کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې الجزیرې تلوېزیون راپور ورکړی، چې تېره ورځ ناوخته د سوریې انتقالي پړاو په ترڅ کې ابو محمد الجولاني (احمد الشرع) رسماً د نوي دولت مشر وټاکل شو.
دې مراسمو کې د تحریر الشام په ګډون د سوریې جهادي غورځنګونو مشرانو ګډون کړی و او په مهمو پرېکړو یې هوکړه وکړه.
په دې مراسمو کې د پخواني رژیم ټولې سیاسي، نظامي او امنیتي ادارې لغوه اعلان شوې. همدا راز ویل شوي چې د نوي اساسي قانون جوړولو لپاره به ګامونه پورته شي.
د پوځي عملیاتو ویاند حسن عبدالغني ویلي، د سوریې د آزادۍ تر بریا وروسته اوس د جوړولو او پرمختګ لپاره هوډ لري.
ابو محمد الجولاني د نوې پوځي ادارې د جوړښت په اړه د جهادي غورځنګونو له مشرانو سره خبرې کړي او اعلان یې کړی، چې ټول نظامي ځواکونه به د دفاع وزارت تر مدیریت لاندې یوځای شي.
د تېر کال وروستیو کې د تحریر الشام په مشرۍ د سوریې جهادي غورځنګونو د پراخو عملیاتو په پایله کې د سوریې لوی ښارونه او پلازمېنه تر خپل کنټرول لاندې راوستل او د بشار الاسد واکمنۍ ته یې د پای ټکی کېښود.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/