کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق “یونېسف” ویلي، اروپايي ټولنه به افغانستان کې د خوارځواکۍ د درملنې او د زده کړو لپاره د زمینې برابرولو په موخه ۱۳ میلیونه یورو اضافي مرسته وکړي.
یونیسف زیاته کړې، چې له دغو مرستو به څه باندې ۷۸ زره ماشومان ګټه واخلي.
یادې ادارې ویلي، د اروپايي ټولنې په مرسته به ۶۲ زره طبي خوراکي صندوقونه چمتو کړي او تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې د شدیدې خوارځواکۍ د درملنې لپاره به ۱۶۰۰ روغتیايي کارکوونکي وروزي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق وايي، په دې مرستو سره به په ۲۷۵ درسي ټولګيو کې د زده کړو کېفیت ښه شي او له مخې به یې ۹۵۰۰ ماشومان چې ۶۱ سلنه یې نجونې دي، لومړنیو زده کړو ته لاسرسی پیدا کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/