معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ا.ا له نړیوالو غوښتي چې له دوی سره دې د اړیکو نوی پړاو پیل کړی

ا.ا له نړیوالو غوښتي چې له دوی سره دې د اړیکو نوی پړاو پیل کړی

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وږي/سنبلې ۱۴مه او د سپټمبر میاشتې ۵مه نېټه ده) ا.ا پر امریکا، اورپايي او نورو هېوادونو غږ کړی، چې افغانستان کې پر نوي سرپرست حکومت فشارونه کم کړي او له دوی سره د اړیکو یوی نوی باب پرانېزي.
د ا.ا ویاند په کابل کې یوې هندي رسنۍ سره په خبرو کې ويلي، لېواله دي چې له امریکاه سره خپلې اړیکې و رغوي او دوی په دې برخه کې جدي کار کوي.
ذبیح الله مجاهد ورته مهال امریکا د دوحې له هوکړې څخه پر سرغړونو تورنه کړې او خبرداری ورکوي، چې د افغانستان پر فضايي حریم تېری د هیچا په ګټه نه دی.
ښاغلي مجاهد ویلي: “مونږ پر امریکا، اروپايي هېوادونو او نورو غږ کوو، چې پر اسلامي دولت فشارونه راکم کړي او د افغانستان له نوي حکومت سره د اړیکو نوی پړاو پیل کړي. مونږ د امریکا له متحدو ایالتونو سره د اړیکو بیا رغولو ته لیواله یوو، چې له امریکا سره د اړیکو نوی پړاو پیل کړو او له امریکا سره د افغانستان د ګټو پر بنسټ ښې اړیکې غواړو او هیڅ هېواد ته به اجازه ورنکړو، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي. ”
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ځينې عناصر نه غواړي، چې د افغانستان او نړۍ تر منځ ښې اړیکې جوړې شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس