معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت د ترکیې او سوریې زلزله ځپلو سره مالي مرسته اعلان کړه

افغان حکومت د ترکیې او سوریې زلزله ځپلو سره مالي مرسته اعلان کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۸ مه نېټه):
د سرپرست افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپرې کړې اعلامیې کې د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو سره یو وار بیا خپله خواخوږي ښودلې ده.
اعلامیه کې ویل شوي چې افغان حکومت له ترکیې سره يې د لس میلیونه او له سوریې سره د پنځه میلیونه افغانیو مرسته کوي.
بهرنیو چارو وزارت دغه اعلامیه کې زیاته کړې، چې د افغان حکومت روغتیایي او د ژغورنې ټیمونه هم چمتو دي چې د اړتیا پر مهال ترکیه او سوریه کې د ژغورنې په عملیاتو کې برخه واخلي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس