پنجشنبه، د لړم ۲۶مه
کابل/ګهیځ: په یهودي مېشت ښارګوټو کې د درې تنو له وژل کېدو وروسته اسراییلي صهیونیسټي پوځ په لویدیځه غاړه کې د تیار سۍ په حالت کې دي.
اسراییلي رژیم په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې خپلو ځواکونو او امنیتي بنسټونو ته د ۷۲ ساعتونو لپاره د تیار سۍ امر کړی.
بلخوا د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د روان کال له پیله تر اوسه په غزه، لویدیځه غاړه او قدس کې ۱۹۸ ملکي فلسطینیانو د اسراییلي رژیم ملېشو په ډزو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د یادولو وړ ده، چې تېره ورځ یوه کس د چاقو په ګوزارونو د لویدیځې غاړې په آریل سیمه کې د یهودي مېشتو ښارګوټو درې اسراییلي اوسېدونکي وژلي او درې نور ژوبل شوي دي.
له دې پېښې سملاسي وروسته د اسراییلو پوځ خبر ورکړ، چې تورن کس غوښتل له سیمې و تښتي خو د دوی د رژیم ملېشو نیولی او وژلی یې دی.