معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / اطلاعاتو او کلتور وزارت له (ام.اف.سي) څخه د افغانستان غړیتوب حذف کېدل وغندل

اطلاعاتو او کلتور وزارت له (ام.اف.سي) څخه د افغانستان غړیتوب حذف کېدل وغندل

یکشنبه، د لړم ۲۹مه
کابل/ګهیځ: د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، (له رسنیو څخه د ملاتړ د نړیوال ائتلاف) څخه د افغانستان د غړیتوب لغوه کول په کلکو ټکو غندي.
د دغه وزارت سلاکار او ویاند عبدلمتین قانع له (ام.اف.سي) څخه د افغانستان ایستل توپیري چلند او په دغه هېواد کې له شته واقعیتونو څخه د بې خبرۍ پر بنیاد شوې پرېکړه بولي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د بیان ازادۍ او د رسنیو هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دی.
ښاغلي قانع همدا رنګه ویلي، چې نړيواله ټولنه بايد په افغانستان کې شته واقعيتونه درک او حقايقو ته انعکاس ورکړي او په افغانستان کې د رسنيو او اطلاعاتو ته د لاسرسي له پراخو فعاليتونو څخه خبر شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د ملاتړ له دغه نړیوال ائتلاف څخه غوښتي، چې په خپله پرېکړه دې له سره غور وکړي.
د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې د یاد وزارت د خپرنیزو چارو مرستیال هم د دغه ائتلاف هغه ادعا رد کړې وه، چې ګواکې په افغانستان کې پر رسنيو محدوديتونه وضعه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ا.ا له بیا واکمنېدو وروسته ګڼې رسنۍ و تړل شوې چې لاملونه یې اقتصادي ستونزې او ځینې نور فشارونه بلل شوي دي.
تازه څو ورځې وړاندې د کابل نیوز خصوصي ټلویزیون ادارې د دغې رسنۍ د فعالیتونو له بندېدو خبر ورکړ، که څه هم دوی په څرګند ډول د بندېدو لامل په ګوته نه کړ خو دومره یې ویلي وو، چې د ځینې فشارونو له امله دې پرېکړې ته اړ شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس