کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي یوناما مشرې روزا اتونبایوا د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره په کتنه کې غوښتنه کړې، چې د افغانستان په ۵ زونونو کې د پانګونې کنفرانس جوړ کړي.
نورالدین عزیزي له روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې دغه راز د افغانستان صنعتي انکشافاتو، د تشبثاتو د مرکز جوړولو، د انلاین سوداګرۍ د مرکز د پرانیستنې، له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ، د صنعتي پارکونو د برېښنا او په افغانستان کې د خصوصي سکتور ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې وکړې.
اوتونبایوا په افغانستان کې پانګونې ته د رابلنې کنفرانس ستاینه کړې او له نورالدین عزیزي څخه یې غوښتي، چې دا ډول پروګرامونه دې د افغانستان په پنځو زونونو کې هم جوړ کړي.
څو ورځې وړاندې کابل کې په افغانستان کې پانګونې ته بلنه تر سرلیک لاندې کنفرانس جوړ شوی و.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/