معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اروزګان کې ځایي چارواکي د زیات شمېر چاودېدونکو مهماتو د نیولو خبر ورکوي

اروزګان کې ځایي چارواکي د زیات شمېر چاودېدونکو مهماتو د نیولو خبر ورکوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۶ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اروزګان ولايت ګېزاب ولسوالۍ امنيې قوماندانۍ د تروريزم سره د مبارزې منسوبینو د يو کشفي راپور پر اساس په زیاته اندازه چاودېدونکي مهمات کشف او ترلاسه کړي.
د خبر له مخې، د دغه ولايت د ګیزاب ولسوالۍ امنيې قوماندانۍ د تروريزم سره د مبارزې مسوولينو د کشفي او استخباراتي راپور پر اساس د ګېزاب ولسوالی د نېک آباد په سیمه کي په زیاته اندازه مهمات او چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه کړي.
د یادې ولسوالۍ د ترورېزم سره د مبارزې مسوول ویلي، چې نیول شویو مهماتو کې د غټو او درنو وسلو په سلګونه پیره او یو شمېر د چاودېدونکو توکو مواد چې په يو مخفي ځای کې ځای پر ځای شوي وو، تر دقیقو څېړنو او اطلاعاتو وروسته کشف او ترلاسه کړې.
د نوموړي په خبره، په دې تړاو لا تر اوسه څوک نه دي نیول شوي، خو په اړه یې څېړنې روانې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس