معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ازبکستان له افغانستان سره د اوبو مدیریت په برخه کې همکاري کوي

ازبکستان له افغانستان سره د اوبو مدیریت په برخه کې همکاري کوي

کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۵  نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر عطاءالله عمري چې د سرپرست حکومت له لوړپوړي پلاوي سره ازبکستان ته سفر کړی، د دغه هېواد د کرنې له وزیر ابراهیم عبدالرحمن‌اف سره کتنه کړې ده.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د بندرونو له لارې د نباتي قرنطین، بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو د وېش، د اوبو مدیریت، د څاڅکي اوبولګولو سېستم پراخولو او د ازبکستان د خصوصي سکتور پانګونې ته د زمینې برابرولو په برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا بحث کړی دی.

د خبر پر بنسټ ازبکستاني لوري ژمنه کړې، چې د افغانستان د سربندونو، د اوبولګولو کانالونو او د اوبو سرچینو د ښه تنظیم په برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس