معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغان حکومت تاییدوي چې په ننۍ چاودنه کې د روسي سفارت کار کوونکي وژل شوي

افغان حکومت تاییدوي چې په ننۍ چاودنه کې د روسي سفارت کار کوونکي وژل شوي

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وږي/سنبلې ۱۴مه او د سپټمبر میاشتې ۵مه نېټه ده) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې نن له غرمې وړاندې د روسیې سفارت مخې ته په یوه چاودنه کې د سفارت دوه روسي کارکوونکي وژل شوي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، په پېښه کې څو تنه افغان مراجعین هم ټپیان شوي.

ښاغلي بلخي پر ټویټر پېښه غندلې ده او وايي، چې د امنیتي بنسټونو لخوا هر اړخیزې څېړنې روانې دي.

هغه ویلي، چې د سفارت د خوندیتوب لپاره یې ځینې ګامونه پورته کړي، تر څو د ورته احمتالي بریدونو مخه ونیسي.

بلخي ټینګار کړی، چې دښمنانو ته به د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو خرابېدو اجازه ور نه کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس