معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان او ترکمنستاني لورو د ټاپي پروژې او نورو موضوعاتو اړوند خبرې کړې

افغان او ترکمنستاني لورو د ټاپي پروژې او نورو موضوعاتو اړوند خبرې کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۶  نېټه):

د راپورونو له مخې هرات کې د سرپرست افغان حکومت او د ترکمنستان لوړ پوړو پلاوو ترمنځ پر ټاپي پروژې او نورو موضوعاتو خبرې شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر او د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف په مشرۍ پلاوو تورغونډۍ بندر کې د رېل پټلۍ سب سټېشن پراختیا، هرات کې د نورالجهاد برېښنا سب سټېشن د ظرفیت لوړولو او دوه اړخېزو سوداګریزو، ټرانزیټي او ټرانسپورټي اړیکو په اړه هم خبرې کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د بهرنیو چارو سرپرست دغه لیدنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پلي کېدو لپاره چمتووالی نیول شوی او په خبره یې چې اړوندو ادارو هم خپلې چارې بشپړې کړي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس