معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اروزګان کې ۴ سوه ماشومان پر یوې نامعلومې ناروغۍ اخته شوي

اروزګان کې ۴ سوه ماشومان پر یوې نامعلومې ناروغۍ اخته شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې شاوخوا ۴ سوه ماشومان پر یوې نامعلومې ناروغۍ چې تر اوسه تشخیص شوې نه ده، اخته شوي دي.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي او سیمه ییز مسوولین وايي، دا ناروغي د ولسوالۍ په شالی ناوې سيمه کې له تېرو څو ورځو راهیسې خپره شوې ده.
د اروزګان د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد الله روحاني هم وايي، چې د خاص اروزګان ولسوالۍ د شالی ناوې سیمې په ماشومانو کې یوه ناپېژندل شوې ناروغي خپره شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس