معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اروزګان کې پر ۷ زره جریبه ځمکې صنعتي پارک جوړیږي

اروزګان کې پر ۷ زره جریبه ځمکې صنعتي پارک جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۷   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ویلي، چې د اروزګان ولایت په خېر آباد سیمه کې پر ۷ زره جریبه ځمکه باندې ستر صنعتي پارک جوړیږي.

د خبر پر بنسټ، دغه ولایت کې د یاد وزارت ځایي مسوولینو ویلي، د دې ولایت والي عنایت الله شجاع د صنعت او سوداګرۍ ولایتي رییس محمد داوود شاهین او یو پلاوي له یادې سیمې څخه لیدنه هم ترسره کړې ده.

موده وړاندې هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري په غزني ولایت کې د یوه صنعتي پارک د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه او تازه هلمند کې هم د صنعتي پارک د جوړېدو په موخه د غونډه ترسره شوې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس