کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیرې ویرونیکا د کډوالو چارو وزیر سره کتنه کې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه او لاسنیوی د ټولو ګډ مسوولیت بللې دی.
ویرونیکا ویلي، د کډوالو لاسنیوي په موخه یې د ملګرو ملتونو له مرستندویه ادارو سره ۱۲۵ میلیونه یورو مرسته کړې، چې د روان کال تر پایه به ۳۶میلیونه یورو نوره مرسته هم وکړي.
بل لور دې کتنه کې د کډوالو چارو وزیر د کډوالو په نوم کېدونکو مرستو په کډوالو د وېشلو، اساسي کارونو، سرپناه، کاري فرصتونو او اقتصادي ملاتړ برخو کې په مصرفولو ټینګار وکړ.
د کتنې پرمهال پاکستان او ایران کې د کډوالو ستونزو، جرمني او نور اروپایي هېوادونو له لوري د کډوالو جبري وېستلو او یا نورو هېوادونو ته د هغوی د لېږلو، کورنیو بې ځایه شویو او پایداره ادغام او هغوی ته د مرستو د راجلبولو په اړه خبرې شوې دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/