معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اسټرلیا له افغانستان ۲۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

اسټرلیا له افغانستان ۲۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۶  نېټه):

د راپورونو له مخې اسټرلیا د افغانستان خلکو سره د ۲۰ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه.

د راپور پر بنسټ د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ۲۰ میلیونه ډالره مرسته یې په افغانستان کې د ننه خلکو او هغو افغانانو لپاره ځانګړې کړي، چې ګاونډيو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

اسټرلیا د کډوالۍ په نړیوال فورم کې د ملګرو ملتونو کډوالۍ عالي کمېشنرۍ سره د ټولټال ۲۶۵ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړې، چې ډېره برخه یې په میانمار او بنګلدېش کې د روهنګیایي خلکو لپاره ده.

بل لور بیا د سرپرست افغان حکومت اداري مرستیال هم په تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغان کډوالو سره به له هېڅ ډول مرستې درېغ ونه کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس