معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت د کندز وروستۍ پېښې قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې

افغان حکومت د کندز وروستۍ پېښې قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت مرستیال ویاند کندز کې د تېرې ورځې چاودنې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې.

مرستیال ویاند وژل شویو ته د جنت او ټپیانو ته د ژر روغتیا هیله کړې.

مسوولینو ویلي، تر اوسه د چاودنې دقیق لامل او عاملین نه دي څرګند، خو اړوند امنیتي ادارې د پېښې د څرنګوالي په اړه جدي پلټنې کوي.

د اعماق په نوم داعـ.ـش پورې تړلې پاڼې ویلي، برید د دوی له لوري شوی، چې په کې لسګونه تنه یې وژلي دي.

دغه چاودنه چې تېره ورځ کندز کې د کابل بانک مخې ته د هغو خلکو په منځ کې ترسره شو، چې د خپلو معاشاتو پسې بانک ته راغلي وو.

دغه پېښه کې سرچینو د ۱۴ تنو د وژل کېدو او د اوو تنو نورو د ټپي کېدو پخلی کړی، خو مسوولینو بیا یوازې د پنځو تنو وژل کېدل تایید کړي دي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس