کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په ترکمنستان کې د دغه هېواد د ټرانسپورټ په چارو کې د وزیرانو شورا له مرستیال محمد خان چکي یف سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د لېږد – رالېږد پر زیاتوالي، تورغنډۍ بندر کې د رېل پټلۍ د ظرفیت لوړو او ترکمنباشي بندر کې افغان سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو پر برابرېدو هر اړخیزې خبرې شوې دي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړې، چې سرپرست وزیر په دې لیدنه کې ویلي باید دواړه هېوادونه د لاجورد لارې پر مسیر له نورو شریکو هېوادونو سره په همکارۍ پر هغو لارو چارو کار وکړي، چې زموږ مشترک سټراټېژیک هدف د لاجوردو لارې احیا ممکنه کړي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د محمد خان چکي یف له قوله لیکلي، هېواد یې چمتو دی چې د اړتیا وړ تخنیکي معلوماتو له ترلاسه کولو او هوکړې وروسته د تورغنډۍ د اوسپنې پټلۍ پر سټېشن پانګونه وکړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/