ضیاء الرحمن حبیب سپین غر، د کونړ جریدې مسؤول مدیر
د کونړ ولایت د رسنیز بهیر د پیل او تر دې دمه د هغې د دوام په اړه معلومات او په منځ کې یې د بېلابېلو بدلونونو په اړه خبرې لدې ځای څخه پیل کېږی چې لومړی باید د کونړ ولایت په لنډه توګه وپېژنو:
کونړ د افغانستان یو غرنی ولایت دی چې د هېواد په ختیځ کې موقعیت لری، شمال ته یې ختیځ نورستان، سوېل ته یې ننګرهار ولایت، لوېدیځ ته یې لغمان ولایت، شرق ته یې ډېورنډ کرښه ده، چې له کرښې هاخوا د مومندو او باجوړ ایجنسۍ پرتې دی او قبایلی مومند او سالارزی قومونه په کې ژوند کوی.
د (لرغونی او اوسنی کونړ) کتاب د معلوماتو پر بنسټ په خپله کونړ د نورستانۍ ژبې یوه کلمه ده، چې معنا یې د ښونه یا زیتون دره ده، کونړ پخوا د ننګرهار ولایت حکمرانی وه چې په شاهی دولت کې په ۱۳۴۴ لمریز کال کې په جلا ولایت بدله شوه.
دا مهال د مرکز اسعدآباد په ګډون ۱۶ اداری واحدونه: خاص کونړ، نورګل، څوکۍ، نرنګ، سرکاڼو، مروره، شیګل، دانګام، اسمار، غازی آباد، ناړۍ، وټه پور، شلتن، ماڼوګى او چپه دره ولسوالۍ لری، په کونړ کې ۱۳ لوی قومونه؛ ساپی، سالارزی، مشواڼی، شینواری، ماموند، ترکاڼی، الکوزی، مومند، بزرګخېل، ملاګوری، سرکاڼی، ګجر او کوهستانی ژوند کوی.
الف-کونړ کې د مطبوعاتو پیل؛غږیزې او انځوریزې رسنۍ:
الف- دولـتی رسنۍ:
۱- دولتی راډیو او ټلویزیون:
په دغه اړه د کونړد دولتی (ملی) راډیو ټلویزیون پخوانی همکار ملنګ سلیم چې لا هم په همدې اداره کې دنده مخ ته وړی، وایی: په ۱۳۴۲ لمریز کال کې دلته د کونړ په مرکز اسعدآباد کې د وخت د دولت له خوا یوه آخذه د”منډه کول” تاریخی چینې په پورتنۍ ساحه کې ولګول شوه، چې یوه دستګاه یې په مرکزی څلورلارې کې د عمراخان لېسې ترڅنګ د یار محمد خان په درې پوړیزه ودانۍ کې وه او دوه لوډ سپېکر یې یو د بازار په مرکزی او بل یې د کرهالې پله شا او خوا کې وو، نصب شول او نشرات به پرې کېدل.
مشر ژورنالیست او لیکوال” شاه ولی سالارزی” د دغه وخت نشراتو په اړه وایی: دغې اخذې تقویه کوونکی رول لرو، په دې معنا چې د مرکز کابل نشرات به یې دلته خپرول، نور دلته تولیدی خپرونې نه وې، او دغه دستګاه ته د یو کیلو واټ برېښنا سیسټم هم جوړ شوی ؤ.
د ملنګ سلیم په وینا؛ دغې دستګاه خپل داسې سیسټم درلود چې خپله برېښنا به یې خپله ځان ته جوړوله، هغه دغه دستګاه ډېره ښه بلله او زیاته یې کړه چې دا په یو لوی موټر کې نصب وه.
د هغه وخت او د اوسنی وخت د کونړ ملی راډیو تلویزیون تخنیکی همکار “اسراییل کونړی” وایی چې راډیو هغه وخت دوه ساعته مستقیم د کابل نشرات دلته کونړ کې خپرول.
د ښاغلی کونړی په وینا په۱۳۶۲ لمریز کال کې راډیو او په ۱۳۶۴ لمریز کال کې ټلویزیون جوړ شو( په کونړ کې) چې لومړی به دلته ټاکل شوو کسانو د شپې له دولس بجو نه تر درې بجو پورې، د کابل دولتی ټلویزیون خپرونې په یو ډول لویو جاپانۍ کیسټونو کې ثبت کولې او بیا به یې په سبا ورځ د ماذیګر له شپږو بجو نه د شپې تر نهو بجو پورې د کونړ له ټلوېزیون څخه ثبت شوی مواد خپرول چې په عادی آنتن به خلکو ته د کتلو وړ وې.
د هغه په وینا دغه مهال راډیو دوه ساعته نشرات لرل او ټول پرسونل یې څلور کسان وو چې دوه کسه د راډیو او دوه کسه نور د ټلویزیون لپاره وو او د نشراتی برخې مسؤولیت یې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره ؤ او تخنیکی چارې یې بیا د مخابراتو ریاست پورې اړوندې وې.
د کونړ د ملی راډیو تلوېزیون د خبریال ملنګ سلیم په وینا؛ پر هېواد د روسانو د یرغل تر ماتې وروسته د مجاهدینو په وخت کې په کونړ کې هېڅ نه وو، ځکه هېواد په کورنیو جګړو کې ښکېل ؤ، خو وروسته د طالبانو د لومړی ځل واکمن کېدو سره سم دلته د “آر -یک صدو هشتاد” په نوم دستګاه چې اصل کې د مخابرې دستګاه وه، دلته په کونړ کې فعاله شوه او په مېډیم څپه به یې شپږ ساعته نشرات کول، په دې نشـراتو کې خبرونه، د راغلو لیکونو خپرونې او ځینې نورې خپرونې خپرېدې.
د هغه په وینا هغه وخت انالوګ سیسټم ؤ، یعنې اوسنی ډیجیټل د ثبت سیسټم او نور نه وو.
د هغه په وینا؛ دغه مهال د راډیو دستګاه او سټوډیو د کونړ اوسنی مستوفیت ریاست پرځای وه چې یو آنتن یې ترڅنګ په زراعتی ځمکو کې او بل یې د اسعدآباد په زاړه روغتون کې هسک شوی ؤ، چې د دواړو انتنونو ترمنځ لین وصل او په منځ کې یې کوم رسنیز آنتن ته ورته اله لګېدلې وه، هغه مهال اسعدآباد د “منډه کول” برېښنا کوټ برېښنا تولیدوله خو لږه وه، نو د همدې امله به یې راډیو چالانېدو لپاره انډلکی چینایی جنراتور چالانوه او یو لوډسپېکر به د راډیو په دېوال نصب او چالان وو، هغه وخت اسعدآباد ښار دومره لوی نه ؤ، نو ځکه به یې تر ډېرې ساحې غږ اورېدل کېده.
د ښاغلی کونړی په وینا دغه مهال د راډیو او اطلاعاتو فرهنګ ریاست ټول کارکوونکی شل کسان وو، چې د تېر په څېر تخنیکی برخه مخابراتو سمبالوله او نشراتی کارونه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مخ ته وړل.
۲- دولتی راډیو او ټلویزیون د تېر جمهوریت پر مهال:
د ښاغلی کونړی په وینا؛ د طالبانو د واکمنۍ د لومړی دور تر پای ته رسېدو وروسته په جمهوریت کې کونړ ولایت ته د راډیو یوه پنځه کیلو واټه دستګاه راوړل شوه چې آنتن یې هم د ملی راډیو تلویزیون په اوسنۍ سیمه کې نصب شو چې ډېر لوی ؤ او کټ مټ د مبایل مخابراتی انتنونو په څېر وو، د دغې دستګاه قرار داد له پاکستانیانو سره شوی وو چې له بده مرغه دوی په لوی لاس په دستګاه کې ګوتې وهلې وې او خرابه کړې یې وه او بیا جوړه نشوه. وروسته بیا دلته د امریکایانو له خوا د لس کیلو واټه د راډیو دستګاه راوړل شوه.
د ملی راډیو تلویزیون د نشـراتو د مدیر ضیاء الحق ساپی په وینا د جمهوریت په لومړیو کلونو کې د کونړ ټلویزیون دستګاه د هندوستان هېواد له لوری او د راډیو ایف ایم دستګاه د آزادۍ راډیو له لوری چې دغلته د آزادۍ راډیو له لورې فعاله شوه او د هغه په وینا د راډیو او ټلویزیون د ودانۍ لومړی پوړ د ښاروالۍ له خوا او دوه یم پوړ د هغه مهال امریکایانو پی ارټی یا ولایتی بیا رغونې ټیم له خوا جوړ شو.
د ښاغلی اسراییل کونړ په وینا، د امریکایانو له خوا تر پنځه ویشتو قراردادی همکاران هم پدې اداره کې وګومارل شول پداسې حال کې چې شاه خوا شل کسان له پخوا وو او د دغه پنځه څلویښت کسانو (کمره مین، ډرېور، اجیرانو، ساتونکو په شمول) معاش، تیل او ډوډۍ لګښت ورکول کېده، د هغه په وینا دغه مهال راډیو شپاړس ساعته نشـرات په ایف ایم او میډیم څپو درلودل او ټلویزیون شپږ ساعته نشـرات لرل چې په هره برخه کې تولیدی خپرونې چمتو کېدې، همدارنګه په راډیو او ټلویزیون دواړو کې ژوندۍ خپرونې هم خپرېدې.
د دې ترڅنګ به ماښام مهال د کابل ملی ټلویزیون خبری سروېس هم د کونړ له ټلویزیون نه خپرېدو او ځینې خپرونې به کونړ کې تولید او د ملی ټلویزیون له مرکزی دستګاه څخه خپرېدې، د دې ترڅنګ د اختر او نورو ملی ورځو او مراسمو په اړه هم ژوندۍ او ثبتی خپرونې او پروګرامونه جوړېدل او خپرېدل.
دغه مهال ټلویزیون په ساده آنتن خلکو د ټلویزیون ننداره کولی شوه او راډیو په ایف ایم او میډیم څپو خپرونې کولې چې د کونړ له لرو پرتو سیمو پرته آن د پاکستان له کراچۍ او نورو سیمو څخه اورېدونکو اړیکې نیولې.
۳- اوسمهال دولتی راډیو او ټلویزیون:
وروسته تر دې چې طالبان په دو یم ځل واکمن شول د کونړ د راډیو او ټلویزیون نشـرات هم تغییر شول، د کونړ د ملی راډیو ټلویزیون د نشراتو اوسنی مدیر ښاغلی نذیر الله عابد په خبره؛ اوسمهال د راډیو نشـرات شپږ ساعته دی چې د کابل څخه د ملی راډیو زیات او ځینې پروګرامونه له همدې ځایه چمتو او خپریږی، د هغه په وینا ټلویزیون یو ساعت نشـرات لری چې نیم ساعت د مرکز کابل نشـرات او نیم ساعت دوی په کونړ کې تولید شوې خپرونې او خبرونه نشروی، په راډیو کې هم خبرونه او خپلې تولید شوې خپرونې خپروی، اوسمهال شل کارکوونکی لری، د ښاغلی عابد په وینا د دوی پوښښ ساحه تر ناړۍ، وټه پور او څوکۍ ولسوالیو پورې ده، ټلویزیون یې په عادی آنتن نشریات کوی خو راډیو او ټلویزیون کې ژوندۍ خپرونې لا تر اوسه نه شته.یاده راډیو اوسمهال په ۱۰۵،۲ ایف ایم څپه نشرات کوی او د مسؤولینو په وینا د پوښښ ساحه یې د کونړ لرې پرتو سیمو پورې رسېږی.
ب- شـخـصـی او غیر دولتی رسنۍ:
۱- ځلا راډیو او ټلویزیون:
په کونړ کې د ځلا په نوم لومړنۍ خپلواکه ( غیر دولتی) راډیو په ۲۰۰۷ د کونړ ناړۍ ولسوالۍ په بریکوټ سیمه کې جوړه شوه، چې مسؤول مدیر یې شکیب سانین دی، هلته له څه مودې وروسته بیا د کونړ مرکز اسعدآباد ښار ته راولېږدول شوه او تر دې مهاله نشرات کوی.
څه موده وروسته یې ټلویزیون هم په نشراتو پېل وکړ، په شپه او ورځ کې پنځلس ساعته نشـرات د راډیو او پنځه ساعته نشرات د ټلویزیون له لارې کوی، راډیو یې په ۸۹.۲ څپه نشرات کوی. د دې رسنۍ دفتر اوسمهال په اسعدآباد ښار کې د کونړ ولایتی روغتون ته غزیدلی سرک ترڅنګ شمال لور ته دی.
۲- ښکلا راډیو:
دې راډیو په ۱۳۹۳ لمریز کې نشرات پېل کړل، مسؤول یې ژورنالیست او خبریال روح الله انوری دی، تر ۱۴ کسانو پورې کارکوونکی لری، څپه یې ۸۸،۸ ایف ایم ده او اوسمهال دیارلس ساعته نشـرات لری چې د جمهوریت پرمهال شپاړلس ساعته وو چې د خبرونو ترڅنګ بېلابېلې ثبتی او ژوندۍ هر اړخیزې خپرونې یې لرلې، خو دمګړۍ یې نشرات یوازې دینی وعظونو، نعتونو او ځینې سوداګریزو خبرتیاو ته ځانګړی شوی دی. د پوښښ ساحه یې تر خاص کونړ، غازی آباد، وانت وایګل او پښتونخوا سیمو پورې ده.
د مسؤولینو په وینا یې اوس مهال له اقتصادی ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او په ډېر مشکل یې د سوداګریزو خبرتیاوو پر مټ یې دغه رسنۍ ژوندۍ ساتلې چې خورا کمې پېسې دی، د اقتصادی ستونزو ترڅنګ د دوی ستونزه هم د بریښنا نشتوالی دی، د دې راډیو دفتر د منډه کول تاریخی چینې ترڅنګ دی.
۳- بدلون راډیو:
په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې یې په نشراتو پېل کړی، دغه راډیو د جمهوریت پرمهال یې نشـرات شپاړلس ساعته وو چې خبرونو ترڅنګ یې بېلابېلې ژوندۍ او ثبتی خپرونې درلودې او اوس مهال دیارلس ساعته خپرونې لری چې د اسلامی مسایلو ترڅنګ ځینې سوداګریزې خبرتیاوې او همدارنګه د کابل څخه د سلام وطندار راډیو نشرات د څو ساعتونو لپاره خپروی، مسؤول یې ژورنالیست او خبریال خان ولی سالارزی دی، د راډیو څپه یې ۸۸ ایف ایم ده، د پوښښ ساحه یې د کونړ تر لرې پرتو سیمو پورې ده. د اقتصادی ستونزو ترڅنګ د دوی ستونزه هم د برېښنا نشتوالی دی او همدارنګه د اقتصادی ستونزو له امله یې د کارکوونکو شمېر هم کم شوی.د راډیو دفتر یې د منډه کول چینې په لور غزېدلی سرک ترڅنګ د کونړ ولایت مقام او کرهڼې ریاست ته مخامخ په اتحاد پلازه کې دی.
۴- توحید غږ راډیو:
دا راډیو د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې د ۲۰۱۴ زیږدیز کال راهیسې په ایف ایم څپه نشـرات کوی، څپه یې ۸۸،۳ چې له پېل نه یې نشـرات اسلامی، تعلیمی، ټولنیز او نورې برخې رانغاړی، یعنې سندریزې خپرونې نه لری، مسؤول یې انجنیر اجمل دی، د اسلامی جمهوریت پرمهال یې نشـرات څوارلس ساعته وو او اوس لس ساعته ته راټیټ شوی چې مخکې یې د کارکوونکو شمېر دیارلس خو اوس پنځه کسه ته راټیټ شوی چې لامل یې د خبرتیاوو او پروژو نه شتون دی.
د پوښښ ساحه یې د ننګرهار ولایت تر کامې ولسوالۍ او کونړ اسعدآباد ښار پورې ده.
د دې راډیو دفتر د کونړ نورګل ولسوالۍ له بازار نه مخکې د کونړ لور ته د نورګل خوړ په غاړه شتون لری.
۵- نښتر راډیو:
د دې راډیو مسؤول نجیب الله ؤ چې په ۱۳۹۱ لمریز کال کې یې نشرات د یوې لنډې مودې لپاره پېل کړل خو بیا وروسته بنده شوه او تر دې مهاله بنده ده. د دې راډیو دفتر د کونړ ولایت د مرکز اسعد آباد په مرکزی سیمه “کرهالې” کې ؤ.
ب- کونړ کې د مطبوعاتو پیل؛ چاپی رسنۍ:
A– دولـتی جرېدې او مجلې:
د لیکوال او ژورنالیست شاه ولی سالارزی په وینا: تقریبا په ۱۳۶۴ لمریز کال کې چې د ببرک کارمل د واکمنۍ مهال ؤ.
د کونړ په نوم دولتی جریده په اونۍ کې یو ځل په ننګرهار ولایت کې چاپیدله چې د کونړ اړوند موضوعات به په کې وو چې د موضوعاتو مرسته به دکونړ باختر آژانس له لوری ورسره کېده، یاده جریده تر یوې مودې ودرېدو وروسته د جمهوریت پر مهال له ۱۳۸۴ لمریز کال څخه بیا خپرونې پیل کړې چې لا اوس هم دوام لری او اوس هم د کونړ په نوم په میاشت کې یوځل په رنګه ډول، زر ګڼې د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کونړ جریدې عمومی مدیریت له لوری چاپیږی، مسؤول مدیر یې اوسمهال “ضیاءالرحمن حبیب سپین غر” دی.
دغه جریده د کونړ پر مرکز او ولسوالیو سربېره د هېواد څلور دېرش ولایتونو او هم په پلازمېنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بېلابېلو معینیتونو او ریاستونو ته استول کېږی.
د کونړ مجله چې دولتی خپرونه ده تر ځنډ وروسته یې لومړنۍ ګڼه یې په ۱۳۷۸ لمریز کال کې چاپ شوه چې بیا تر نېږدې دوه ویشت ګڼو پورې کله پرلپسې او کله په ځنډ د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوری چاپېده.
پر دې سربېره “د کونړ ولایت هنداره”، “له ژمنې تر عمله” او په داسې ورته نورو نومونو هم د ولایت مقام په لګښت مجله چې بڼه یې لویه او کتاب ته ورته وه، هم چاپېده چې موضوعاتو زیاته برخه یې د ولایت مقام او ولایتی ادارو پلانو او لاسته راوړنو ته ځانګړې شوې وه چې هم په لیکنۍ بڼه او هم په انځوریزه بڼه یې څرګندونې کولې.
B– خصوصی جرېدې او مجلې:
هېواد کې د اسلامی جمهوریت او نړیوالو ځواکونو په راتګ سره دغه بازار ګرم شو چې په لمن کې یې دغه چاپی توکی د لنډ مهال لپاره، یعنې ځینې یو ځل، ځینې څو ځل او یا یو کم شمېر یې چاپ او خپاره شول:
ستوری، خوځښت، روغ ژوند، زده کړه، لوستل، غنچه، سپرغۍ، روزنه، لوپټه، کونړغږ، افاق، غزا، چغان، سیمه، فکری یون، آیینه، د عدالت کور او کرکټ مجلې وې چې چاپ شوې.
کونړ، کونړ ځوانان، څارګر، رغاونه، ځلا، اسعدآباد، څار، شېبه، اخلاص، ځوان یون، ولس ارمان، تنویر، بدلون او یو شمېر نورې جریدې په پرله پسې ډول له چاپه راووتې.
ج- کونړ کې د مطبوعاتو پېل؛ هغه رسنۍ چې په کونړ کې یې یوازې نشرات خپریږی:
غږیزې او انځوریزې رسنۍ:
کونړ کې د اسلامی جمهوریت پر مهال او تر وروستیو یې لږ دمخه د ملی ټلویزیون، لمر، طلوع، آریانا او د شمشاد ټلویزیونونو خپرونې په عادی آنتنونو د نندارې وړ وی، خو وروسته بیا بندې شوې او اوسمهال یې لیدل یوازې په ریسور او کیبل شبکې د لیدلو وړ دی، خو د اسلامی جمهوریت له سقوط سره سم کیبل هم له منځه لاړ.
د جمهوریت پرمهال آزادۍ ،بی بی سی، امریکا غږ، آریانا، شمشاد ،آرمان او اراکوزیا هم په ایف ایم نشـرات کول، خو په وروستیو کې او بیا د جمهوریت له سقوط وروسته یوازې آزادۍ راډیو په ایف ایم نشرات کوی.
د- کونړ کې د مطبوعاتو پیل؛ کتابتونونه:
په کونړ کې دوه دولتی کتابتونونه چې د اطلاعات او کلتور ریاست په چوکاټ کې دی، یو یې د سیدجمال الدین افغان په نوم او بل یې د عامه کتابتون په نوم شتون لری چې هر یو یې د زرهاوو کتابونو، مجلو او نورو درولودونکی دی، نېږدې پنځوس شخصی کتابتونونه هم شتون لری چې تازه چاپ شوې مجلې او کتابونه ورته په وخت رسېږی، خو اوس مهال دغه جریان تر ډېره ټکنی او په ټپه ولاړ دی، په کونړ کې لرغونی آثار شته، خو د ساتنې لپاره یې موزیم نشته، د اطلاعاتو او فرهنګ مسؤولینو په وینا هر وخت او څو ځل یې له وزارت نه د موزیم جوړېدو غوښتنه کړې خو لا یې غوښتنه په غوښتنې بڼه پاتې ده.
په کونړ کې له شلو زیاتې فرهنګی ټولنې شتون لری چې زیات یې د فعالیت رسمی جوازونه هم لری،خو اوسمهال دغه بهیر هم په ټپه ولاړ دی او هېڅ ډول فعالیت شتون نه لری.
وړاندیزونه:
دا چې د طالبانو په نظام کې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ځانګړی او مهم مقام لری، نو هیله ده چې د کونړ لپاره دغه وړاندیزونو باندې غور وکړی او پلی کېدو لپاره یې لاس په کار شی:
۱- کونړ ولایت کې باید یو موزیم جوړ شی
۲- د چغان په تاریخی غونډۍ او ځینو نورو مهمو ځایونو کې دې هوټلونه جوړ شی
۳- په دانګام، شیګل او پیچ دره کې دې د تفریح ځایونه؛ لکه: پارکونه، زانګوګانې او نور د سیلانیانو لا زیاتېدو لپاره جوړ شی او نومونه دې هم پرې د کونړ مشهورو څېرو کیښودل شی
۴- پرته له تبعیض او سیاست نه دې د کونړ وتلو شاعرانو، لیکوالانو او نورو په اړه علمی سمینارونه جوړ شی
۵- کونړ ملی راډیو تلویزیون نشراتی او هر اړخیزه پراختیا باید وشی، ځکه کونړ غرنی ولایت دی او دلته د رسنیو پوښښ ساحه کمه ده.
۶-د کونړ په اسعدآباد ښار کې څو ځایونه دی چې چوک جوړولو ته وړ دی، که د ښاروالۍ او نورو ادارو سره خبرې وشی او څلور لارې جوړې او په کې داسې ساختمانونه ډیزاین شی چې ښار ته ښکلا ورکړی،که مالی امکانات یې دولت نه لرل نو له ملی سوداګرو سره دې جوړ جاړی وشی، خېر نومونه دې د دوی په خوښه پرې کېښودل شی، لکه د اسلامی جمهوریت پرمهال چې بلخ ولایت کې ورته کار وشو.
گهیځ