معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان او ایراني لوري د هلمند پر اوبو خبرې کړي

افغان او ایراني لوري د هلمند پر اوبو خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د اسد  ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران د انرژۍ وزارت له مرستیال، محمد جوانبخت او مل پلاوي سره کتلي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه کتنه کې محمد جوانبخت ومنله چې روان اوبیز کال کې د ایران اوبیزه حقابه تامین شوې او د کال تر پایه به نوره حقابه هم ترلاسه کړي.

 خبرپاڼه کې راغلي، دغه کتنه کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو، هلمند د اوبو او اوبیزو پروژو په برخه کې د همکاریو په اړه خبرې کړي.

د بهرنو چارو سرپرست وزیر ویلي، په تېرو ۴۵ کلونو کې د حکومتونو د نه پاملرنې له امله د کجکي بند شاوخوا نیمې ذخېرې خپله اصلي وړتیا له لاسه ورکړې او له ایراني لوري یې وغوښتل، څو دغه راز حقایق په پام کې ونیسي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس