معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / استخباراتو ریاست تېره شپه د کابل په خېرخانه کې د داعش یو مهم پټنځای له منځه وړی

استخباراتو ریاست تېره شپه د کابل په خېرخانه کې د داعش یو مهم پټنځای له منځه وړی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۸ مه نېټه):
د سرپرست افغان حکومت ویاند وایي، د استخباراتو ریاست ځانګړو ځواکونو تېره شپه د کابل خېرخانې اړوند شهرک ذاکرين سیمه کې د داعشیانو په يو مهم پټن ځای عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې یې د ده په وینا دوه تنه داعشيان ووژل شول او یو تن ژوندی ونيول شو.
ویاند زیاتوي چې دغو عملیاتو کې دوه میله کلاشینکوف، يو د ځان وژونکي واسکټ او په زياته اندازه مهمات نيول شوي دي.
د ده په خبره د داعشیانو دې ګروپ د تخریبي کړنو پلان درلود چې مخکې له مخکې کشف او له منځه یوړل شول.
نوموړی وایي، چې په دې عملیاتو کې حکومتي لور ته هېڅ نوع تلفات نه دي اوښتي.
د سرپرست افغان حکومت د استخباراتو ریاست دې وروستیو کې د داعش ډلې پر وړاندې خپلو عملیاتو ته چټکتیا ورکړې، چې له امله یې څو ورځې وړاندې د داعش خراسان څانګې مشر هم ووژل شو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس