معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۱۴۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۱۴۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۸  نېټه):

د راپورونو له مخې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ سرپرستې او شارژدافیرې رافیلا یودیچه د ریاست‌الوزرا له اداري مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې اروپایي ټولنه له افغانستان سره ۱۴۵ میلیونه یورو نوې مرسته کوي.

د راپور پر بنسټ، نوموړې د هرات له زلزله ځپلو او له پاکستان څخه راستانه شویو افغان کډوالو سره د مرستو او له نشه يي توکو سره د جدي مبارزې په برخه کې د سرپرست حکومت هڅې ستایلې دي.

په ورته مهال د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، چې په افغانستان کې د سرتاسري امنیت د تامین له امله اروپايي ټولنه کولی شي په بېلابېلو برخو کې پانګونه هم ترسره کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس