افغانی رسنۍ او دینی ارزښتونو ته درناوی!

افغانی رسنۍ او دینی ارزښتونو ته درناوی!

د ګهیځ ټولنې غړی، عبدالظاهرحمیدی

جوته ده چې په هر هېواد کې رسنۍ باید د هماغه هېواد له قانون او د ټولنې د کلتور او فرهنګ مطابق فعالیت وکړی، ځکه نو په افغانستان کې هم د یوه اسلامی ملک په توګه چې نهه نوی سلنه وګړی یې مسلمانان دی، د ولس غوښتنه داده چې دلته دې هم رسنۍ د افغانستان د نافذه قوانینو او د ټولنې د ارزښتنو او کلتور مطابق وړاندې ولاړې شی.

 خو متأسفانه په دې اړه په افغانستان کې له پخوا د ځینو رسنیو رول منفی ثابت شوی دی چې پایله یې آن د نظامونو په ړنګیدو هم تمامه شوې ده. د مثال په توګه د شاهی نظام په وروستیو کلونو په ځانګړی ډول د ډېموکراسۍ په لسیزه کې د چپی ګوندونو ځینو چاپی رسنیو داسې مسایل خپاره کړل چې د ولس ذهنیت یې د نظام او ګوندونو پرخلاف راوپاراوه لکه: د مرد نُه زنه تر سرلیک لاندې د یوه کاریکاتور خپرول یا پر لینن درورد ویل، چې د افغانی کلتور او دین پرخلاف ؤ له شاهی دورې په را وروسته کلونو کې هم کله ناکله ځینو رسنیو داسې مسایلو ته لمن ووهله چې ولس یې را وپاراوه او ستونزې یې را وټوکولې.

خو ددې ټولو دورو نه که را تېر شو، دې ته به وگورو چی په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ تر ختمېدو او دلته د انتقالی ادارې تر جوړښت وروسته د رسنیو حالت څه ډول ؤ؟ شک نشته چې په افغانستان کې، په دې دور کې رسنیو تر هر بل وخت زیات پرمختګ کړی او په ځانګړې توګه راډیویی او ټلویزیونی چینلونه ډېر شوی او په دې لسو وروستیو کلونو کې خو د انټرنټ له برکته هر افغان رسنیز ډګر ته کوز شوی او د هر چا په لاس کې رسنۍ ده.

دې حالت ډېرې ستونزې جوړې کړې، ځکه په دې توګه هغه قوانین چې باید په رسنیز ډګر کې ترې کار واخیستل شی، نه عملی کېږی، بلکې ډېری خلک له دې قوانینو ناخبره هم دی، دوی یوازې د مسایلو په خپرولو او تبصـرې کولو پوهېږی او بس.

دلته که اوس د رسنیو له لوری د دینی او ملی ارزښتونو پالل څېړل کېږی، یا به خواله رسنۍ ترې مستثنی کوو یا به قوانین داسې وی چې پر کاروونکو د تطبیق او عملی کولو هېڅ ډول الزام نه وی.

خو ددې سره سره دا یو مثبت اړخ دی چې اوس افغانی رسنیز ډګر ډېر پرمختګ کړی او ورځ تر بلې پیاوړی کېږی؛ اما له دې سره باید قوانین هم باید پراخ او عام شی تر څو هغه وګړی چې غواړی له خواله رسنیو کار واخلی ځینی اصول او قوانین په پام کې ونیسی.

که چېرې دا کار ونشی، بیا به ستونزې ډېریږی او آن کېدای شی دینی علما د خواله رسنیو په ناوړه کارونه د اعتراض غږ اوچت او بالآخره د څو تنو ناوړه کار اخیستونکو له امله دا رسنیز پرمختګ له لاسه ووزی.

د نافذه قوانینونو په رڼا کې رسنیز فعالیت:

ددې لپاره چې موضوع مو سمه څېړلی وی نو ښه ده چې د هېواد نافذو قوانینو ته مخه کړو په ځانګړې توګه رسنیزو قوانینو ته دلته په لومړی سر کې د بیان د آزادۍ خبرې ته ورځو چې قانون یې په اړه څه وایی:

د ټولیزو رسنیو قانون په دوهم فصل کې (حقوق او مکلفیتونه) تر سر لیک لاندې د فکر او بیان آزادی تشریح شوې ده او د څلورمې مادې په لومړۍ فقره کې یې داسې صراحت شوی دی:

(هر شخص د فکر او بیان د آزادۍ حق لری. د دولتی چارواکو له خوا له لاس وهنې، محدودیت او تهدید پرته، د قانون د حکمونو په حدودو کې د اطلاعاتو او نظریو غوښتنه، ترلاسه کول او لېږدول په دې حق کې شامل دی او په دې حق کې د معلوماتو د خپرولو، وېشلو او تر لاسه کولو د وسایلو آزاد فعالیت هم شاملېږی).

دلته مونږ ګورو چې هر وګړی د فکری او بیان د آزادۍ حق لری. د معلوماتو غوښتل، انتقال او نظریاتو بیانول د قانون د حدودو په چوکاټ کې د حکومتی چارواکو له مداخلې او محدودیت پرته شامل دی، اما له دې آزادۍ باید ناوړه ګټه پورته نه کړی شی، ځکه د همدې قانون د شلمې مادې مطابق مونږ ځینې محدودیتونه هم لرو:

شلمه ماده: (د خصوصی راډیو او ټلویزیونونو ادارې مکلفې دی چې په خپلو خپرونو کې د اسلام د سپېڅلی دین اصول او حکمونه او د افغانستان د ملت ملی، معنوی او اخلاقی ارزښتونه او روانی امنیت په پام کې ونیسی.)

په دې ماده کې ټول را‎ډیویی او ټلویزیونی خصوصی چینلونه مکلف کړی شوی دی چې د اسلام د مقدس دین د اصولو او احکامو په رڼا کې عمل وکړی له ارزښتونو ملی، معنوی او اخلاقی حتا تر روانی حالت پورې ټول مسایل باید واضح بیان شی او له دې ارزښتونو باید ساتنه او دفاع وشی. د همدې حکم په اساس ټول نشـرات باید د اسلامی اصولو مطابق روان وی. همدارنګه د یاد قانون د لسم فصل په پنځه څلوېښتمه ماده کې همدا مطلب په پوره صراحت ویل شوی دی:

د ټولیزو رسنیو لسم فصل (هغه آثار او مطالب چې تولید، چاپ او خپرول یې منع دی)

ددې قانون په پنځه څلوېښتمه ماده کې راغلی دی: ددغه قانون په اووه ویشتمه ماده کې په درج شوو ټولیزو رسنیو او مؤسسو کې د لاندنیو رپوټونو او مطالبو تولیدول، تکثیرول، چاپول او نشرول جواز نه لری:

۱- هغه آثار او مطالب چې د اسلام د سپېڅلی دین له حکمونو او اصولو سره په توپیر کې وی.

۲- هغه آثار او مطالب چې نورو ادیانو او مذهبونو ته د سپکاوی لامل وګرځی.

۳- هغه آثار او مطالب چې د حقیقی او حکمی اشخاصو د سپکاوی، تحقیر او د حرمت د هتک یا تر پښو لاندې کولو لامل شی.

۴- هغه آثار او مطالب چې پر حقیقی او حکمی اشخاصو افترا وی او د هغوی شخصیت او اعتبار په ټولنه کې زیانمن کړی.

۵- هغه آثار او مطالب چې له اساسی قانون سره توپیر ولری او د جزا په قانون کې جرم وګڼل شی.

۶- پرته د اسلام له سپېڅلی دین څخه د نورو دینونو تبلیغول او ترویج.

۷- د تاوتریخوالی د تېری د قربانیانو د هویت او د تصویرونو څرګندول په داسې ډول چې ټولیز حیثیت یې زیانمن شی.

۸- هغه آثار او مطالب چې د ټولنې د افرادو او په ځانګړې توګه د ماشومانو او تنکیو ځوانانو روانی امنیت او اخلاقی سلامتیا زیانمنوی.

شاید په دې اړه به تر دې زیات صراحت ممکن نه وی، دلته ټولې رسنۍ مکلفې دی چې د هغو مسایلو له نشـر څخه ډډه وکړی چې د اسلام د مقدس دین له اصولو او احکامو سره په مغایرت کې قرار لری او حکومت باید د دې قوانینو او لوایحو په رڼا کې خپل اقدامات ترسره کړی او دا هغه څه دی چې حکومت ورته اختیار ورکړی او پرې مکلف دی چې تطبیق یې کړی. اما متأسفانه نن چې مونږ غږیزې او انځوریزې رسنۍ څارو، ګورو چې تر ډېره یې دا قوانین تر پښو لاندې کړی او داسې مسایل خپروی چې د دین، اخلاقو او ارزښتونو پرخلاف دی حتی ځینې رسنۍ د نورو ادیانو او افکار د خپرولو کوښښ هم کوی په دې توګه دا رسنۍ چې باید د هېواد د رغونې چارې سرته ورسوی په لوی لاس خپل ولس د نابودۍ کندې ته ورټیل وهی.

دینی ارزښتونو ته درناوی:

رسنۍ د هرې ټولنې یا هېواد د دینی او اخلاقی ارزښتونو د دفاع کامیابه وسله او د خپلو ارزښتونو د خپراوی مؤثره وسیله ګرځیدلې، چې د باثباته او بریمنې ټولنې په رامنځته کولو کې یې منلی شوی رول او ځواکمن کردار خورا روڼ او جوت دی. د نړۍ په کومو هېوادونو کې چې د اخلاقی ارزښتونو قدر او قیمت ته په سپکه کتل شوی، هلته ولسونه د بدمرغیو او بد اخلاقۍ داسې ډنډونو ته پرېوتی چې د هغو نه د وتلو لپاره لار او ګودر ورک شوی، زموږ ګران هېواد ته هم د آزادۍ په پلمه او د ټولو نافذو قوانینو پرخلاف د پردی پالو رسنیو لخوا له دینی او اخلاقی پلوه نه جبرانیدونکی زیانونه رسېدلی، چې ورځ تر بلې په هغو کې نور زیاتوالی راځی. د ګڼو بې لارو غربی رسنیو په مقابل کې ایله څو په شمار وطن پالې او اسلام پالې رسنۍ شتون لری، کومې چې د لږو امکاناتو په مټ د منحرفو او بې لارو رسنیو لخوا د فکری او فرهنګی یرغلونو په مقابل کې یې خپلې خپرونې پیل کړی او دوام ورکوی چې د خدای په مرسته د دې لوی او ستر یرغل مخې ته سپر شوې.

د ارزښتونو اهمیت:

دینی یا اخلاقی ارزښتونه د ټولنې د شرافت، انصاف او د اجتماعی عدالت ضامن دی، له ارزښتونو څخه مراد هغه کړنې یا اعمال دی کومو ته چې په ټولنه کې د دین، قانون، ادب، عاطفې او هغه چې په اجتماعی چاپیریال کې ورته په غوره نظر سره کتل کېږی مراد دی.

اسلامی او اخلاقی ارزښتونه:

مونږ خپله ټولنه کې د شرم، حیا، ایثار، قربانۍ، د مشـرانو احترام، پر کوچنیانو شفقت، حسنه اخلاق، د انسان احترام، د ناروغ پوښتنه، میانه روی، رښتنولی، ورورولی، خپلمنځی یووالی، یو بل سره همدردی او د بې وزلو لاسنیوی، د ظلم مخنیوی د مظلوم مرسته او نور… هغه ارزښتونه دی چې اسلام او ټولنې مونږ ته په میراث پرېښی دی.

د ارزښتونوته درناوی:

د رسنیو پر چلوونکو او لیکوالانو لازمه ده چې ټولو ارزښتونو ته پام او درنښت ولری، په دې معنا چې د خلکو د پوهاوی لپاره کار ترې واخلی، پر تبلیغ او رسولو کې یې ونډه واخلی بل لور ته ترې د سرغړونو جسارت ونکړی، د هرې رسنۍ چلوونکی باید خپل اسلامی، ملی او اخلاقی مسؤولیتونه درک کړی، په اړه یې تل حساس او بیدار ذهنیت ولری او ورباندې وویاړی، که مسلمان په خپل کلتور، اخلاقو او اقدارو نه ویاړی او د نورو قومونو او خلکو د اقدارو پیروی کوی؛ نو دا به خورا بدمرغه پایلې ولری. چې متأسفانه نن سبا یې ډېر مثالونه وینو او اورو چې خپل اقدار سپکوی او د نورو سپک اخلاق خپلوی او پرې ویاړ کوی دا هغه انسانان دی چې اصلاً یې خپل فرهنګ نه دی پېژندلی او نه ورته ارزښت ښکاری.

د رسنیو موخې:

رسنۍ د ټولنې او خلکو د اصلاح فریضه سرته رسوی نه دا چې سرچپه په ټولنه کې منفی سوچونه او شیطانی اعمال خپاره کړی پوهان وایی: رسنۍ مونږ ته دا نه وایی چې تاسې دا کار تر سره کړئ او دا کار مه کوئ، بلکې مونږ ته د ډېرو کارونو تلقین کوی او مونږ یې په خپل ورځنی ژوند کې ګورو چې څومره اغېز یې پر مونږ کړی دی همدارنګه ویل کېږی چې رسنۍ مثبت او منفی دواړه خواوې لری چې ترې د خیر لپاره هم کار اخیستل کېدای شی او د شر لپاره هم، ولس ته لارښوونه کوی، حوصله او باور هم ورکوی، د ذهنی غلامۍ، پوځی برتری او کلتوری غلبې ډار هم بښلی شی، یو ولس ته سیاسی او ملی شعور ورکوی، خو د درواغو، افواهاتو په خپرولو سره هغه په خپلو عزایمو او باور شکمن کولی هم شی، د اتفاق او اتحاد ناره هم پورته کوی، د نفاق او شقاق لپاره هم کار کولی شی، په دې اساس رسنۍ باید دپردیو لپاره کار ونه کوی، بلکې ټولنه کې د خپلمنځۍ همدردۍ، اتحاد او یو والی راوستو په موخه کار وکړی، د افغانانو ملی او دینی مسؤولیتونه روښانه کړی، د نېکو او صالحو استعدادونو د روزلو هڅې وکړی د خلکو د خیر، بری او خوشالۍ په هدف مسؤولیت اداء کړی څو په ټوله کې یوه پاکه او سپېڅلې ټولنه رامنځته شی.

افغانی ټولنه او پردی سریالونه:

 نن چې په هېواد کې د ټلویزونو په پردو کومې بې لارۍ، غربی؛ هندی او ترکی سریالونه او فلمونه او د بې حیایۍ سندریزې برنامې ترسره کېږی، زمونږ د ملی او دینی مزاج ښکارندویه نه دی. دلته کوښښ روان دی چې پر موږ پردی کلتور وتپی په داسې حال کې چې مونږ خپل ملی ارزښتونه او دینی احکامات لرو.

زموږ ټولنه دغو بیهوده نشـراتو ته ضرورت نلری که د ساینس پوهانو، ډاکټرانو، انجینرانو، علماوو، ادیبانو او د هغوی لاسته راوړنو په اړه بحثونه وی او دا مسایل وڅېړل شی نو زمونږ د اوس او راتلونکې لپاره به ګټور تمام شی اوکه تفریح کوو هم یوې هدفمنې تفریح ته اړیو نه د هنر په نامه روانو خرافاتو ته چې زمونږ نسلونه د تباهۍ سره مخامخ کوی.

متأسفانه د څو روپیو لپاره د شهرت او نامه لپاره دپردیو د زړه ترلاسه کولو لپاره دا هرڅه ترسره کېږی.حقیقت دا دی چې په ټوله کې د اسلامی هېوادونو د رسنیو او په ځانګړی توګه زموږ په هېواد کې د وروستیو تحولاتو وروسته چې د رسنیو په نوم څه روان دی، نهایت مضـر او بدې پایلې لرونکې دی، چې له امله یې په ټولنه کې ډېر بد منفی اثرات او مضـر نتایج وینو، خلکو ته دروغ وایی، په راښکونکو تېر ایستونکو عنوانو او پروپاګندونو یې ډاروی، د تفریح په نامه فحشا، لوڅتوب او بې حجابی خوروی، د ثبات په ځای منفی کردارونو ته وده ورکوی، پر افغانانو د غربی کلتور تپلو لپاره له ټولو  ناروا لارو کار اخلی.

نتیجه:

د دې بحث او څېړنې په پایله کې دا جوته کېږی چې حکومت د قوانینو په تطبیق او څارنه کې یا پاته راغلی یا یې عملی کوی نه، یا یې له وس او توان نه خبره پورته ده، همدارنګه د رسنیو چارواکی هم یا د پیسو او مادی ګټو لپاره یا د فشار له مخې دا ناوړه دودونه او خپرونې خپروی چې زمونږ ولس ته زهر قاتل دی په ځانګړې توګه کوچنیانو، ځوانانو، کورنۍ او د ولس ټولو وګړو ته متأسفانه چې د ښه بدیل نه شتون خلک اړ کړی چې دې خپرونو ته کېنی او ویې ګوری، اوس زمونږ د چارواکو دنده ده او په دوهم قدم کې د رسنیو د مشـرانو دنده ده چې د ولس د ارزښتونو په پام کې نیولو سره خپلې خپرونې برابرې او نشـر کړی او په دې توګه به یې د ولس پر وړاندې خپل مسؤولیت اداء کړی وی. دا زمونږ د رسنیو اساسی دنده ده ترڅو د افغانی اصیل کلتور لپاره کار وکوو نن په ټوله نړۍ کې د هر ملک اوسیدونکی او رسنیز خلک په دې هڅه کې دی چې خپل وطنی تولیدات ډېر او ترې استفاده وکړی د پردیوو فکر او کلتوری یرغلونو پر وړاندې ودریږی او مقابله یې وکړی نه دا چې زمینه سازی ورته وکړی.

مأخذونه:

– د ټولیزو رسنیو قانون، ۱۳۸۶ لمریز کال.

– د اسلام ژوند نظام کتاب / محمد یوسف اصلاحی ـ  مترجم: سید فضل مولا لټون

– اسلام دین فطرت کتاب / لیکوال، سعید حوی ـ ژباړن: مؤمن حکیمی

– درآمدی برعلم دعوت / تألیف دکتور محمد ابوالفتح البیانونی – ترجمه عبدالرحمن زمان پور.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.