معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اروزګان کې د ۳ لکه ډالرو په لګښت یو روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

اروزګان کې د ۳ لکه ډالرو په لګښت یو روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۱ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اروزګان مرکز ترینکوټ په مهر آباد سیمه کې د ۳ لکه ډالرو په لګښت یو روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د مسوولینو په وینا دغه روغتون به د یادې سیمې ۴۰ زره کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست رییس ویلي، چې د ياد روغتون چارې په ۱۲ مياشتو کې بشپړې شوې دي.

د اروزګان والي له مرسته کوونکو بنسټونو څخه غوښتي، چې د خلکو اساسي ستونزو ته دې ځان ورسوي.

د ده په خبره لاهم په لرې پرتو سيمو کې خلک روغتيايي خدمتونو ته لاس رسی نه لري.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس