کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې استرالیا نوی قانون تصویبوي، چې له مخې به یې ۱۶ کلونو څخه کم عمر ماشومانو ته د ټولنیزو رسنیو کارول منع شي.
د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز د روان کال په پیل کې ویلي وو، چې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو لپاره باید د عمر محدودیت وټاکل شي، خو دا لومړی ځل دی چې په رسمي توګه د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لپاره عمر په ډاګه کیږي.
د مسوولینو په وینا دا قانون به د ټولنیزو رسنیو د ماشومانو پر ژوند او خوندیتوب د اغېزو کمولو په موخه عملي شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/