معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت بغلان سېلاب ځپلو سره د بشري او پراختیايي مرستو پر ډېرښت ټینګار کړی

افغان حکومت بغلان سېلاب ځپلو سره د بشري او پراختیايي مرستو پر ډېرښت ټینګار کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۹مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال، د بغلان ولایت په مقام کې د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو له استازو سره کتلي دي.

د خبر پر بنسټ په دې کتنه کې سرپرست حکومت سره په همغږۍ دغه ولایت کې له سېلاب ځپلو سره د بشري او پراختیایي مرستو د چټکتیا غوښتنه شوې ده.

اقتصادي مرستیال په دغه کتنه کې ویلي، دغو سېلابونو کې د استوګنیزو کورنو سربېره ۱۹ روغتونونه، ۱۹ ښوونځي، ۱۱۵ پلچکونه لسګونه د اوبو لوی او کوچني کانالونه او دغه راز ۶۰ کیلومټره سړک ویجاړ شوی، چې په خبره یې، بیارغونې ته اړتیا لري.

افغان حکومت د بغلان سېلاب ځپلو سره په داسې مهال د مرستو د ډېرښت غوښتنه کوي، چې د سرپل ولایت کوهستانات ولسوالۍکې هم د سېلابونو له امله سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه، د استوګنې ۲۰ کورونه، پلونه، پلچکونه، بندونه او دوکانونه ویجاړ شوي او لسګونه څاروي تلف شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس