست، زما نه یې یو کتاب واخیست او پرانست او بېرته یې کلک وتاړه او ماته یې وویل: «برادر دیګر دوسیه را بسته می کنیم، خداوند ګهیځ را مغفرت کند، قتل او سیاسی است و از زور من و تو بلند» و «من توان افشای این قضیه را ندارم و از تو هم میخواهم دیګر از تعقیب این موضوع منصرف شوی، نشود که خدای ناخواسته نقصش به تو و فامیلت برسد.»؛ هماغه ؤ چې زه هم د موضوع له تعقیب څخه منصرف شوم.

 

د «ګهیځ» د ترور د دوسیې تړل کېدل:

عبدالرشید عسکرزاده راته په ښکاره ډول وویل چې دا یو سیاسي قتل دی نه یې زه د افشا کولو زور لرم او نه یې ته د تعقیب او دا خبره هغه وخت نوره هم قوي شوه کله چې رحیم د زمان الدین جان ملګری چې هماغه شپه ګهیځ صیب سره یو ځای په مهمانخانه کې ناست ؤ؛ داسې کیسه راته وکړه: «د حویلۍ دروازه وټکېده، پلار دې ور ووت چې دروازه خلاصه کړي، درې نفره ولاړ وو یوه وویل چې د ګهیځ سره مو کار دی (دا پدې معنا ده چې هغوی ګهیځ په څیره نه پېژانده) دوه نفرو ږیرې درلودلې او درېیم یې دریشي کړی ؤ چې له خپلو بوټانو سره مهمان خانې ته راننوت، یوه ږیرور ګهیځ ته یو کاغذ ورکړ چې دا په خپله جریده کې نشر کړه، ګهیځ ورته وویل چې دا مطلب مو زموږ د نشراتي پالیسۍ خلاف دی او کاغذ یې بېرته ورته ورکړ، ګهیځ د دوی په مقصد او هویت پوه شوی ؤ، غوښتل یې چې له ځایه پاڅیږي او کور ته درشي، تاسې خبر کړي او خپله تومانچه را واخلي، چې دوی ډزې ورباندې شروع کړې، زمان جان په ټټر او زه په لاس ولګیدم، دوی په ډېره بیړه ووتل، چې حتی له یوه څخه څپلۍ هم پاتې وې او لوڅې پښې تښتېدلی ؤ.» دا چې دوی ټول څو نفره وو او څو نفره په وړه او لویه کوڅه کې د امنیت نیولو لپاره ولاړ وو؛ زه ورباندی نه پوهېږم، خو څه مې چې ولیدل د روسي جیپانو، او لنډرو ور (revor dnal) موټرونه د ۹ ملي مترۍ کارتوسنو پوچک وو چې هغه وخت صرف د پولیسو په اختیار کې وو او بس.

 

له محمد حسن کاکړ سره د «ګهیځ» د قاتل مخامخ کېدل:

نامتو لیکوال او تاریخ پوه ډاکتر حسن کاکړ د ثور تر انقلاب وروسته زنداني شوی ؤ او کله چې له بنده آزاد شو ویل یې چې په زندان کې یوه ورځ یو سړی ماته راغی او ویل یې چې ما ډېره سخته ګناه کړې ده، نه پوهېږم چې څه وکړم هغه دا ده چې ما «ګهیځ» په شهادت ورساوه او ډېر پښېمانه یم. مرحوم کاکړ صاحب ویل چې دا سړی ما ته نارمل نه ښکارېده، نوم یې «بشیر غازي علم» ؤ. مرحوم «کاکړ» سبا ته پېښور ته ولاړ چې موږ ورسره مفصلې خبرې ونکړای شوې له هغه ځایه هم امریکا ته ولاړ او هلته وفات شو. یو وار «استاد صلاح الدین خان» چې زما کاکا او د ګهیځ صاحب ورور دی، «بشیر غازي علم» په پېښور کې د «شپون» صاحب په دفتر کې لیدلی ؤ او له صلاح الدین خان سره یي د چپي جریانونو په اړه بحث کړی ؤ او ډېرې څه سپکې خبرې یي هم ورته کړې وې. کله چې مو د دا خبره واورېده ما څو نفرو ته مې وظیفه ورکړه چې د مجاهدینو په جبهاتو کې د ده آدرس معلوم کړي، خو دا ممکنه نه شوه، ځکه دی امریکې ته تللی ؤ.  د انتقالي دورې په راتلو سره دی بیا افغانستان ته راغلی ؤ، او د څه وخت لپاره د عدلیې وزارت مشاور ؤ خو بیا بېرته امریکې ته لاړو، کله چې موږ په دې مورد څېړنې پیل کړې چې دی را پیدا کړو، خو دی امریکا ته تللی ؤ. د شپون صاحب له قوله چې «بشیر» په داخلي سفر بوخت ؤ چې له پاسه ورباندې کوم بکس په سر لگيدلی ؤ او لدې سره ورته دماغي مشکل پیدا شوی ؤ او بیا جهنم ته ولاړ. ځکه الله پاک په قرآنکریم کې فرمایلي دي (هغه څوک چې بې ګناه مسلمان په عمدي ډول ووژني د هغه ځای د تل لپاره جهنم کې دی)، زه تر اوسه هم نه پوهېږم او نه دا حکم کولای شم چې دا اجاره یې قاتلان څوک وو او چا اجاره کړي وو، روسانو، امریکایانو، خلقیانو، پرچمیانو، شعله یانو او یا د وخت دولت، خو دومره پوهېږم چې دا کار د وخت د واکدارانو له مرستې پرته نا ممکنه ؤ.

یادونه:

دا کاغذونه ما د مریضۍ په حالت کې او په ډېره عجله لیکلي دي، که کومه املایي او انشایي غلطي پکې وي هغه تاسو په خپله اصلاح کړئ، خدای دی وکړي چې کوم مشکل پيدا نه کړي.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس