معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اروپايي ټولنې د هرات زلزله ځپلو ته ۳.۵ میلیونه یورو مرسته ځانګړې کړه

اروپايي ټولنې د هرات زلزله ځپلو ته ۳.۵ میلیونه یورو مرسته ځانګړې کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اروپايي ټولنې ويلي، په افغانستان کې د وژونکې زلزلې له امله زیانمنو شویو ته د بېړنیو بشري مرستو رسولو په موخه یې ۳.۵ میلیونه یورو ځانګړي کړي‌ دي.
د دې ادارې ځينو لوړپوړو چارواکو پرون زلزله ځپلو سيمو لیدو ته ورغلي او ویلي یې دي، چې له دې مرستې سره به د اغېزمنو کورنیو ځينې اړتیاوې پوره شي.
اروپايي ټولنې همدا راز زیاته کړې چې له اعلان شویو پیسو ۲.۵ میلیونه یورو یې خپلو هغو شریکانو ته په پام کې نیولي، چې دمګړۍ په سیمه کې د بشردوستانه چارو په ترسراوي بوخت دي.
د نړیوالو مرستو په لړ کې تېره ورځ هم د متحده عرب اماراتو، ترکیې، ازبکستان او قزاقستان له هېوادونو څخه په جلا – جلا الوتکو کې خوراکی مواد، درمل، جامې او نور د اړتیا وړ اړین توکي هېواد ته رسېدلي دي.
د رسمي شمېرو له مخې دغو زلزلو کې تر یونیم زرو پورې کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او له ۲ زرو ډېرو کسانو د مړه کېدو ترڅنګ نږدې ۲ زره تنه نور ژوبل شوي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس