کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۳مه نېټه):
د ترکی رسنیو د خبر له مخې رجب طیب اردوغان د ترکیې د ولسمشر په توګه نن د لوړې مراسم ترسره کړل.
په دې ډول نوموړي له دوه لسیزو واکمنۍ وروسته د یوې بلې پنځه کلنې دورې لپاره د ترکیې د ولسمشرۍ چارې په داسې وخت کې مخته وړي، چې د راپورونو له مخې د ترکیې اقتصاد ورځ تر بلې د خرابېدو خوا ته روان دی.
د خبر له مخې پارلمان کې د لوړې له مراسمو وروسته شانداره مراسم په پلازمېنه انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ترسره کیږي، چې د نړۍ په لسګونو مشران به په کې برخه واخلي.
اردوغان د مې په ۲۸مه په دوهم پړاو انتخاباتو کې خپل سیال ته ماتې ورکړه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/