کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۲مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مرکزي آسیا ټایمز ورځپاڼې د ازبکستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له قوله خبر ورکړی، چې دغه هېواد له افغانستان سره د ۴۴ میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي.
د یاد خبر پر بنسټ، دغه تړونونه تاشکند ته د افغان سوداګرو د درې ورځني سفر په ترڅ کې لاسلیک شوي دي.
د ازبکستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، دواړه هېوادونه هڅه کوي څو د ازبکستان او افغانستان د سوداګرۍ یوه ګډه شورا جوړه کړي، چې ۱۸ افغاني شرکتونه به د دې شورا غړيتوب ورکړل شي.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/