معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / “اسلام آباد”، د پرون دوست که د نن دښمن؟!

“اسلام آباد”، د پرون دوست که د نن دښمن؟!

د بي بي سي راډیو پر پښتو ویب پاڼه یو راپور خپور شوی چې په ترڅ کې یې د پاکستان د پولیسو له خوا د شا او خوا زر تنه هغه افغانانو د نیول کېدو خبر ورکړی چې د پلازمینې اسلام آباد په ګډون د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې هستوګن وو او په مینځ کې یې تر نیمایي زیات داسې کسان هم دي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد له ځان سره لري.
د یاد راپور پر بنسټ په اسلام آباد او شا او خوا سیمو کې د پاکستان پولیسو او د دې هېواد استخباراتي ادارو یو لړ عملیات کړي چې په ترڅ کې یې دا ډله افغان وګړي نیول شوي او د دوی په خپل اعتراف پدې مینځ کې ډېر داسې کسان دي چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد له ځان سره لري.
د پاکستاني چارواکو په وينا ۳۷۵ کسه افغانان چې د دوی په خبره د پېژندنې هېڅ ډول اسناد نه لري هلته بندیان شوي دي او ۲۵ نور افغانان به تر هغه په بند کې ساتل کېږي چې اسناد یې تصدیق شي او د پاکستان د استخباراتي ادارو په وینا به د دې چارو تر بشپړېدو وروسته به نیول شوي افغانان له پولې اړول کېږي.
په پاکستان کې د خوارو او بې سرپناه افغانانو د نیول کېدو چاره نوې نده، په افغانستان کې د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور د اوومې تر کمونیستي کودتاه را وروسته بیا تر ننه پدې اوږده موده کې د پاکستاني پولیسو او چارواکو له خوا د خوارو، جګړه ځپلیو او بې سرپناه افغانانو ځورونه او په بېلابېلو بهانو د هغوی نیول کېدل او زنداني کول را روان دي او معلومه هم نده چې دا لړۍ به تر څومره مودې نوره همداسې روانه وي.
یو توپیر چې اوس پدې لړ کې راغلی هغه دا دی چې پاکستاني پولیسو او د “اسلام آباد”!!! چارواکو که پرون خوار او مهاجر افغانان نیول، بندیان کول یې او آن وژل یې نو سیاسي او مرکزي چارواکو یې کم تر کمه په ډاګه او دومره صراحت دا ډول کړنې نه تأییدولې او که یوازې په ظاهري لهجه او د رسنیو په مخ کې هم وو، نو افغانان یې جګړه ځپلي میلمانه بلل، خو په اسلام آباد کې د ښاغلي انوارالحق کاکړ تر مشرۍ لاندې د لنډمهاله حکومت په رامینځ ته کېدو سره، د دې ځای د واکمنو او آن په خپله د ښاغلي کاکړ لهجه په بشپړه توګه بدله شوې او لنډمهاله صدراعظم د دې پر ځای چې دوه اړخېزې اړیکې او یا ډیپلوماتیک آداب مراعات کړي د رسنیو په مخ کې نارې وهي چې مونږ د افغانستان په خاوره کې پوځي عملیات کوو او یا دا چې باید په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د پولیسو له خوا ونیول شي او بېرته دې له پولې واړول شي.
شاید د ښاغلي کاکړ د همدې ارشاداتو برکت به وي چې په اسلام آباد او شا او خوا ښارونو کې مېشت افغانان شکایت کوي چې آن هلته د اوسېدو د رسمي او قانوني اسنادو په درلودو سره یې هم د پاکستان پولیس نیسي او بیا یې له کورنیو څخه د خلاصون په بدل کې د پیسو غوښتنه کوي!
دا هم یو تریخ حقیقت دی چې متأسفانه زمونږ هېواد وال هم د پاکستاني پولیسو او چارواکو له ټولو نادودو او بد چلن سره سره د وړو وړو خبرو او وړو وړو ناروغیو د درملنې لپاره پاکستان ته روان وي چې هلته بیا ترې ګڼې ستونزې او ناخوالې رابرسېره کېږي.
پدې وروستیو کې چې یوې خواته د پاکستان د حکومت او نیمه پوځي واکمنۍ د خپلو وسله والو مخالفینو تر جدي او کلکو ګوذارونو لاندې راغلي او آن د خیبرپښتونخواه ایالت له پولو ور اوښتي او په پنجاب کې یې هم د پولیسو مرکزونه په نښه کړي، بل خوا د دغه هېواد په سیاسی محاذ کې ناکراریو او د شته حکومت پر ضد اعتراضونو زور اخیستی، نو د ښاغلي کاکړ او د اسلام آباد د انتظامیې زور هلته پر مېشتو یا د درملنې ته پر ورغلیو خوارو افغانانو رسېدلی دی.
د اسلام آباد چارواکیو دا ګواښ هم کړی چې په پاکستان کې مېشت ګڼ شمېر نا ثبت شوي او د دوی په خبره ناقانونه افغان کډوال به له دغه خاورې بېرته افغانستان ته ولېږي، چې د چارو د څارونکو په نظر شاید دا خبره هم هسې تش ګواښ او د افغانانو د د ډارونې لپاره وي، ځکه هلته مېشت افغانان که قانوني دي که غیر قانوني، د دوی لپاره له کلونو را پدېخواه د پیسو یوه وړیا خزانه ده او شاید د اسلام آباد واکمن په آسانۍ سره د خزانې دغه کلۍ له لاسه ورکول خوښ نه کړي.
اوس دې ټولو ته په کتو مونږ ته په کار ده چې له پاکستان سره د هر ډول تعامل پر وخت دا ټکی په یاد ولرو چې د اسلام آباد واکمنو، د دې هېواد د پوځي ځواک تر تیاره سیوري لاندې، د تاریخ په اوږدو کې د خپلو خلکو او ګاونډیانو سره پر صداقت ولاړ چلند ندی کړی او هېڅ معلومه نده چې د افغانستان او افغان کډوالو په اړه به د دوی د واکمنو ګواښونه او سیاستونه څومره پر رښتیا او صداقت ولاړ وي؟ پای
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=61550054700162

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس