معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان او ازبکستاني لوري د اکاډمیکو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

افغان او ازبکستاني لوري د اکاډمیکو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوړو زده‌ کړو سرپرست وزیر په کابل کې د ازبکستان له سفیر خواجه یادګار شادمانوف سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اکاډمیکو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي.

د خبر پر بنسټ کابل کې د ازبکستان سفیر د لوړو زده‌کړو وزیر ته بلنه ورکړې، څو د دې هېواد له علمي، اکاډمیکو او فرهنګي مرکزونو څخه لیدنه وکړي.

دغه راز په دې لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ویلي، چې سرپرست حکومت د یوه خپلواک نظام په توګه د خپل دین او کلتوري ارزښتونو په رڼا کې خپلې ټولې کورنۍ او بهرنۍ چارې تنظیموي او پرمخ یې وړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس