معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / آسترلیا د ۵۰ زره افغانانو دپناه غوښتنلیکونه رد کړل

آسترلیا د ۵۰ زره افغانانو دپناه غوښتنلیکونه رد کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې آسترالیايي رسنیو د خپل هېواد د چارواکو له قوله ویلي، چې دغه هېواد د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته د شاوخوا ۵۰ زره افغانانو د پناه غوښتنلیکونه رد کړي دي.
د استرالیا SBS ټلوېزیون پرون ویلي، له ۲۰۲۱ راوروسته د افغانانو له لوري د پناه لپاره په وړاندې شویو غوښتنلیکونو کې تراوسه پورې د نږدې ۵۰ زره تنو پناه غوښتنه نه ده منل شوې.
دغې ټلوېزیون زیاته کړې، پر دې سربېره چې د ۵۰ زره افغانانو د پناه غوښتنلیکونه رد شوي، لږ تر لږه د ۱۴۴ زره نورو غوښتنلیکونه تراوسه پورې بیخي څېړل شوي نه دي او د څېړلو نوبت یې نه دی رارسېدلی.
له بلې خوا افغان – آسترالیا ټولنې او په افغانستان کې د آسترالیايي ځواکونو پخوانیو همکارانو ویلي، چې د دوی د ګڼ شمېر نږدې خپلوانو وېزې لغوه شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس