کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له اجراییوي رییس، جبارعلي ذاکري سره کتلي.
د خبر پر بنسټ په دې کتنه کې د خواف – هرات د درېيمې قطعې له لارې د سوداګريزو توکو د انتقالاتو پر زياتوالي، د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د افغانستان د اوسپنيزې کرښې اړوند د تخنيکي کارکوونکو د ظرفيت لوړولو او په افغانستان کې د اوسپنيزې کرښې په برخه کې د پانګونې پر څرنګوالي خبرې شوي.
دغه راز دواړو لوريو د افغانستان او ايران ترمنځ پر اوسنيو دوه اړخيزو ريلي همکاريو خوښي ښودلې او ټینګار یې کړی، چې دواړه هېوادونه بايد د ريلي همکاريو د دوام او پراختيا په موخه هڅې لا زياتې کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/