کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب لومړۍ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېف بورېل په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د دې ټولنې ۲۶ غړو هېوادونو د بشري مرستو لپاره په غزه کې د جګړې د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
یادې ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو له ډلې یوازې هنګري له دې غوښتنې سره مخالفت کړی دی. جوزېف بورېل ټینګار کړی، چې د جګړې سمدستي اوربند باید د تلپاتې اوربند د رامنځته کېدو سبب شي.
دا غوښتنه په داسې حال کې کیږي، چې اسراییلي اشغالګرو د غزې تړانګې په جنوب او د رفح په ښارګوټي د سترو بریدونو لپاره د خپل چمتوالي خبر ورکړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/