معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت خلیجي هېوادونو ته شپانه لېږي

افغان حکومت خلیجي هېوادونو ته شپانه لېږي

سې شنبه، د لړم ۱۷مه
کابل/ګهیځ: د افغانستان حکومت خبر ورکوي، چې ډېر ژر به ۶۵ زره افغانان د کار لپاره له هېواده بهر واستول شي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې د یو لاسلیک شوي قرارداد له مخې قطر، عربستان او ترکیې هېوادونو ته ۱۵ زره شپانه او ۵۰ زره نور کارکوونکي لېږي.
د دغه وزارت مرستیا مخدوم عبدالسلام سادات رسنیو ته ویلي، چې د یادو هېوادونو له لوري یې د کار لپاره د بشري قوې د موندلو په موخه غوښتنلیکونه رالېږلي، چې په خبره یې دغو کسانو ته د تګ اسانتیاوو د برابرولو هڅه کوي.
چارواکو ویلي، چې بهر ته د کار لپاره د افغانانو د لېږلو دا قرارداد د تېر حکومت پر مهال شوی او دوی یې د پلي کولو هڅه کوي.
واک ته د ا.ا په رسېدو سره سم د امریکا لخوا د افغانستان د ارزي پانګې کنګل کول او له دغه هېواده د بهرنیو د مرستو پرې کېدو او د کار نشتون ګڼې اقتصادي ستونزې رامنځ ته کړي دي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې افغانستان څانګې ویلي چې، د تېر کال اګسټ میاشتې راهیسې ۷۰۰ زره کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس