معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / اسراییلي ځواکونو غزه کې د حماس ډلې یو ډیپو په نښه کړی

اسراییلي ځواکونو غزه کې د حماس ډلې یو ډیپو په نښه کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۴ مه نېټه):
د اسراییلي پوځ له لوري په خپره کړې بیانیه کې ویل شوي، چې هوایي ځواک یې نن د جنګي جټ الوتکو پرمټ د ځمکې لاندې د حماس ډلې هغه پوځي ډیپو په نښه کړ، چې د راکټونو د جوړولو خام مواد په کې زېرمه کېدل.
دوی ویلي، چې دغه هوایي برید یې د حماس ډلې د راکیټي برید په ځواب کې کړی دی.
دواړو بریدونو کې د اوښتې مرګ_ژوبلې او مالي زیانونو په اړه نور جزیات نۀ دی ورکړل شوي.
دې وروستیو کې د اسراییليانو او فلسطیني وګړو ترمنځ ترنګلتیا یو وار بیا زور موندلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس