معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / اردوغان وايي، د قرآن سوځونې له پېښې وروسته به ترکیه په ناټو کې د سویډن د غړیتوب ملاتړ ونه کړي

اردوغان وايي، د قرآن سوځونې له پېښې وروسته به ترکیه په ناټو کې د سویډن د غړیتوب ملاتړ ونه کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۴ مه نېټه):
د ترکي رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردغان د دوشنبې په ورځ په ستاکهولم کې د ترکیې د سفارت مخې ته له مظاهرې او هلته د قرآن کریم د نسخو له سوځولو وروسته ویلي، چې سویډن باید د ناټو له غړیتوبه د ترکیې د ملاتړ تمه ونه کړي.
رسنیو زیاته کړې، چې اردوغان د کابینې په غونډه کې ویلي، هغو کسانو ته چې په ستاکهولم کې یې زموږ د سفارت په وړاندې د سپکاوي اجازه ورکړې، باید په ناټو کې د دوی د غړیتوب لپاره زموږ پر ملاتړ حساب ونه کړي. اردغان وړاندې ویلي، که تاسو د ترهګرو سازمانونو او د اسلام دښمنانو سره مینه او ساتنه کوئ، نو تاسو ته زموږ مشوره دا ده چې د خپلو هېوادونو د امنیت سره د مرستې لپاره له هماغوی څخه مرسته وغواړئ.
هېره دې نه وي چې سویډن د ناټو د غړیتوب لپاره د ترکیې په ګډون د دغه سازمان د ټولو غړو ملاتړ ته اړتیا لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس